افغانانو پخپله کړ خپل هیواد خوار عریب کباړ کباړ

بیا وايی دا خو دپنجاب او تهران ګناه ده

دوي پخپله نه پریږدي نجونۍ مکتب ته 
بیا وایي دا خو دعمران خان ګناه ده

نه اخلي تذکري نه مني دانتخاباتو پایلي
بیا وايی دا خو د ګلمرجان ګناه ده

پښتون چه کابل ته راشي ورنه هیره شي خپله ژبه
بیا وايی دا خو د فارسي زبان ګناه ده

یو پکي طالب شي بل عسکر، پریکوي دیوبل نه سر
بیا وایی دا خو دروس بل امریکا ایران او پنجاب ګناه ده

وطن مو خوار اولاد مو وږي ناست دي ګدایی په ټغر
بیا وايی دا خو داستعمار ګناه ده

اي خویندو وروڼو تر څو چه ونه منو دا تریخ حقیقت
وو به تر آبده ناست دي ګدایی په ټغر
 
اي افغانه آخر لږ غیرت وکړه پخپل اولاد او خپله خاوره
دا بیوزلې او بی کسي دبل چا نه بلکه دهر یو افغان ګناه ده

په درناوي