د امیل همدرد لخوا خپرې شوې لیکنې
له الله (ج) او رسُول (ص) سره مينه درلودل
قال: ما اعددت لهاالا انی اجب الله ورسوله. قال انت مع من احببت. قال انس رضی الله تعالی عنه. فمارايت المسلمين فرحوابشيئی بعد الاسلام فرحهم بها. (رواه الخاری و المسلم) د حديث ترجمه: له حضرت انس (رض) څه روايت دی چې په تحقيق سره يو سړی وويل چې: ای رسول الله (ص) قيامت کله او څه وخت دی؟ آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: ستا له حال نه تعجب کوم څه تياری دی ورته نيولی ده. نوموړی سړی وويل: کومه تيار
د حضرت عمر رضی الله عنه مسلمانيدل او د اسلام پياوړتيا
ترمذي د ابن عمر په صحیح روایت او طبرانی د ابن مسعود او انس رضي الله عنهما روایت نقلوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم دعاء وکړه: ای الله اسلام په خپل یو ګران بنده پیاوړی کړه ، په عمر بن الخطاب او یا په ابوجهل بن هشام. نو الله جل جلا له ته ډیر ګران حضرت عمر رضي الله عنه وو ، که ټول هغه روایتونه چې د حضرت عمر رضي الله عنه د اسلام را وړلو کیسه یې کړې ده سره را ټول او کره کتنه ورته وشي نو په ډاګه به شی چې اسلام د عمر رضي الله عنه زړه ته په تدریجي ډول داخل
دلـمـانـځـه صفـتـونـه
ولاړه كښى قرائت ويل (۴) وروسته له ولاړى نه ركوع كول (۵) سجده كول (۶) آخره ناسته كول، كه يوله دغوشپږوفرضونه په قصدياپه هيره سره پاتى شى لمونځ په فاسديږى لمونځ كونكۍ به بيرته لمونځ راګرځوى . دوهم دلمانځـه په دننه كښى دغـه يوولس عمـلونه واجب دى (١) دالحمدلله سورت (سورة الفاتحه ) ترآخره پورى ويل (٢) د فرضوپه لومړى دوو ركعتو، دسنت په ټولوركعتو، دوتراونفلوپه ټولو ركعتوكښى دالحمدلله دسورت دقرائت وروسته متصل د قرآنكريم درى آيتونه يااضافه لوستل (٣) په
لنډ نصيحت
: اذا قمت فى صلوتک فصلِ صلوة مودعً ولا تکلم بکلام تعذرونه و اجمع الاياس فى ايدى الناس ). [ رواه احمد ] ژباړه: حضرت ابوايوب رضى الله عنه فرمايي چې يو سړى پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته په مخ کې ودرېد اوويې ويل چې ماته لنډ نصېحت وکړه چې يادول يې آسان وي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: لمونځ دهغه چا دلمانځه په څېر کوه چې دخداى په اماني وروستى لمونځ وي اونور له دنيا څخه رخصت اخلې، اوداسې خبرې مه کوه چې سبايې بيا عذر ويلو
د قبرونو نه د حاجت د پاره دعا غوښتل ( د غير الله نه مدد غوښتل )
رب العالمین په هرځای کی حاضر او ناظر دی او دانسانانو چاری بغیر دځنډ څخه څیړی ،او د دعا دقبلیدو بهتره څای جماعتونه او مسجدونه دی ددی موضوع دروښانتیا لپاره یوه مفصل بحث او حوالی غوښتونکی یو ترڅو ذهنیتونه دمسلمانو ولسونو روښانه شی او هیله مند یم چی دغه بحث ستاسو دان لاین خوږی پاڼی لمړی مخ ته انتقال شی ترڅو په اسانی سره هر شخص لاسرسی ولری ستاسو د توجه څخه مننه واقعآ لوی تبلیغ او نیکی لاری ته مو مخه کړی دی رب العالمین مو زمونږ سره سره کامیاب او پدی لاره کی بریال
حاجي صيب
. د هغه د ماڼۍ ته ورته کور تر مخه د لسګونه پسونو سرونه پرې شوي وو او د کوڅې په لښتي کې بهېدونکې اوبه ېې رنګينې کړې وې. حاجي صيب د لسګونو په ګلونو پوښل شوو موټرو په بدرګه د کور مخې ته ورسېد، څو کسانو پرې له پاسه ګلان او زریان پاشل او دی د لوېې دروازې له کوچني وره په سختۍ ننووت. د حاجي صيب د کور د کوڅې په بل اړخ کې شاهين او د هغه کورنۍ اوسېده. شاهين هغه مهال د حاجي صيب وسله وال ساتونکی وو، کله چې د جګړو مخکښ قوماندان وو. په هغه جګړو کې پر ځمکني ماين د ختلو له کبله شاه
نوی کور دي مبارک شه!
: چې بس دوی ټول ماته ګورې، کله کله به مې داسي حس کوله چې زه هیڅ په ځمکه نه یم، بلکه په هواګرځم، له خپله واکه وتلې ټوپونه به مې وهل. ترهغې چې کله د دودونو اوکلیوالي رواجونوپه فیصله زه له دې لارې اوکوڅې منع شوم اوماته وویل شول، چې ته اوس لوی سړی ېې دلته مه ګرځه خلک بدوایې، خوسره له دې ماداسي فکر کاوه چې زه په دنیاکې هرڅه لرم، ماته د نوروهمزولو ژوند هسي بېکارې ښکارېده. خوهغه د چاخبره (علت لوېږي عادت نه لوېږي) داسي به څوک وي، چې صبرشي اود بایسکل کړنګی په دې لاره کې جوړنه کړي، بې ځ
مينه جرم دى
د هر مجلس دمجلسي له خولې چې به خبره راوتله نوموضوع به يې کاملاً همدا نوې خبره وه، خوچابه په يوه ډول اوچابه په بل ډول کوله، هغه وخت کلي کې دمينې کلمه چا د پيسو په بدل کې هم نه شوه ويلى، ولې چې ددې کلمې ويونکى خو سوچه کافر بلل کېده . مينه خولاڅه چې آن چا به جرئت نه شو کولى چې له خپل پلار او مور سره دخپل ژوند د ملګرې يا ملګري په اړه هم څه ووايي،نجونې خو بېخي داسې وې لکه هندو چې د غويي له غوښې پرهېز وي دکلي خلک راټول شول او دکلي په لوى جومات کې يې غونډه وکړه ترڅو د اشرف او شريفې په ا
يتمه هيله
خو پر پلار مې بيا زه ډېره ګرانه وم او هر وخت به يې نازولم. کله چې مې پلار جان له کوره لاړ هغه ورځ مې په یاد ده. هغه سهار سپينو واورو هره خوا پوښلې وه او له همدې امله د بهر هوا سوړ باد به زمونږ وړې کوټې له لاره پیدا کوله او زما د ډارولو لپاره به يې یوه وحشتناکه کريکه کوله او بيا به يې د واورو په ډکو څانګو کې ځان پټاوه. په یاد مې دي هغه سهار چې پلار زما سر ښکل کړ او له کوره ووت. تر ډیره مې د کوټۍ له کړکۍ نه پلار جان ته کتل خو افسوس هغه وخت مې کړکۍ لعنتې تر زنې رسيده. ډير
ريښتنې کيسه
ته زيات خدمتونه کړي وو خو اوس داستوګني لپاره کورهم نلري .نوهمدالامل شوچې فريد په خوارۍ پسي بهرته ولاړشي خويوڅوک يې مخه نيسي فريدجانه څنګه داسي کوړئ کوړئ روان يې خيرخودي ؟ حاجي صيب يوچاته ورځم ورسره مې لږکاردي . حاجې څه کار دورسره دي فريدراته يې کومه ويزه ښودله نوماهم څوپيسې راخيستې اوغواړم چې زه هم دغ
سوالګر نه دی خو
شوي پارک په څنډه کې کوم چې هره ورځ ورباندې سلګونه کسان تګ راتګ کوي ناست وي د سوال لاس يې غځولی وي او وايي چې د خداي په خاطر يو څه راکړی ؟ واړه بچيان راته يتمان پاتي دي ،د خدای لپاره غريب يمه په کور کې څه نلرم . شيرګل کاکا له اوله خيرات خور نه وو، خو د هر څه د خپل قسمت له لاسه ورته رسيږي او پدي حال يې کړيدی . شيرګل کاکا هغه مهال چې ځوان وو د خپل کلي ترټولو د ښه شتو او جايداد څښتن وه ،خلکو يې قدر کوو،په&n
انتظار
ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتيا ووايم د زړه درزا مې له يوې شېبې نه بلی ته زياتيږي. له ټولو نه زيات په دې فکر کې يم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده يم چې نا ببره مې سپينې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي اوله خوبه مې راويښ کړي. نوردغه لعنتي درد ترپوزې راوستې يم. نور مې د زغم او حوصېلې توان له لاسه ورکړې. بس همدغو انديښنو په منډه کړی يم چې څرنګه يې له شره ځان وژغورم.دهغه لعنت
بازارۍ ښکلا
. د خدای کړه دي، همداسې وشول، دوه معصوم ماشومان چې د نړۍ له ټولو انسانانو سپڅلي وو، د ښځې او خاوند په نازک تار وتړل شول، کله چې سلګۍ او جمال ځوانان شول، جمال د خپل پلار له دغې پرېکړې ناخوښ ښکاریده، جمال ویل چې هرانسان باید د خپل ژوند شریک په خپله خوښه انتخاب کړي، هغه ویل چې سلګۍ یې وړ نه ده، ځکه هغه یوه کلیواله او نالوستې جنۍ ده، جمال غوښتل چې د خپل ځان په شان پویه او لوستې جنۍ سره واده وکړي، که د جمال ستوری د سلګۍ له ستوري سره نه و لګېدلی، نو د سلګۍ هم د جمال په څېر مغرور، ځان غوښتونکی اوباز
پتلون
دوه میاشتې مخکې لیدلي وو. بس ته وخته نیم ساعت وروسته ټارګټ مال ته ورسېده. د مال په دوکانونو کې پوره دوه نیم ساعته وګرځېده؛ خو اخر یې پتلون پیدا کړ. ښکلی ډیزاین یې و. داسې چسپ چې په پایڅو کې یې د پښو د ننه ایستلو لپاره مجبوره شوه کونه پر ځمکه ولګوي او غبرګ لاسونه ورته تمبه کړي. هماغسې چې مګي ورته ویلي وو، د ورانه او د پوندو په حصه کې شپږ اووه اینچه ځای یې ریښکي ریښکي. چې وایې غوسته، د سپینو ورنونو غوښې یې د ریښکو تارونو له منځه بهر خوا ته راووتې او د ریښکو ترمنځ چاودونه یې لا زیات کړل. جمپر یې
جنتي ملګري
سړى ونه پوهيده چې نوره يې فاني دنيا ترك كړې ده ، همداسې د خپلو دوو حيواناتو سره مخته روان و . لاره اوږده وه ، تپه هم لوړه وه ، لمر تيز و ، له دوى څخه خولې روانې وې او سختې تندې اخيستي وو . د لارې د تاويدو سره يې يوه لويه مرمرينه دروازه وليدله چې يوې طلايي سوپې ته تللې وه چې په منځ كې يې د زلالو اوبو وياله بهيدله . روان مسافر ، د دروازې ساتونكي ته وويل : ورځ دې نيكمرغه ، دا كوم ځاى دى چې دومره ښكلى دى ؟ ساتونكي ورته وويل : ورځ په خير ، دا جنت دى . - څه ښه جنت ته را رسيد
اجيبه قضاوت
– سره کېدل، له ښکنځلو خبره تېره شوه، لاس او ګريوان شول . د دواړو له خولو او پوزو وينې روانې شوې ، خو لا ساړه شوي نه وو او هماغه شان يې يو پر بل باندې وارونه کول. دريم ګړى ترمنځ شو، په څه خوارۍ يې سره جلا کړل. په قهر يې وويل : سپيان خو نه يي چې په خپلو کې جنګونه کوئ ؟ سپيانو يو بل ته وکتلې ، سرونه يې وښورول شايد ويلي وي چې انسانان هم عجيبه قضاوت کوي!!
کور او ښځه
سړى د اوږد واسکټ په جيبونو کې د پيسو پسې لټه کوي، له يوه جېبه يې د شلو روپو نوټ تاو کړى را ووت، له بله يې د لسو، پنځو او... ټولې کاغذي روپۍ څو څو ځلې تاوې شوې وې او داسې ښکارېدې، چې د ايښودو له ورځې يې بيا نه وي اړولي. د هغه د واسکټ د ښي څنګ لانديني جيب ته د سره رنګ مزى لکه د مار ښکته شوى دى، معلومېږي، چې د ورکېدو له وېرې يې په جيب کې پروت څيز د واسکټ په تڼۍ پورې غوټه کړى دى. هغه ته مخامخ يو بل سپين ږيرى ناست دى، له تورو چايو يې
زرين مار
پاړو ګر يې شغ واوريد او ناڅاپه يې سترګې ور پورته كړې. د باز پر وزرونو د لمر څړيكې لګېدې او لكه غشى د سترګو په رپ كې په سوربخونو وريځو ور ننوت. پاړوګر په ورېځوكې سترګي وګنډلې. ورېځې په ګډا ګډا يوې خوا بلې خوا ازادې روانې وې او د خپلې خوښې شكلونه يې جوړول. د سور بخونو ورېځو لـه غېږې د زاڼو قلقلې راتلې. د پاړو ګر په ږيره لكه باران مړې- مړې اوښكې راوبهېــدې. مـار د پاړوګر اوښكو ته سترګې ورپورته كړې. د پاړو ګر اوښكې د مار په سترګو كې وځلېدې. پاړو ګر وويل: ما پر تا ظلم كړى.
مزدوري
چې دکورکارونه دې ترسر ه کړي اوترټولومهمه داوه چې هغوى ته روزي وګټي،خوجان محمدد خپلوهمزولواوټولګيوالوسيالۍ نيولى واو بيا له ليسې نه هم دويم نمره فارغ شو پلارته يي وويل چې کشرورورخان محمد يې دومره دى چې ستاسره ځمکه کاله کړى شي. بس نونوريې دراگرځولوڅوک نه وو دکانکورله پايلووروسته څر ګنده شوه چې دکابل پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي ته دمحصلينوپه اصطلاح په جګوسترګوبريالى شوى دى زده کړه يې ديوعالم اقتصادي ستونزوسره پيل کړه دکورنۍ يې
مجبور
-ډېرګپي سړى دى. ملك واورېدل.بل ووېل: -زړه يې ځوان دى. ملك خپل ناظرسكندرته،چې خلكوسخوندربالۀ بيامخ ورواړاوۀ،خلك متوجه شول،ملك په ګپ ووېل: -غوږونه دې لكه په خره چې دروازې باركړې. شورشو،خنداګانې شوې،يونيم كس به پكې په ځمكه پرېووت.سكندرځمكې ته كتل، سوراوښتى ؤ، د زړۀ په زور به يې وخندل.يوه كس ورته نغوته وكړه، سكندر ورغى پياله يې ورډكه كړه، چاېنكه تشه شوه، په چاى پسې ووت،په نغري توره چاى ځوښه ايښې وه،خوټېدله،چاېنكې يې ترې ډكې كړې.