قال: ما اعددت لهاالا انی اجب الله ورسوله. 
قال انت مع من احببت. 
قال انس رضی الله تعالی عنه. 
فمارايت المسلمين فرحوابشيئی بعد الاسلام فرحهم بها. 
(رواه الخاری و المسلم) د حديث ترجمه: 
له حضرت انس (رض) څه روايت دی چې په تحقيق سره يو سړی وويل چې: 
ای رسول الله (ص) قيامت کله او څه وخت دی؟ 
آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: ستا له حال نه تعجب کوم څه تياری دی ورته نيولی ده. 
نوموړی سړی وويل: کومه تياری مې پرته لدينه چه پاک خدای (ج) او د هغه پيغمبر (ص) سره مينه لرم نه ده نيولی. 
آنحضرت (ص) وفرمائل: ته د قيامت په ورځ له هغو کسانو سره يې چې مينه ورسره لري. 
حضرت انس (رض) وائي: هيڅکله می مسلمانان وروسته له اسلام نه په بل شی دومره خوشحاله نه وليدلی لکه د دې خبری په اورېدلو سره. 
دغه راز د حضرت ابوهريره رضی الله عنه روايت دی. 
چې فرمائي: حضرت رسول اکرم (ص) فرمايلی دی. 
په تحقيق سره الله تبارک و تعالی د قيامت په ورځ فرمائي: 
(( چېرته دي هغه کسان چې خاص زما د رضا د حاصلولو په خاطر ئې يو له بله سره مينه کوله. 
په خپل عظمت او جلال باندې قسم يادوم چې  نن او په داسې ورځ کې چې زما د رحمت له سيوری کښې ځای ورکوم)). 
  
د پورتنی مبارک حديث د معنی توضيح: 
له هغه ځايه چې ټول اصحاب کرام رضوان الله تعالی عليهم اجمعين د پاک الله (ج) د ديدار مشتاق وو. او څرګنده خبره ده چې په دي دنيا کې د الله (ج) ديدار د چا نصيب کيدای نه شي. نو ځکه نوموړی سړی د قيامت د ورځې په هکله او دا چې دا ورځ به کله راځي له آنحضرت محمد (ص) نه تبوس وکړ - تر څو د خدای (ج) په فضل او کرم سره ئې ديدار نصيب شی. 
عن ابی هريره رضی الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: ان الله تعالی يقول يوم القيامة: 
اين المتحابون؟ بجلالی اليوم اظلهم فی ظلی يوم لاظل الا ظلی. 
((رواه مسلم)) 
د پورتني حديث فوائد: 
١. دنيا په حقيقت کې فانی او د آخرت لپاره پل دی. 
٢. مؤمن انسان په جنت کې د الله (ج) په ديدار باندی راضی او خوشحاله کېږي. 
٣. جنت ته داخليدل په حقيقت کې د پاک خدای (ج) په رضا پورې اړه لري. 
٤. له دوهم حديث نه د مسلمانانو تر منځ د مينې او محبت د درلودلو اهميت په څرګند ډول معلومېږي. په تېره بيا چې دغه مينه او محبت يوازې د الله تعالی (ج) د رضا په خاطر وي. نه د دنيوي مقاصدو او مادي اهدافو د رسېدو په مقصد