پاړو ګر يې شغ واوريد او ناڅاپه يې سترګې ور پورته كړې. د باز پر وزرونو د لمر څړيكې لګېدې او لكه غشى د سترګو په رپ كې په سوربخونو وريځو ور ننوت. پاړوګر په ورېځوكې سترګي وګنډلې.

ورېځې په ګډا ګډا يوې خوا بلې خوا ازادې روانې وې او د خپلې خوښې شكلونه يې جوړول. د سور بخونو ورېځو لـه غېږې د زاڼو قلقلې راتلې. د پاړو ګر په ږيره لكه باران مړې- مړې اوښكې راوبهېــدې. مـار د

پاړوګر اوښكو ته سترګې ورپورته كړې.

د پاړو ګر اوښكې د مار په سترګو كې وځلېدې. پاړو ګر وويل: ما پر تا ظلم كړى. ته مې د اودې او دم په زور رام كړى يې.

ورځه ازاد وګرځه. مار سر نېغ كړ او د پاړو ګر لـه پښو روان شو. پاړوګر غږ پسې وكړ. مار لـه نيمې لار بېرته د پاړو ګر پر خوا راوګرځېده. پاړو ګر ورته وويل:

- ګوره! د ازادۍ پر لمن به داغ نه لګوې. د نورو مارانو خوى به نه كوې. خاورې به خورې؛ خو د مظلوم په وينه كې به زهر نه ورګډوې. هو، دا كولاى شې چې ظالم ته ټك وركړې.

- مار د هو په ډول سر وښوراوه او روان شو. د دښتې پر تودو شګو تېرده چې يو سړى يې ولېده. پر تودوشګو پروت وْ. دواړه لاسونه يې لپه وو. په اّسمان كې يې سترګې ګنډلې وې. په ژړغوني اواز يې ويل: يا خدايه! باران وو روې لـه تندې مرم يا خدايه! مار يوه شيبه ټكنى شــو؛ خـو

بيا نېغ د شګلن بيابان بر سر ته ورسېد.

يوې ونې ته وروخوت او د ونې پر څانګې يې لكه ماشوم ټالۍ ووهلې.

تږى سړى همداسې پرتودو شګو غځيدلى وْ او همداسې يې لاسونه لپه وو. ناڅاپه يې د اّس د نالونو اّواز تر غوږ شو. كه ګوري چې پاچا پر اّس سپور دى او باز يې پر اوږه ناست دى. د پاچا د اّس د خورجين ترڅنګه د اوبو پتك راځوړند دى. تږى سړى موسك شو او لـه تودو شګو راپورته شو. د اّس لـه نالو نو سرې سپرغۍ بادېدې او په ترپ راورسېد. تږى سړى د اّس مخې ته ودرېده په عاجزۍ يي وويل: صيب لـه تندې مړ شوم. پاچا غاښونه وچيچل پر تږي سړي يې شغ شو د قمچينې وار وكړ. قمچينه لكه مار د تږي سړي لـه مرۍ راتاو شوه او څوګامه لرې يې وغورځاوه.

تږي سړي پر خوږ مرۍ لاس كېښود. لـه مرۍ نه يې شنه تغمه راتاو وه. د پاچا پر اوږه باز وزرې ورپولې او شغ شو چې لـه اوږې يې والوت. پاچا په غرور وخندل او د باز د الوت څار يې كاوه. باز د بيابان په هغه سر كې د ونې پر څانګه غوټه وكړه او بيا پاس اّسمان ته پورته شو. پاچا خپل اّس څو ګامه ګړندى روان كړ او خپل باز ته يې سترګي ورپورته كړې. لمر يې سترګې وبرېښولې. د باز لـه پنجو نه مار لكه دسرو زرو اميل راوغورځيده. د پاچا لـه مرۍ تاو شو او شارګ ته يې ټك وركړ.

پاچا لـه اّسه راوغورځيده. اّس په دوو پښو ودرېده او ششنى يې وكړ. تږي سړي د اّس ششنى واورېده او پاچا يې پر ځمكه پروت ولېده. ورو ورو په سينه ور وښوېده. لكه مار په ښوييدلو - ښوييدلو يې ځان ورورساوه.

كه ګوري چې د پاچا سترګې پټې دي. لـه غاړې يې نرۍ وينه لكه د سرو زرو زنځير راتاو ده. تږى سړى راولاړ شواو داّس د خورجين لـه څنګه يې د اوبو ډك پتك راواخيست پر سر يې واړاوه. شكر يې وايست. اّس ته ورپورته شو. باز يې پر اوږه كيناست. اّس ته يي قمچينه ورخلاصه كړه اّس لكه باد ګړندى روان شو. لـه نالونو يې سرې سپرغۍ بادېدلې او دده پښو ييدلې سينې كرښې يې ورانولې