سړى د اوږد واسکټ په جيبونو کې د پيسو پسې لټه کوي، له يوه جېبه يې د شلو روپو نوټ تاو کړى را ووت، له بله يې د لسو، پنځو او...
ټولې کاغذي روپۍ څو څو ځلې تاوې شوې وې او داسې ښکارېدې، چې د ايښودو له ورځې يې بيا نه وي اړولي.
د هغه د واسکټ د ښي څنګ لانديني جيب ته د سره رنګ مزى لکه د مار ښکته شوى دى، معلومېږي، چې د ورکېدو له وېرې يې په جيب کې پروت څيز د واسکټ په تڼۍ پورې غوټه کړى دى.
هغه ته مخامخ يو بل سپين ږيرى ناست دى، له تورو چايو يې پياله ډکه او وړه چاينکه يې مخې ته ايښې ده، لومړني سړي بې له دې چې دې بل ته وګوري، وويل:
کور او ښځه ډېر ښه دي...
سړي خبره وکړه او هماغسې د خپل زاړه واسکټ په جيبونو کې په ګوتو وهلو بوخت شو، هغه د مخامخ سړي د ځواب اورېدو او يا د خپلې خبرې د منل کېدو تمه نه لرله، هغه د واسکټ په جيبونو کې داسې ورک و، لکه کور او ښځه چې ترې د هغه زاړه واسکټ په ډېرو جيبونو کې ورک وي.
کله چې د هغه د خبرې په اړه د چا خوله ونه خوځېده، پوه شو، چې د هغې د خبرې (کور او ښځه ډېر ښه دي...) په مطلب هم څوک نه دي پوهېدلي.
سړي د ساړه اسويلي په کولو سره وويل:
د نصيبونو خبره ده، زما پلار درې ښځې کړې وې، کورنئ او ښه ژوند يې درلود، يوه ورځ يې راته وويل، چې زه بايد واده وکړم، ما مې د پلار خبره داسې وګڼله، لکه نه مې وي اورېدلي...
پلار مې بې له دې چې زه د هغه دلومړۍ خبرې ځواب ورکړم، د واده د کولو لپاره راته دا شرط وړاندې کړ:
ته بايد چا سره د رشتې کولو نه وړاندې له قمار او نورو بدو چارو توبه وباسې، قمار، شراب او ستا نوره بدکاري، ستا په څېر د ډېرو ځوانانو د بې کورئ او کور ورانئ سببونه دي...
پلار مې زما خبرې ته د غوږ ايښودو پرته خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
اوس به زما د نوم، شتو او سپينو ويښتو په خاطر څوک ستا بدکارئ ته ونه ګوري، يو پلار به خپله لور ستا په نوم کړي، ستا کور به ودان شي؛ خو ولې هغه کور ودان شي، چې له وړاندې يې د ورانئ وېره موجوده وي؟؟
زما پلار زما اوږدې چوپتيا په خپله لومړنۍ خبره پښېمانه کړ، راتېر شو، شاته مې ودرېد، په لاسونو يې زما اوږې زور کړې:
ته قمار باز يې!! ... شراب خور يې!! تاسره څوک د خپلې خور او لور ژوند نه بربادوي...
ما د هغې نورې خبرې وانه ورېدې، چغې مې کړې:
هو زه قمار باز يم، زه هېڅ نه غواړم خپله لاره بدله او خپل عملونه پرېږدم، زه واده نه غواړم، زه ښځه او کور نه غواړم...
په هغه ورځ زه همداسې په چغو د پلار له کوره روان شوم، مور مې دېوال ته ولاړه وه، هېڅ احساس راسره پيدا نه شو، چې يو ځل مې د وروستي ځل لپاره د هغې لاسونه ښکل کړي واى.
زه چې هماغه ورځ بې کوره شوم د شلو کلونو په عمر ځوان وم، اوس د ٧٠ کلونو يم، لا هم بې کوره يم، مګر دې عمر کې مې د کور او کورنئ ارمان بيا بيا وژني.
سړى چې اوږده شېبه د پښېمانۍ په خولو کې ډوب و، خپله خبره يې تکرار کړه:
هو!! کور او ښځه ډېر ښه دي.
او بيا لکه لېونى په خبرو سر شو:
کور... دا د خټو ګټو ټيټ او جګ دېوالونه چې هره خوا ليدل کېږي، کورونه دي، ښځې د دې تياره کورونو ډېوې دي، کور په ښځه کور دى، بې ښځو کورونه هدېرې دي.
هغه هماغسې د واسکټ په جيبونو کې ګوتې وهلې، د هغه ذهن د هغې د بدن په څير کمزورى و، په يوه شي پسې به يې لس وارې جيبونه لټول او اخر به ترې هېر شول، چې دى په څه شي پسې ګرځي؟
هغه سړي د عمر په داسې پړاو کې په خپل يو وژل شوي ارمان پسې ژړا کوله، چې اوس لکه د هغه ځواني، هېڅ راستنېدونکى نه و.
هغه په خپل لاس خپل ارمان وژلى او د جوارګرو د څو ورځو په ملګرتيا کې يې د ژوند د اوږدې لارې د ملګرې لرل د خپلو بدعمليو پېغور ګڼلى و، ځکه خو ورسره نن د خپل ځان سيورى په لاره نه ځي، ترې وېرېږي، چې د خپل ارمان په څېر به يې ووژني.
اوس چې ټولو بدکاره ملګرو او خپلې ځوانئ هغه په بوډاتوب کې يوازې پرېيښى دى، د خپلو ارمانونو هغه زوړ قاتل په خپلو بدعمليو پښېمانه دى، خو څه په هغې پښېمانئ چې د وژل شوو ارمانونو مړي نه شي راژوندي کولاى.
پاى