– سره کېدل، له ښکنځلو خبره تېره شوه، لاس او ګريوان شول .

د دواړو له خولو او پوزو وينې روانې شوې ، خو لا ساړه شوي نه وو او هماغه شان يې يو پر بل باندې وارونه کول.

 

دريم ګړى ترمنځ شو، په څه خوارۍ يې سره جلا کړل.

په قهر يې وويل : سپيان خو نه يي چې په خپلو کې جنګونه کوئ ؟

سپيانو يو بل ته وکتلې ، سرونه يې وښورول شايد ويلي وي چې انسانان هم عجيبه قضاوت کوي!!