سړى ونه پوهيده چې نوره يې فاني دنيا ترك كړې ده ، همداسې د خپلو دوو حيواناتو سره مخته روان و .
لاره اوږده وه ، تپه هم لوړه وه ، لمر تيز و ، له دوى څخه خولې روانې وې او سختې تندې اخيستي وو . د لارې د تاويدو سره يې يوه لويه مرمرينه دروازه وليدله چې يوې طلايي سوپې ته تللې وه چې په منځ كې يې د زلالو اوبو وياله بهيدله . روان مسافر ، د دروازې ساتونكي ته وويل : ورځ دې نيكمرغه ، دا كوم ځاى دى چې دومره ښكلى دى ؟
ساتونكي ورته وويل : ورځ په خير ، دا جنت دى .
- څه ښه جنت ته را رسيدلي يو ! سختې تندې اخيستي يو كه لږ اوبه وڅښو ؟
د دروازې ساتونكي ورته وويل :ورشه څومره چې دې زړه وي ، ويې څيښه !
راغلي سړي ورته وويل : سپى او اس مې هم تږي دي .
ساتونكي وويل : بخښنه غواړم ، جنت ته د حيواناتو ننوتل منعه دي .
مسافر سخت نا هيلى شو ، ځكه سخت تږى و خو په يوازې سر يې اوبه څيښل نه غوښتل نو له ساتونكي يې مننه وكړه او خپله لار يې ونيوله . له دې اوږدې تپې څخه تر تيريدلو وروسته ، پټيو ته ورسيدل ، دې پټيو ته يوه خامه لار تللې وه چې دواړو خواوو ته يې ګڼې ونې ولاړې وې او يوه د لرغونې زمانې دروازه ور خلاصيده . يو سړى له ونې لاندې غزيدلى و چې په څادر كې يې ځان پيچلى و ، داسې ښكاريده چې ويده وي .
مسافر ورته وويل ،ورځ په خير !
سړي مخ لوڅ كړ او د سر په اشارې سره يې ځواب ور كړ
- سخت تږي يو ، زه ، اس او سپى مې
سړي يوې خواته اشاره وكړه ، ورته ويې ويل : هلته د شګو په منځ كې چينه ده ، ورشئ چې څومره څښلى شئ ، ويې څښئ !
مسافر د سپي او اس سره يو ځاى چينې ته ورغى او دريو واړو سپنې زلالې اوبه ښه ډيرې وڅيښلې .
مسافر له دې غزيدلي سړي مننه وكړه : سړي يې په ځواب كې وويل : هر وخت چې مو زړه وشو ، بيا هم راتللى شئ .
مسافر پوښتنه وكړه : غواړم وپوهيږم چې د دې ځاى نوم څه دى ؟
- جنت
- جنت ؟ خو د مرمرينې دروازې پيره دار هم ويل چې هغه جنت دى !
- هغه جنت نه دى ، دوزخ دى .
مسافر حيران شو ، ورته ويې ويل: بايد د دې مخه ونيسئ چې خلك ستاسو له نامه څخه سوء استفاده ونه كړي ، دا خبرې خو د خلكو څخه لارې ور كوي .
تر ونې لاندې سړي ورته وويل :داسې بيخي نه ده ، ور سره لا پر موږ مهرباني كوي ، ځكه هغه خلك چې غواړي خپل نژدې ملګري پريږدي ، هماغلته پاته كيږي .