دوه میاشتې مخکې لیدلي وو. بس ته وخته نیم ساعت وروسته ټارګټ مال ته ورسېده. د مال په دوکانونو کې پوره دوه نیم ساعته وګرځېده؛ خو اخر یې پتلون پیدا کړ. ښکلی ډیزاین یې و. داسې چسپ چې په پایڅو کې یې د پښو د ننه ایستلو لپاره مجبوره شوه کونه پر ځمکه ولګوي او غبرګ لاسونه ورته تمبه کړي. هماغسې چې مګي ورته ویلي وو، د ورانه او د پوندو په حصه کې شپږ اووه اینچه ځای یې ریښکي ریښکي. چې وایې غوسته، د سپینو ورنونو غوښې یې د ریښکو تارونو له منځه بهر خوا ته راووتې او د ریښکو ترمنځ چاودونه یې لا زیات کړل. جمپر یې راوایست او د هیندارې مخې ته ودرېده. چنګه ملا او راوتلي ورنونو ته یې وکتل، بیا چپ لاس ته لږه تاوه شوه، د اوږې له سره یې هیندارې ته وکتل. د پتلانه په شاتنیو جیبونو یې لاس تېر کړ. څېره یې وغوړېده. پتلون یې بېرته وکیښ، خپل هغه یې واغوست.
ماښام ایسلي خپل نوی پتلون واغوست او د بار په خوا روانه شوه. دا یې دویم ځل و چې فاکس هډ ته ورتله. اول ځل چې ورغلې وه، دوې میاشتې مخکې و، د اګسټ پنځمه. هغه شپه د مګي کالیزه وه. ملګرو سره ویلي وو چې ټول به په فاکس هډ کې راټولېږو او بیا به په ګډه سره د مګي کور ته ځو. په هغه شپه ټولو ملګرو، نجونو او هلکانو چا بیر چا ویسکي او چا ودکا وڅښل؛ خو ایلسي یوازې یو ګېلاس پیپسي واخیسته.
ایلسي د سترګو له مخې اوږدې خرمایي توني ډوله زلفې د ښي لاس په ګوتو لرې کړې. سپین شفاف پوستکی یې د څراغ رڼا ته وځلېده، د پیپسي ګېلاس یې د دواړو لاسونو په نریو ګوتو ټینګ کړ. لوسي ته یې وکتل چې د کم سوري نسواري مېز په بله خوا کې مخامخ ورته ناسته وه، ویې ویل: پوهېږې، دا مې اول ځل دی چې دلته راځم.
- څه؟ اول ځل؟
ایلسي د هو په بڼه سر وخوځاوه.
- دا څه وايې؟ دومره مشهور بار ته لا نه وې راغلې؟ پوهېږې، دا د ایوا خورا لرغونی بار دی. څو کلنه یې؟
- درویشت.
لوسي سترګې تنګې کړې، ایلسي ته یې په ځیر وکتل، ویې ویل: رښتیا وايې؟ ودرېږه، ودرېږه. هلک انډیوال لرې؟
- اممههه، نه یې لرم.
لوسي د ویسکي له خپل درېم پیکه یو کوچنی غوړپ تېر کړ، په خندا شوه، ویې ویل: اوس پوه شوم چې ولې نه یې راغلې.
څنګ ته ناست زلمي پورې یې ځان ونښلاوه او هغه یې تر اوږې لاس چاپېر کړ، په خوا پورې یې ټینګ کړ. لوسي وویل: زه او جیم هره شبنه راځو. څنګه ګرانه؟
هلک په موسکه خوله وویل: بالـلــــلکل.
دواړو یو بل ته سره وکتل، پیکونه یې سره وجنګول، چېرس یې وویل،موسک شول او د موزیک تال ته یې اوږې وښورولې. د ایلسي نرۍ ګلابي شونډې موسکې شوې، تک سپین مرمرین، د تسبیح د دانو په شان منظم غاښونه یې ښکاره شول؛ خو بې له دې چې د خوشحالۍ احساس وکړي. دا یې زده کړي وو چې باید د نورو د احساساتو بدرګه وکړي، ان که په درواغو هم وي.
چا د دروازې له خولې نارې کړې، ملګرو ځو به.
ټول د وره خوا ته وخوځېدل. له باره چې ووتل، مخامخ دوکان ته ورغلل. چا د سره چا د سپین واین بوټلونه واخیستل، ځینو د بیر د شپږو بوټلونو بسته په لاس کې بېرته راووتل. ایلسي او لوسي څو پاکټه چپس واخیستل. ډېرو نجونو د خپلو مینانو په لاسونو کې لاسونه تېر کړي، ورسره جوړه جوړه روانې وې؛ خو ایلسي له درې څلورو نورو بې جوړو سره لاره وهله. دوی په عادي مسایلو سره خبرې کولې خو جوړې والاوو د مینې سندرې بللې. څلور بلاکه شرق او بیا پنځه جنوب خوا ته، د مګي تر کوره په لسو دقیقو کې ورسېدل.
د موزیک غږ له ورایه اورېدل کېده. چې ورننوتل، څلور پنځه ملګري لا وختي هلته وو. ټول پخلنځي ته لاړل، خپل راوړي بوټلونه او د خوراک پاکټونه یې د غولي په منځ کې پر ګردي مېز کېښودل. چا څراغونه مړه کړل. موزیک بند شو، خاموشي راغله.
واو، هوووو
ټولو شور جوړ کړ.
پخلنځي ته مخامخ کوټه کې وړکۍ رڼا پیدا شوه، چا ډېوه بله کړه. د مېز پر سر د کالیزې کیک د شمعې په رڼا کې وځلېد. د یوه سړي او یوې ښځې څلوېښت پنځوس کلنو غږونو «مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه» په ترنم کې وویل. ورپسې ټولو په لوړ غږ ورغبرګه کړه: «مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه، مبارک دې کلیزه ګرانې ...»
مګي ډېوه په پوکي باندې مړه کړه، ټولو چکې چکې وکړې، هووووو، نارې یې وکړې.
څراغ بل شو. د مګي مور و پلار مګي په غېږ کې ونیوه، مېملنو ته یې ښه راغلاست وویل. بیا یې وویل: «خوند واخلئ، ساعت مو تېر کئ، ښه وخت، موږ درنه لاړو» دواړه لاس په لاس د دویم پوړ خوا ته روان شول.
پیکونه سره وجنګېدل، موزیک چالان شو. نڅاوې، شور، ولولې. چا جوړه یي نڅا کوله، څوک په یوازې سر لګیا وو. ایلسي دېواله ته ډډه لګولې ولاړه وه او له وړکۍ کڅوړې یې په کراره یو یو دانه کاغذي چپس راایسته او تر غاښونو لاندې یې کرپول. لکه په مجلس کې چې نه وي، له ټولو لرې، له ټولو بېله.
خو دا ځل ایلسي یوازې نه وه. فاکس هډ ته له ټام سره جوړه لاس په لاس ورننوته. له دروازې سره ودرېدل چې د کېناستو ځای پیدا کړي. د بار له کښته سره، د بلیارډ د مېز له څنګه چا غږ وروکړ: واو، دا څوک وینم. راځئ راځئ، دلته له موږ سره کېنئ.
لوسي وه. هغې او جیم د هرکلي لپاره دوی ته لاسونه وښورول. دوی هم هماغسې وکړل او د هغوی مېز ته ورغلل. په مخامخ چوکۍ کې ایلسي بر سر ته تېره شوه، ټام خپل جمپر وکیښ، پر چوکۍ یې کېښود، ایلسي ته یې وکتل: څه شی درته راوړم؟
- بیر.
هلک لوسي او جېم ته مخ واړاوه: او تاسو ته؟
هغوی خپل پیکونه ورښکاره کړل: مننه، موږ یې لرو.
هغه د بار د مېز خوا ته ورغی.
لوسي وویل: ای ځوانیمرګې، ښه انتخاب.
- البته.
درېواړو وخندل.
د بلیارډ د مېز څنګ ته یوه سپینه ښځه چسپ برجست پر تن، لنډه لمن او ارت ګرېوانه بلوز یې پر تن د سندرې ساز ته تاوېدله. مخ یې ښوی د دېرش کلنې؛ خو د لاسونو او د اوږې له نریو ګونځو او نسواري رنګه خاپونو یې ښکارېده چې په عمر پخه ده. په خېټې پورې یې تر بلوز لاندې پېړ کمربند تړلی و چې وړکۍ ښکاره شي؛ خو لکه اوړه چې تروشه شي او د تال له څنډو بهر ته وبهېږي، د دې خېټه هماغسې ځان ښکاروله.
ټام دوه اوږده ګېلاسونه په لاسونو کې راغی. یو ګېلاس یې د ایلسي مخې ته کېښود، ویې ویل: چپس درته راواخلم.
- نه، مننه.
بیا یې غږ ټیټ کړ: غواړې چې د دې مېرمنې په شان خېټه وکړم.
ټولو وخندل؛ خو چا ښځې ته ونه کتل.
د بیر ګېلاسونه نیمايي ته رسېدلي وو چې یوه نرۍ چابکه پېغله، چسپ پتلون او کمیس پر تن د موزیک د انتخابولو الماري ډوله ماشین خوا ته ورغله. دوو هلکانو چې په بلیارډ اخته وو، ورته لاره ورکړه. هغې د مایکل جکسن سندره چالانه کړه او سم لاسي ورسره ګډه شوه. د خلکو غږونه وار په وار سره تت شول، ټول غلي شول، د ګردو مخونه پېغلې ته واوښتل چې بریک ډانس یې شروع کړی و. په بلیارډ اخته هلکانو، د بلیارډ لکړې کېښودې، څنګ ته ودرېدل او د نورو په شان یې د نجلۍ په کږو وږو ظریفو حرکتونو سترګې ښخې کړې. ټولو د هغې ننداره کوله؛ خو یوازې هماغه پخه ښځه لا هم بې سوره او بې تاله تاوېده راتاوېده.
سندره د ایلسي او ټام له ګېلاسونو سره یو ځای خلاصه شوه. ټولو چکې چکې وکړې او ټام تش ګېلاسونه د بار مېز ته یوړل، له هغې خوا یې ډک راوړل. هغه او ایلسي یو د بل غاړې ته لاسونه واچول. د یو بل په غوږ کې یې مینې زمزې شروع کړې. ته وا په دنیا کې نور هېڅ څوک او هېڅ شی نشته، بس دوی او دوی دي. مخامخ ورته لوسي او جېم هم سره لګیا وو.
د بیر دویم ګېلاسونه هم خالي شول. نرم موزیک د دوی غوږونه نازول. ټام ولاړ شو، د ایلسي لاس یې ونیو. میده میده ساز ته ګډ شول. تېره شنبه یې په بارن ډانس محفل کې ولسي نڅا زده کړې وه. د دې جوړه یې او ګروپي نڅا ځینې چلونه یې لا په یاد کې وو. مخامخ سره ودرېږي، لاسونه سره ورکړي، لاسونه له څنګلو قات کړي او یو ګام مخته راشي، مخونه سره نژدې کړي، بېرته نیم ګام شاته شي، هلک به ښی لاس د نجلۍ ملا ته تېروي، نجلۍ به چپ لاس د هلک پر اوږه ږدي. په بل لاس د هلک لاس ونیسي او بیا د ساز په تال په مدار مدار لکه بېړۍ متناوبې څپې ته چپ او ښي طرف ته وځمبېږي. بیا هلک په ښي لاس د نجلۍ د چپ لاس د ګوتو سرونه ونیسي او هغه یې تر لاس لاندې وڅرخېږي. پنځه شپږ دقیقې سره ونڅېدل، سندره خلاصه شوه، ټولو ورته چکې چکې وکړې او دوی په شونډو سره ښکل کړل. دوړاه د بار خوا ته ورغلل. ایلسي نارې کړې: ټام، دې ته وګوره. د ګیدړې سر.
ټام د بار په دېوالي الماریو کې د رنګارنګ بوټلونو نه پاس د ګیدړې سر وکتل. ویې ویل: دا دې لا نه و لیدلی؟
- نه. مخکې یو وار راغلې ومه؛ خو دې ته مې پام نه و شوی.
- نو دې ته دې فکر نه و کړی چې ولې دغه بار «فاکس هډ» نومېږي.
- نه، ما ویل هسې به یو نوم وي. څومره ښکلی دی، وګوره سترګې یې داسې ځلېږي لکه ژوندۍ چې وي.
ټام د بیر دوه نور ګېلاسونه واخیستل. ویې ویل: زه به دباندې ووځم، سګرټ څکوم.
- زه هم درسره ځم.
ټام دروازه خلاصه ونیوه، ایلسي تېره شوه او بیا ټام ووت. د مني باد پر پیاده رو پراته زېړې سرې پاڼې وښورولې. باد یخ و؛ خو پر ایلسي ښه ولګېده. بدن یې تود و. یخ باد د پتلانه له ریښکو تارونو څخه تېرېده او د هغې په ورنونو لګېده. پوندې او ورنونو یې خوندوره یخنۍ احساس کړه. یوه پښه یې مخته کېښوده، بله شا ته. سترګې یې د پتلانه په ریښکو تارونو ښخې شوې.
ټام هماغه ځای ته لاس وروړ چې د دې سترګې ورپورې ګنډلې وې. پتونه یې په تاوده لاس لمس کړل، ویې ویل: ښکلی دی، ستا په شان.
ټام سګرټ ولګاوه. یوه دروند غږ وویل: یوه دانه به ما ته هم راکې؟
دواړو د غږ په لوري مخ واړاوه، یو بوډا له جړ پړ اوږدو څڼو او سپینې ږېرې سره د بار د وره په څنګ کې پر زینو باندې ناست و.
ټام ورته سګرټ ونیو. یو تور خیرن ګونځې ګونځې لاس، له شکېدلي لستوڼي سره وروغځېد. په لړزاندو ګوتو یې سګرټ واخیست. ویې ویل: لایټر خو دې راکه.
ټام ورنژدې شو، لایټر یې ورته بل کړ. ایلسي هم ورنژدې شوه. د بوډا له تنه تروش بوی رالټېده خو د سګرټو له لوګي سره بوی تت شو. ایلسي یو ګام شاته شوه. تر سترګو لاندې یې بوډا ته په ځیر وکتل، بوټونه یې شکېدلي وو. د پتلانه پایڅې یې شلېدلې وې. زنګنونه یې د کاوبای پتلانه له شکېدلو خیرنو پایڅو راوتلي وو.
ټام او بوډا سګرټ څکول او ایلسي ژر ژر ګېلاس ته سر ټیټاوه چې په دې پلمه تر سترګو لاندې بوډا ته وګوري. د بوډا سګرټ ژر خلاص شو. هغه راولاړ شو. په رېږدېدلو ګامونو له زینو کښته شو د بار د وره خوا ته وروګرځېد. پتلون یې په ورانه کې څو ځایه سوري او ریښکي ریښکي وو. بوډا ځمبېدلی د بار ور پرانیست او د ننه لاړ. د ایلسي سترګې د خپل پتلانه ریښکي ریښکي تارونو پورې ښخې شوې.