چې دکورکارونه دې ترسر ه کړي اوترټولومهمه داوه چې هغوى ته روزي وګټي،خوجان محمدد خپلوهمزولواوټولګيوالوسيالۍ نيولى واو بيا له ليسې نه هم دويم نمره فارغ شو پلارته يي وويل چې کشرورورخان محمد يې دومره دى چې ستاسره ځمکه کاله کړى شي.

     بس نونوريې دراگرځولوڅوک نه وو دکانکورله پايلووروسته څر ګنده شوه چې دکابل پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي ته دمحصلينوپه اصطلاح په جګوسترګوبريالى شوى دى


زده کړه يې ديوعالم اقتصادي ستونزوسره پيل کړه دکورنۍ يې دومره توان نه و چې ده ته هغسې دلګښت پيسې ورکړي چې ديوه محصل لپاره لازمې وي ، هغه مجبور و چې دجمعې په ورځ  څلورلارې ته ووځي اودمزدورۍ لپاره له چاسر ه لاړشي.

     دانجينرۍ پوهنځي ديوه محصل لپاره داهم ډېره بده وي چې کمپيوټر ونه لري خوجان محمدپه څلورم ټولګي ګې همکمپيوټرنه درلود اودملګروله کمپيوټر نه يې استفاده کوله ، داهرڅه له مجبوريتونوسره يوځاى تېرېدل دپنځم ټولګي په لومړي سمسټرکې چې ټولې پايلې اعلان شوې ؛ نوانجينرجان محمدپه کې لومړۍ اووړانګه په کې دويم نمره  شوې وه ، وړانګې به ښايي پيسې او واسطې اوياهم ښايست درې واړه ددغه نمرې دکارولولپاره کارولي وي خو دجان محمدپه باب داسې کومې خبرې کول ګڼاه وه هغه هرڅه په خپل لياقت ترلاسه کړي وو خوله وړانګې به دې چې دهغه په اړه وپوښتل نوپه ټوکه به يې زياته کړه 


    د دهقان زوى او انجينري له خداى مې جارکړې يوه پيسه يې په جيب کې نشته اوبيا اول نمره ګي کوي ، په اوسنۍ زمانه کې يوازې عقل اولياقت هم په دردنه خوري خونورو ټولګيوالو او ياهم دوړانګې ملګروچې دجان محمدلياقت ورته معلوم و؛ ډېرځله دهغه په غربت يې پټې اوښکې تويولې 
                                   ٭٭٭٭٭   
   دپنجشنبې ورځ وه دجانان محمدپام شو ، پيسې ورسر ه خلاصې شوې اودنوو چېپټرونو لپاره يوه افغانۍ هم نه لري ، کله چې دجمعې ورځ شوه سهاروختي بيا دنوروجمعوپه څېر دښار هغه څلور لارې ته چې مزدوران به پرې درېدل په خپل  پټو کې نغښتى روان شو .

     په څلورلارې کې ګڼ مزدوران ولاړ و ، هرچا دهغه کس په خواکتل چې دکوم مالدارګمان پرې کېده،گڼه ګوڼه دومرهزياته وه چې د ودرېدو ځاى هم نه په کې کېده چې په لومړي سرکې ډېرو مزدورانو دانجينرجان محمدپه خواکتل فکر يې کاوه چې کوم مزدوريې په کاردى خوکله چې هغه په خپله ددوى په مخکې ودرېده ټولوسترګې ترې واړولې ، يوه  ولاړ سپين ږيري مزدو خپل ملګري ته خوله جينګه کړه او بيايې په سترګوکې جان محمدته اشاره وکړه 
  دى هم مزدوري کوي …کواره يې دمزدورنه ده لکه چې غلو وهلى ! 
   حيران ولاړوو ، په موټرونوکې خلک راتلل اومزدوران يې له ځان سر ه بېول خو لس بجې به کېدې چې جان محمد لاهمغسې ولاړ و ، يوه او بله پښه يې تکيه کوله نوريې زړه تنګ شو څوقدمه وړاندې لاړ دسړک غاړې ته ودرېد ، څودقيقې نه وې تېرې چې يوه توره کورلا ودرېده ، يوکس چې لوړه تنه اوغټ وجوديې و؛ ورنه راکوزشو پلنه اوږده سپينه ږيره يې وه شمله يې شاته اچولې وه او له رنګه يې معلومېده چې ښه ارام ژوندلري ، په جان محمديې غږکړ 
- الکه مزدوري کوې ؟ 
جان محمدوروړاندې شو 
- هونوڅه دسيل لپاره ولاړ يم 
    نورنوبې له دې چې څه ورته ووايي په اشاره يې په موټرکې شاته سپورشو ، په لارو يې ورته وويل چې دکوردبرنډې ډکول غواړي ديو ې ورځې  اسانه کار دى 
دجان محمد زړه ډاډه شو چې دومره سخت کارنه دى 
  سړي په تيلېفون کې يې له چاسره خبرې کولې اولس شل دقيقې وروسته يې موټردپاخه سړک په سريو ه ښکلي کانکرېټي کورمخ ته ودرېده ، دموټر له هارنډ سره دروازه خلاصه شوه په انگړکې له څو برنډو اوسمنټي برنډو او شنوو سپنيزو پنجرونه تېرشول،  درنګارنګ ګلونوښکلې وږمه خوره وه ، جان محمد دکوټو نقشو ته حيران حيران کتل زړه يې ټينګ  نه شو ، هغه کس ته يې مخ ور واړوه
صيب دانقشه دې له کومه کړې ؟ 
سړى لږ غوسه شو ورته ويې کتل 
  وروره څه دانجينر غوندې پوښتنې کوې خپل کارکوه موږ دومره وخت نه لرو 
جان محمديوڅه مايوسه شو 
هسې ما ويل په ډېرکم مصرف اوکمه ځمکه کې جوړه شوې 
دسړي شونډې وغوړېدې 
دامې لورجانې اچولې اودهغې اېجاد دى 
وړاندې يوه بله دروازه وه له دروازې نه وړاند ې ننوتل ددريوڅلوروکوټومخکې بياهم همغسې پنجرې لګېدلې وې اوډول ډول ګلونودسهارهواښکلې کړې وه ، دبرنډې په يوه برخه پنجرې لګېدلې وې اويوه برخه يې ژورې کندې ته ورته وه 
سړي جان محمدته وکتل 


   ځوانه ! له هاغه خاورو او شګو دبرنډې دغه ژورځاى  په لاسي کراچۍ ډک کړه او دغه … 
لاخبره يې نه وه خلاصه کړې چې زنګ ورته راغى يوه ښځينه نرم غږ وويل 
پلارجانه دموټرکيلي راکړه مورجانه وايي آرايشګاه ته ځو


سړي وخندل اوځواب يې ورکړ 
ښه لورجانې دمېلمستون انگړته راشه 


  جان محمددکارجامې اغوستې وې چې دمېلمستون دروازه خلاصه شوه ، يوه نجلۍ چې سالو يې په اوږوکې پروت و ؛ راننوته سړي پرې غږکړ 
   وړانګې لورې په دغه مزدور پسې تللى وم ماويل دابرنډه بده ښکاري 
    دوړانګې دنوم په اورېدودجان محمد زړ ه ټکان وکړ ، چې راويي کتل د دواړوخولې وازې پاتې شوې خوجان محمد زر ښکته وکتل .

    وړانګه يې پلارته ورنږدې شوه 
پلارجانه داخوهماغه دى ، زموږ اول نومره