ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتيا ووايم د زړه درزا مې له يوې شېبې نه بلی ته زياتيږي. له ټولو نه زيات په دې فکر کې يم چې ژر تر ژره د هغې له لعنتي شره خلاص شم. کرۍ شپه مې دهغې درد له خوبه باسي. ښه سم په درانه خوب بېده يم چې نا ببره مې سپينې وتښتي.لکه څوک چې مې په امبور غوښې شکوي اوله خوبه مې راويښ کړي. نوردغه لعنتي درد ترپوزې راوستې يم. نور مې د زغم او حوصېلې توان له لاسه ورکړې. بس همدغو انديښنو په منډه کړی يم چې څرنګه يې له شره ځان وژغورم.دهغه لعنتي ګولۍ له شره چې نولس کاله وړاندی مې دتن نابللې مېلمنه شوه. ديارلس سوه دوه شپيتم کال و. ښه مې په ياد دي، د جمعی شپه وه. ښه په مزه مې د تلويزون خپرونې وليدې.

غوښتل مې چې دکور انګړ ته ووځم، لږې اوبه وڅښم او د بېدېدو بندوبس وکړم. کله چې انګړ ته شوم او د برېښنا روښنايې راباندی ولګېده، نودګوليو آواز مې تر غوږو شو او ورسره جوخت مې په ښي پښه کې يو سوځوونکې درد احساس کړ. خو چوپه خوله پاتی شوم او چاته مې څه ونه ويل. ژر بېرته خونې ته ستون شوم څو د بلې حملې ښکار نه شم.

او ومې پتېله چې تر ګهيځه د رامنځ ته شوې پېښې په اړوند د زړه راز له چا سره شريک نه کړم. ځکه شپه نيمې ته رسېدلې وه او سهار کېدوته څوساعته پاتی وو. دبېدېدو په وخت کې د کورنۍ د يوه تن غړي سترګې زما په جامو ونښتې چې په وينو سرې دي. بی واره يې تپوسونه پيل کړل. بيا اوبه له ورخه تېری شوې وې! خبره رسوا شوې وه. خو دوئ په دې فکر کې وو چې مونږ خو د چا مړه پيشو هم نه ده آزار کړې! نو چا به دا کار کړی وي. په هر صورت دا وخت زمونږ کور غره ته څېرمه په لږ لری واټن کې پروت و.

د کورنۍ غړي ډول، ډول اندېښنو راخيستي وو. چا به يو څه ويل او څا بل څه. ټول دې نتيجې ته ورسېدل چې دا د هغه چا کار دی چې په وينو بهولو کې يې سترګۍ شوي او بې له دې ژوند ورته بې مزې ښکاري. عجيبه وخت را غلی و. ډېرو کوښښ کاوه چې وسله دې ولري.

اوس خوپنځه ډزي او لس ډزي چا نه خوښول. زياتره دماشينګڼوپه فکر کې وو. اوس خو آن تنکيو ځوانانو دقلم او کتاب په ځای ماشينګڼی او راکټونه خوښول. اوس خو له ځوانانو سره خبری کول او دستونزو په وخت کې دلايل ويل هم ستونزمن کار و. ځينو خو په پوزه مچ هم نه پرېښودو! يو نيم به د واره غږ کړ چې خوله دې ګنډې که نه دماشين بخښۍ در باندی وکړم! داسی وخت راغلی و چې هر څه بدلېدل. زمانه بدلېده. دودونه بدلېدل . پخوا به په ودونو او خاصو ورځو کې نخښې کېښوستل کېدې او بيا به د خوښۍ په دود وسلې استمعالېدې او نخښی به ويشتل کېدې. خو اوس دې کار ته څوک دومره زړه نه ښه کوي.

اوس په وړې خبره سړی په نخښه کيږي اود کړس، کړس خنداو په بدرګې ويشتل کيږي. نه يواځې دورځې سړی په نخښه کيږي بلکه دشپې له خوا هم په نخښه کيږي. که دښمني وي او که نه، خو د داسی نخښو ويشتل د ځينو د زړونو د تسکين سبب ګرځي.

عجيبه دور راغلې. هيڅ درک نه لګيږي چې وسلې له کومه راځي. خودلته اوس بازار پوره ګرم دی. هر ډول وسله چې غواړې پيداکيږي. دهر توليد کوونکي ملک وسله پيداکيږي. اوس ځينی خلک د وسلو ګودامونه لري. دځينو خبرې تر سټنګرو رسېدلي. دوسلو نړيوال توليد کوونکي هم خوشاله برېښي. اخير ښه کاروبار يې جوړ دی. ښه بازار يې ګرم دی. اوس دپخوا په څېر جمعه بازار ته ځينی زړه نه ښه کوي، هغه هم د خوراکي توکو. اوس هره ورځ بازار دی او دغه بازار وسله بازار دی. زه لا همداسی د وسلو په دې بازار کې اخوا ، دېخوا

کېدم چې د سهار روښنايې ولګېده او د روغتون په خوا روان شوم څو دګولۍ دويستلو بندوبس وکړم. ځکه دشپې روغتون ته تګ نا شونې و. په نيمه شپه له کوره وتل ځانته پخپله قبر کيندل و!

نه پوهيږم ولی د روغتون ډاکټرانو د هغې له ويستلو ډډه وکړه. خو زما په ګومان په هغو کلونو کې هره ورځ د زخميانو شمېر دومره زيات و چې ډاکټران يې دسر ګرولو ته نه پريښودل. لکه د يوه کلي چې له بل سره جګړه وي، لکه د يوه ښار چې له بل سره جګړه وي. لکه قومونه چې په خپلو منځوکې نښتي وي. لکه ملکونه چې نښتي وي. هره شېبه او هره ګړۍ مړي او ټپيان او هغه هم تنکي ځوانان. هغه ځوانان چې د ژوند، زده کړې او خدمت حق لرې. اخير ولی تورې بلا مو لاس څټلې او يو له بله سره مو تربګنۍ ته ليستوڼي بډوهلي؟ هره ورځ د اور لمن پراخيږي اوتنکي ځوانان، تورسرې او ماشومان خاورو ته سپارو. اوس هر کلي ځان ته هديرې جوړې کړي. هره ورځ تورسرې په هديرو کې په ژړاوو سردي. څوک مخ وهي او څوک ويښتان شکوي. ډېرو د کوژدو او ودونو د جامو پر ځای په وينو سرې جامې واغوستې. هيڅ يو مشراو سپين ږيرې په دې فکر کې نه و او دی چې څرنګه دې بدمرغيو ته د پای ټکی کيږدي. ځکه دا کار اوس يو څه ستونزمن شوی و. دلته اوس لوبه د بهرملکي لاسونوپه قبضه کې وه . او دا ډرامه لا روانه وه. يواځی په دې فکرکېده چې څرنګه يو پر بل برتري تر لاسه کړي.که به دې کومه ورځ د ځوانيمرګو د هديرې په شنو او سرو جنډو ځغلند نظر وکړ او څو اونۍ وروسته به بيا په هديره ورپېښ شوې نو دغو سرو او شنو جنډو به ښاېسته غوټه خاوره تر خپلې ولقې لاندې راوستې وه. لکه تازه مرچلونه چې فتحه شوي، اوس پوره آرامه، آرامی ښکاري او ځوانان لکه له درنې جګړې وروسته چې په درانه خوب بېده شوی وي .

د دغه ويرجن حالت له مخه به که کوم ځوان ، سپين ږيری او يا هم تورسرې له دې دونيا سترګې پټولې، نو د چم ګاونډ به ګڼ شمير اوسيدونکي، خپل او خپلوان او آن په ګاونډيو کليو کې خبر شوي ولسونه هديرې ته راتلل. مولوي صيب به هم ښايسته غوټه شېبه په واعظ او نصيحت تېروله او خلک به يې په ښو او بدو پوهول. خلکو به هم د مولوي صيب خبرې د زړه په غوږونو آورېدې. توبې به يې ويستې او د ګناهونو د بخشش غوښتنه به يې کوله. خو اوس څه بل ډول وخت راغلې. يوازې يو څو تنه نږدې خواخوږي او دوستان د جنازې پسې روان وي. د مولوي صيب هم پخوانۍ خونده او مزه ګۍ نشته. هغه هم پوره ستړې ښکاري.

هغه اوس لنډ سورتونه لولي، لنډه دعا کوي او لږه شېبه پس بلې جنازې ته تياری نيسي او ځينې وخت داسې هم پېښيږي چې د څو تنکيو ځوانانو جنازې څنګ په څنګ ايښې وي او جنازه کيږي. ډاروونکی حالت و، هره ورځ مړينه او ژوبله.

د حيرانتيا خبره خو دا وه چې دې مرګ ، ژوبلې ته له لرې، لرې ملکونو راروان وو. په وسلو سمبال راروان وو. بې بلنې ، بې کارته او بې ويزې راروان وو. ته به وايې د تورسرو له ژړاوو چې خوند اخلي. لکه له مرګ او ژوبلې چې خوند اخلي. لکه د ماشومانو له وړو، وړو سلګواو کوکارو چې خوند اخلي.

ما لا په ذهن کې د دې ولس د مرګ ژوبلې پاڼې او ترخه يادونه يو په بل پسې اړول چې يو دم مې د ګل ولي اکا کورنۍ نېغه مخې ته ودرېده :

د ګل ولي اکا ميرمن نور جماله نومېده او نور جمالې ترور ته خدای يو زوې او يوه لور په نصيب کړي وو. چې د زوې نوم يې سيدغريب و . هېرانوونکي خو دا وه چې ګل ولي اکا له خپله پلاره هم يو را لوي شوی و. ګل ولي اکا ته هېڅ شی له خپله پلاره پاتې نه وو او نه يې يوه، دوه شوې وه. هغه زمونږ په ګاونډ کې اوسېده او يوه کوټګۍ ورته خدای ور په برخه کړې وه او د ژرندې د مزد په دانو يې شپې ورځې تېرولې. د ګل ولي اکا به د پسرلي او ژمي په موسم کې ښه تبه جوړه وه او هغه دا چې د سوکړک او سبو تر څنګ ورته کله نا کله به غنمينه هم ور ر سېدله او په مړه ګېډه به بېده کېده. خو کله چې به د دوبي موسم په ګرمېدو شو او اوبه به په خوړ کې وچې شوې. ژرنده به په ټپه ودرېده او ورسره به ګل ولي اکا او د هغه کورنۍ د پولۍ ټک ته کېناستل. بله چاره به نه وه، جنسي ته به مجبور شو.

که به هرڅومره ترخې او تنګې شپې ورځې د هغه په ژوند کې راغلې، نودهغه خوږه ژبه يې نه شوه بدلولی. ډېر خوږژبې و. که هر څوک به يې له اړخه تېرېده، ولو که به يو کوچنی ماشوم هم و، نو ده به ورته په اوږده آواز وويل :

ستړې مه شې، ستړې مه شې. -

عجيبه خو داوه چې هغه به د ستړی مه شې کلمه دوه ځلې تکراروله. ما ته دهغه ستړې مه شې ډېر خوند راکاوه. په هر ځای کې چې سترګې به مې په ګل ولي اکا ولګېدې، نو زښت به خوشاله شوم او د سترګو په رپ کې به مې ځان ورور ساوه او کوښښ به مې کاوه چې دهغه له ستړې مه شې ړومبې سلام پری واچوم. زما له سلامه سره سم به موسکې شو. دمخ ګونځې به يې لږی خورې شوې:

 زلميه ستړی مه شې، ستړی مه شې.

هسې خوبه هغه ښا يسته غوټه شېبه د کلي له ځوانانو سره په جرګه، مرکه و. په تېره بيا د دوبي په موسم کې خوبه خپل برخليک هم دې مشخولتيا ته وزګارولو. دژرندې له کاروباره به يې اوږې هم سپکې شوې وې. هر ځای چې به ګل ولي اکا، هلته به ځوانان وو.نورجماله ترور هم په ګړه، بړه کې له ګل ولي اکا نه کمه نه وه. همېشه به يې خوله له خندا

نه ډکه وه، لکه نوې چې پسرلی شوې، پريماني ده، پوره په نس مړه ده او يا يې کومې ناڅاپي خوښۍ د کور انګړ ته دنګلي. که به دې وويل :

 ترورې ستړې مه شې!

 ترور دې در نه لوګی شي، څنګه يې، مور او پلار دې څنګه دي؟

د هميش په شان د کال څلور واړه فصلونه يو په بل پسې روان وو او همداسې شپې ورځې

هم روانې وې.

هغه ورځ مې هم سترګو، سترګو ته کيږي چې نورجمالې ترور خپله لور د سيدغريب په سر کې بدل او د کلي د اميرخان اکا سره يې خپلوي وکړه. اوس خو د ګل ولي اکا او نورجمالې ترور شپې ورځې د شاتو په شان خوږې وې. د کلي ډلې، ډلې ښځې به د نورجمالې ترور کوټګۍ ته روان وو. د ښځو دېرالونو کوټګۍ په سر اخيستې وه. څو اونۍ کېدې چې دېرالونه همداسې درزېدل، لکه دا خوشالي چې د ټول کلي وي او همداسې هم وه. د کلي ټولو اوسيدونکو سيدغريب د خپل اولاد په څېر ګاڼه. اخير ګل ولي اکا او نور جماله ترور د کلي خدمت ګاران وو. سيد غريب د خپل مور او پلار سره د ژرندې په کار کې پوره مرسته کوله.

ټول کلی د يوې کورنۍ په څېر ښکارېده. همدا وجه وه چې د سيد غريب کوژده په حقيقت کې د ټول کلي کوژده وه. د سيد غريب د کوژدې چې کال، نيم تېر شو، نو د سيد غريب واده تيار شو. هسې خو به په کلي کې ډېر ودونه کېدل. ډېرو به ساز او سرود غږاوه. مالونه به حلالېدل اوډکې، ډکې کاسې غوښې به د کليوالو او ميلمنو له ستونو تېرېدې او ناوې به ودېدې. خو د سيد غريب د واده مزه او خوند په ټولو زيات و. هر کليوال فکر کاوه چې د زوې يا لور واده يې دی. د کلي

ټولو ښځو او نجونو په نکريزو لاسونه سره کړي وو. او د اکثرو ښځو په لاسو کې دېرالونه وو. د نور جمالې ترور خوله له خندا نه راټولېده. يواځې يوه خبره به يې کوله :

 خدای مې دې له تاسو لوګی کړي. خدای دې له تاسو سره ډېر ښه وکړي. زما د مسکينېخو هيڅ له وسه نه دي پوره او.....

د ټول کلي په مرسته د سيد غريب واده په پوره برم تر سره شو. نور جماله ترور پوره خوشاله وه. او کليوالو ته يې لپې، لپې دعاګانې کولې، په تېره بيا د لمانځه په وخت کې خو به يې بيخي له دعاګانو نه ويستل.

د سيد غريب له واده کال، دوه تېر شوي و چې نور جمالې ترور ته خدای يو ښکلې او ګلالی لمسی ورکړ. نور جماله ترور او ګل ولي اکا په خپل لمسي ډېر خوشاله وو. د کليوالو خوشالي د نور جمالی ترور نه کمه نه وه. هغوئ هم د سيد غريب د واده په څېر ډلې، ډلې مبارکۍ ته راروان وو. ټول کلی خوشاله و او.....

د سيدغريب د واده لا څو پسرلي تېرشوي نه وو چې ګل ولي اکا له خپلو ټوپونو ولويد.

خوارکې ډېر سپين ږيرې شوې و. د ښايسته غوټ عمر خاوند و. د اويا، اتيا کالو سړی و. نور له هغه د ژرندې کاروبار پاتې و. هغه اوس د کټ شوې و. ټول کليوال به يې تپوس ته راروان وو. خو ګل ولي اکا يوه ته هم د ستړې مه شې، ستړې مه شې خبره په خوله نه شوه را وړلې. يواځې کليوالو ته يې په سترګو، سترګو کې کتل. ځينې وخت به يې سر وخوځاوه.

کله، ناکله به يې د خونې چت ته کتل، لکه د ژرندې پل ته چې ګوري، هغه ستړي پل ته چې ټول عمر يې د کليوالو دانې اوړه کړې وې. د ګل ولي اکا ژوند هم د ژرندې د پل په څېر و.

ټول عمر يې کليوالو ته په خدمت تېرولو کې تېر کړې و. همدا وجه وه چې ټولو کليوالو، ښځو او نرو د ګل ولي اکا غم او ښادي خپله ګڼله. ټول د ګل ولي اکا په دې حالت غمجن وو.

کله چې به يې د هغه ناتوانه تن ته کاته، نوبې درنګه به يې د سترګو کاسې ډکې شوې.

خوهېڅ يې هم له وسې نه وو پوره. هغه نور د هر شي توان له لاسه ورکړې و. اوس خو يې

د نور جمالې ترور مرستې ته پوره ضرورت پيداشوې و، او خپله حيا يې په هغې راټوله وه.

لږه موده پس ګل ولي اکا سترګې له دونيا پټې کړې او د نفقې پيداکولو پيټې يې خپل زوی

سيد غريب ته پريښود. سيد غريب چې داوخت يې د کونړونو د مزار په ليسه کې زده کړې

پای ته رسولې، لوړو زده کړو ته زړه ښه نه کړ. هسې خوهغه خوارکي د وچې ګولې ډوډۍ

پيسې هم نه لرلې پاتې لا داچې لوړې زده کړې پرې تر سره کړي. هغه د نفقې له پيداکولو

پرته بله چاره نه درلوده. دا يې غوره وګڼله څو د هېواد په امنيتي ځواکونو کې ځان شامل

کړي. هغه د ټانګ په ريشته کې بېړنی کورس ولوست او د افسر په حيث يې په دندې پيل

وکړ.

د سيد غريب په دندې سره نورجماله ترور يوې نوې نړۍ ته ورننوته او ژوند يې په ښه

کېدو شو. هغې تر دې دمه بشپړ عمر د ژرندې د مزد په دانو تېر کړی و.

د کليوالو دې کور ودان وي، تر دې دمه يې وخت، ناوخته له هغې سره لاس اړاوه او هغه يې

هډو کله هم له ياده نه ويستله. يو، نيم وخت به يې يوه چنډه ډوډۍ او يا هم يوه کاسه

شړومبې په ورين تندي ورکولې. ځينو به هغه جامې چې په ځانو يې لنډې شوې وې هم

ورلېږلې. خو اوس د خپل زوې په تنخوا زښته خوشاله وه. او دا يې په زړه کې ګرځېدل، که

خدای کول، ژر به يې نيستي وشليږي او د ښه ژوند خاوندان به شي.

خوږې شپې ورځې روانې وې او ورسره د نور جمالې ترور په رنګ او روخ کې بدلون له

ورايه مالومېده. هغه اوس له کلي د کابل ښکلي ښار ته راغلې وه. د ښاري ژوند او د ښار له

ګڼې، ګوڼې سره چندان بلده نه وه. ځينې وخت به بې اختياره کليوالي ژوند ته ورتله:

په کلي کې شپې ورځې، يونيم وخت په نيمه ګېډه بېده کېدل، د نېستۍ شپې ورځې، له کليوالو

د سوړ سوکړک او سوالي جامو غوښتل او.....

توبې به يې وويستلې:

 شکر دی خدايه! په دې سات ډېر شکر دی او له دې سره سم به يې خپل لاسونه غوږونو

ته پورته کړل. بيا يې خپل لمسي او خپلې ننګور ته وکتل. څه پټې يې شونډې وخوځولې او

په دعا و سر شوه:

 خدايه! ستا په دربار کې څه کم دي. ډېره راضي يمه خدايه! خو کاش د سيد غريب پلار

اوسنې سات په خپلو سترګو ليدلای وای،او بيا يې خپلې خبرې داسې سره وغځولې :

۶

خدايه! ستا رضا مې قبوله ده. بنده په خپلو ښو، بدو نه پوهيږي. بيا به تېرو يادونو د باد د

بړبوکۍ غوندې له ځانه سره ماضي ته يوړه :

 په کلي کې وړه کوټګۍ، ټول عمر د ژرندې ساتل، خو يوه يې نه دوه کېدل، د کليوالو

ښېګڼې، لږه وه که ډېره خو هر څه په پوره اخلاص وو، د سيد غريب د واده په مهال د

کليوالو صداقت او پېرزوينه او په لسګونو نورې ښېګڼې او...بيا به يې تېر وخت له نوي

سره پېوند کړ :

 د ښار جموجوش، مياشت په مياشت تنخوا، خپلې ننګور او لمسي لپاره د نوو جامو

جوړول، په تېره بيا کله چې به د اختر شپې ورځې راورسېدې او کليوالو به خپلو بچو او

خپلو کورنيو ته نوې جامې جوړې کړې خو دې خوارکۍ هېڅکله هم خپل بچي ته نوې جامې

نه درلودې، پاتې لا خپلې ننګور او خپل ځان ته.

دا د هغې څومره ارمان و چې په اختر کې دې د هغې زوې نوې جامې ولري او ورسره

جوخت به يې د خپل لمسي هغه سلګۍ سترګو، سترګو ته شوې چې د اختر په ورځو کې به

يې د نوو جامو په خاطر له وړوکي ټټره راوتې. ټولو ماشومانو به د اختر ورځی په مستيو

تېرولې، خو د دې خوارکۍ زوې به په ويراو ژړاوو سره. اخير هغه هم د کليوالو د بچو په

څېرجامې غوښتې، ښکلې او ډولي جامې. خو دا کار ناشونې و. ځکه ډير کم به پېښېدل چې

دوئ دې په ماړه نس بېده شي ،پاتې لا نوې جامې.

د هغې زوی به د اختر په ټولو ورځو کې د هلکانو نوو جامو ته کتل. خو کله چې به ځينو

ترې تپوس وکړچې تا نوې جامې نه دي کړي؟ نو د خپل زړه د سکون پخاطر به يې له غرور

نه په ډکه لهجه وويل :

مور مې ويل چې راتلونکي اختر له يې درله کومه. او په دې ترتيب به يې د هلکانو له

منګولو ځان وژغوره. خو کله چې به کور ته راغی نو په ژړاوو به يې سترګی سرې کړې او

په ژړا، ژړا به بېده شو.

نورجمالې ترور لا همداسې تېر او زاړه يادونه په زړه کې اخوا دېخوا کول چې د لمسي پښه

يې له څه شي سره ولګېده او ولويد. نور جماله ترور سپکه پاڅېده او هغه يې راپورته کړ.

سينې ته يې رانږدې او څو واره يې په تندي ښکل کړ.

سيد غريب هم د خپل مور په څېر له روزګاره پوره راضي ښکارېده. هغه چې تازه له دندې

راستون شوې و، د کاله په انګړ کې د کټ لنګې ته کېناست او د خپلو بوټانو په ويستلو شو.

بيا يې د خپلې ميرمنې له لاسه د ابو ډک جام واخيست او خپله تنده يې پرې ماته کړه.

۷

زوی يې هم د پلار په ليدو خوشاله شو، منډې يې کړې او بې درنګه يې غېږې ته ځان

وروغورځاوه :

پلاره بسکيټ دې راوړي دي؟ -

 هو زويه! ستا سهارنۍ خبره مې ټينګه په غوږ کې نيولې وه، کله مې هېروله. دادی خپل

بسکيټ دې واخله.

زوی يې موسکی شو او خپل څيز يې له پلاره تر لاسه کړ. د سيدغريب ستړيا د خپل زوې په

وړو خبرو سره ووته او خپل کوچنيوالی يې تر سترګو شو :

هر وخت پښی ابلی، د کليوالو پيوندي او سوالي ختې، د اختر په ورځو کې د نوو جامو

خوبونه، دپلاربېوسي، دمورپه لاس همېشه سوالي شړومبې، دجوارو ا و غنمو په وخت کی

يې د خپل پلار په لاسو له کليوالو د خيراتي ستريو او قودو را ټولول او.......

سر يې وخوځاوه او د ناخوالو تېر بار يې د يو سوړ اسويلي په وېستلو له اوګو وغورځاوه .

خپلې ميرمنې ته يې د مزه دارو چايو جوړولو وويل. مور يې چې تازه د مازيګر له لمانځه

خلاصه شوې وه، دعا يې وکړه او د خپل زوې تر څنګ کېناسته.

زويه! څنګه ستړی مالوميږې، لکه چې کار دې ډېر و که څنګه؟ -

 نه مورې! کار دومره ستړی کړی نه يم، هسی زړه ته مې تېر وختونه راغلل او بل داچې

کاشکی پلار مې تر دې دمه پورې زمونږ ملتيا کړې وای او اوسنی سات او د کابل شپې يې

ليدلې وای.

 کاش زويه! ډېرې بې وزلې شپې ورځې مو تېرې کړې. پلار دې په ډېرې بې وسۍ کې

سترګې له دې دونيا پټې کړې. خو نور تېرو پسې مه ګرځه! اوسنی وخت دې خدای را باندې

ټينګ لري.

ژوند د هميش په څېر همداسې روان و. سيد غريب به د سهار له خوا خپلې دندې ته تلو او

مازيګر به خپلې جونګړې ته راستنېده. يو، نيم وخت به نوکري کېده. او کله ناکله داسی

وخت به هم راغی چې يوه، دوه اونۍ دې له کابله لرې په نورو ولاياتو کې تېرې کړي.

نور جماله ترور به د سيد غريب په نوکري شپو ورځو کې ډېره ناکراره وه. د هغې خوارکۍ

به يوه ګوله ډوډۍ هم بې له زويه نه تېرېده او نه به يې د شپې په ارامه سترګه پټېده. د هغې

عاجزې ګناه هم نه وه. د کلي په نسبت ښاري ژوند ورته يو ډول ښکارېده. لمسی يې هم

کوچنی و. يواځی به هغه وه او د هغې ننګور.

۸

کليوالي ژوند خو داسې و چې له يوې نه يوې سره به کېناسته او په خبرو به وه. د ژرندې

په کار کې خو به ضرور له يوه چا سره په خبرو غرکه وه او څو چې به يې ځانته پام کېدلو

نو بيا به ورځ تښتېدلې وه. خو دلته داسې نه وه. دا خو د خدای فضل و چې هغې ته يې

لمسی په برخه کړې و. کرۍ ورځ به له خپل لمسي سره مصروفه وه. او هغه به يې ورته غم

غلتاوه. څو چې به سيد غريب له دندې را ګرځېدود، د خوارکۍ به نيمې غوښې اوبه شوې

وې. خو کله چې به يې د خپل زوی له خندا نه ډکه خوله وليده، نو ايله به يې د مخ په کاسه

کې سورخي پېدا شوه، په خندا به شوه او له خپله زويه به يې غيږه چاپيره کړه:

 ستړی مه شې زويه، په خير راغلې! زما خو دې زړه بوټ له سينې ويستلې و. کليوالي

ژوند کې په خېټه نهار و او د يوکپ ډوډۍ سودا به راسره وه. مګر اوس په نس ماړه او په

جامه پټ يو، خو اوس کله چې ته خدمتي شې او يواځی شو، نو د لټو ګېډی را په اوږو شي.

دا خو دې خدای راته لمسی ژوندی لري. له هغه سره مې صحبت جوړ دی. که هغه نه وای

نودواره به مړه وومه.

 خدای دې نکړي مورې! هر کال ژوندۍ اوسې. موږ خو په تا آباد يو. اوس پوه شوم چې

مور مې راپسې خفه شوې وه. له خدايه راضي يم چې مهربانه مور يې راکړې، څنګه مورې!

ته يواضې خفه وې او که نور څوک هم په کور کې وو؟

او له دې سره جوخت يې سترګې له خپلې ميرمنې سره وجنګولې. هغه موسکۍ شوه ته به

وايې دوه اونۍ پری کال تېر شوی :

 نه زما زړه خو له کاڼي جوړ شوې او ستاسو له غوښو او له دې سره يې د خوښيو يوه

مسته څپه په شونډو را ښکاره شوه.

چيرې دی سنګر ؟ -

له ابۍ سره يې ښاېسته غوټه شېبه لوبې وکړې او ستړی، ستومانه بېده شو. -

 ښه دی چې د ابۍ او ستا ورسره سات تېر دی، که نه نو رښتيا تاسو ته ستونزمنه وه، دلته

نږدې په ګاونډ کې هم څوک نه پيژنو چې ستاسې ورسره د زړه خواله وشي. او له دې خبرې

سره سم سنګر له خونې راووت او په منډه يې پلار ته ځان راورساوه.

پلاره، پلاره چېرې وې او زما بسکټ؟ -

 بچيه! وظيفه کې ومه، څنګه مور او نيا خودې په تکليف کړي نه وو؟

نه پلار جانه! ما خو ورسره لوبې کولې. -

۹

ښه دی زويه! د مور اونيا دې خيال ساته. -

او زما بسکيټ؟ -

بچيه! پلار دې پرېږده چې دمه شي او يوه پياله چای وڅښي، بيا به درله بسکيټ واخلي. -

 نه موری! تر څو چې د سنګر مور چای برابروي، زه او سنګر به تر بيرون دوکانه لاړ

شواو ژر به راشو.

سمه ده زويه! -

سيد غريب د خپلې کورنۍ سره يوځای چای وڅښلې. ټول خوشاله وو لاکن سنګر له ټولو نه

زيات. هغه څه چې غوښتل يې هغه يې ترلاسه کړل.

ټولو پوره شېبه د زړه خواله وکړه. سيد غريب د خدمتي دندې کيسه وکړه چې په دې موده

کې يې څه، څه وکړل او.....

زما هم هغه ورځ هېڅکله له ياده نه ووځي چې ناببره له سيد غريب سره په ښار کې مخامخ

شوم. ډېرخوشاله و، لکه لاتری يې چې راوتي وي. په ډېره ليوالۍ يې کور ته د تلو بلنه

راکړه، څو يوه شېبه غورې سره وکړو. اخير وروسته له ډېرې مودې مو سره ليدلي وو.

کور ته په رسېدو سره کله چې مې سترګې په نورجمالې ترور ولګېدې، نو يخه دړه ودرېدم.

لکه خوب چې وينم. نورجماله ترور مې په يوې نوې نړۍ کې ليده :

ښکلې جامې، د خونې کش او پش، ډولي پردې، د حويلۍ په غولي کې د مرسلو ډول، ډول

ګلان، د نورجمالې ترورد لمسي سنګرد کوبای پطلون او نور ډېر، ډېر څه.

 ترورې ته خو بيخي کابلۍ شوې يې؟

 ترور دې درنه لوګی شي، په خېر راغلې او بيايې له خندا سره يوځای وويل:

اخير کابل کې اوسېږو کابليان به نه يو؟ او له دې خبرې سره سم يې د پخوا په څېر خوله له

خندا ډکه شوه چې ما ته يې کليوالي تېر ژوند را ياد کړ. زه هم زښت خوشاله شوم او هغه

داچې د نورجمالې ترور په اوسني ژوند کې مې د خوښۍ او روښنايې يو څرک وليد. ما له

ځانه سره په دې اړوند نور څه هم غوټه کول چې هغه رامخکې شوه:

 بچيه! د کابل خو خوږې شپې دي خو د يو شي کمې احساسوم او هغه دا چې دلته څوک نه

پېژنو چې ناسته پاسته ورسره وکړو. د د وئ په ژبه هم نه پوهېږو. که سيد غريب چېرې

۱۱

خدمتي نه وي، بيا هم چاره کيږي، سهار ځي اوماښام د هغه راتګ ته لارې څارم. خو کله

چې خدمتي شي نو بيا شپې ورځې د کال په شان تېرېږي. ټوله شپه د سودايانو په څېرد

خونې لاړي شمارم. لټو په مخه کړې يم ترهغو چې سيدغريب بېرته له دندې راوګرځي.

ژوند همداسې له خوښيو نه ډک و، خو له سوداوو نه خالي نه و. مګر سيد غريب له خپله

روزګاره راضي اوخوښ و. هره ورځ به دندې ته په پوره مينه اوشوق روانېده او نږدې

ماښام به راستنېده. زيات وخت به له خپلې کورنۍ سره په کابل کې و او کله، ناکله به له

خپلو ملګرو سره يو ځای نورو ولاياتو ته خدمتي کېده. نورجماله ترور سره له خپلې ننګور

او لمسي ورو، ورو له ښاري ژوند سره اشنا کېده. په اولو کې به د ژوند ټول ضروري توکي

پخپله سيدغريب راوړل. خو اوس کله، ناکله دا کارپخپله نورجماله ترور کوي. سيدغريب هم

د پخوا پر تله خوښ برېښي او ځينې وخت له خپلې مورسره په ټوکو سر شي:

 مورې! ډېر ښه شو چې د سودا اخيستلو غټ پېټې دې زما له اوږو ښکته کړ. که به هر

ځای وم نو سودا به مې وه چې دوئ به د پخولو لپاره څه لري او له نه؟

 فکر مه کوه زويه! ډېر ژر به د دې خلکو په ژبه هم پوه شمه او له دې سره به موسکۍ

شوه او د رضايت سر به يې وخوځاوه.

سيدغريب پوهېده چې د هغه په نه موجوديت کې يې مور او ميرمن سره له کمکي زويه

تنګيږي. له همدې کبله يې پرېکړه وکړه چې د مېلې له پاره خپله کورنۍ پغمان ته بوځي.

هسې خو هم هلته د پسرلي او دوبي په موسم کې د سېلانيانو ګڼه، ګوڼه وي او آن له لرې

پرتو سيمو ډلې، ډلې خلک په تېره بيا د رخصتۍ په شپو ورځو کې د پغمان ليدو ته راځي او

د خوښيو نه ډکې ورځې تېروي. سيدغريب دوئ هم د نورو ننداره کوونکو په څېرد ضرورت

وړ څيزونه واخېستل او د پغمان په لور روان شول. ښه مزه داره ورځ يې له خپلې کورنۍ

سره يوځای تېره کړه. د پغمان د ښکلو زړه راښکونکو منزرو نندارې يې وکړې او

مازيګرتېر و چې له پغمانه کور ته راستانه شول.

ټول خوشاله وو، خو سنګر له ټولو زيات خوښ ښکارېده، ځکه هغه هم د خپلې مور او نيا

په څېرد مېلې په دود چېرې هم تللي نه و. يو دم يې خپل پلار ته وکتل او ويې ويل:

پلاره! بيا مېلې ته څه وخت ځو؟ -

بچيه! کله چې وخت پيدا شو. -

بيا به چېرې لاړ شو چې وخت مو پيدا کړ؟ -

۱۱

 بل ځل به دې له خيره د قرغې د بند مېلې ته بيايمه. او له دې سره جوخت د سنګر په وړو

شونډو خندا خوره شوه.

نورجماله ترور او ننګور يې هم ډېرخوښ مالومېدل. دا د دوئ په ژوند کې ړومبې ځل و چې

د مېلې لپاره تللي وو. عجيبه او نا اشنا احساس يې په زړونو کې را پيداشوې و، لکه د تېر

ترخه او بې وسه ژوند په زخمي زړونو يې چې پټۍ ايښودل شوې وي. ايله يې زړونو ټکور

موندلې و. خو دې يوې خبرې لږ څه په فکر کې کوله او هغه دا چې که چېرې کوم زوړ اشنا

او دوست يې په ګاونډ کې پېدا شي، تر څو مجلس يې برابر شي. نور نو د هېڅ شي د کمي

احساس نه کوي. لاکن د زوې دا خبره يې په زړه ډېره نغده ولګېده چې د خپل لمسي سنګر

سره يې د قرغې د مېلې په باره کې کړې وه. همدارنګه د پغمان مېلې دومره ژوره اغېزه په

نورجمالې ترور او د هغې په ننګور ښيندلې وه چې هډو په دې بېخي پوه نه شوه چې څرنګه

دوه، درې مياشتې تېرې شوې. کټ مټ د خوب ليدلو په شان. آن دا چې د شپې به يې د مېلو

خوبونه ليدل. د مستيو په خيالونو کې همداسې ورکه وه، چې بيا د سيد غريب د خدمتي دندې

وخت راورسېد.

هغه داځل ډېر خوښ و، له بل هر وخت نه زيات خوښ:

 مورې! د دندې له کبله مې ډېر ځايونه وليدل، هغه ځايونه چې په خوب کې مې هم نه وو

ليدلي. خو ځينې وخت مې دا هم په زړه کې ګرځېده چې کله به وي، يو ځل بيا هغه ځايونه

ووينم چې هلته مې خاپوړې کړي، په بې وسۍ کې رالوي شوی يم، هلته مې زده کړی کړي،

پلار شوې يم، د خپل کلي خټين ديوالونه، د کلي ژرنده، هغه چې د دوئ د کورنۍ رزق او

ژوند ورسره تړلې و، د کلي او ښوونځي دوستان، ښېرازه دښتې، شنې جلګې او هسک په

نښترو پوښل شوي غرونه او.....

 مورې! د خېره سره د خپل ولايت په لور خوځېږو، د کونړ په لور. او که خدای کول او

وخت مې پېداکړ، نو خپلې درې او خپل کلي ته هم ورځمه...او له دې سره يې د کونړ د سيند

د يوې مستې څپې په څېرخوږه څپه د شونډو په ښکلولو شوه.

ګهيځ وختي د ملا له آذانه سره سم سيد غريب له خوبه بيدار شو، لمونځ يې وکړ او له

سباناري وروسته د هر وخت په څېر د مور او ميرمنې له مخه ښې وروسته د دندې په لور

روان شو.

په ټوله لاره يې د کونړ، د خپل کلي او خپلو دوستانو د ليدلو خوبونه ليدل. ځکه له هماغه

ورځې چې له خپل کلي راوتې و، بيرته يې هغه يواځې په خيال او خوبونو کې ليدلی و، که نه

نو په وېښه نه و تللی. او په دې منځ کې ډېر وختونه تېر شوي وو. پوره زمانه اوښتې وه.

۱۲

څومره چې تاسې فکر کوئ، له هغې هم زيات وخت اووختی و. له همدې کبله و چې په وېښه

يې د ليدو تلوسه زياته وه.

تنکۍ غرمې خپلې نوکې خښولې چې د سيد غريب دوئ کاروان د ننګرهار له ښکلي ولايت نه

د کونړونو د سردرو په لور روان شو.

په ښي اړخ د کونړ د سيند مسته او بهانده څېره او په کين اړخ د لاله په ګلونو مست پوښل

شوي غرونه د سيدغريب د خيال نيلې د ځان په خوا راکاږي او له ډېرې خوښۍ يې د درو له

زړونو د راوتلو چينو د رڼواوبو په څېر د سترګو چينې خوټېږي. ته به وايې زړه ته يې د

کونړد سيند د څپو په څېر مستي ورکوي.

دی لا هماغسې په دې مستيو مست و چې د دوئ کاروان د څوکۍ له ولسوالۍ تېرشو او

وروسته له يوې ښې ټوټې لارې وهلو د کاندړ ساحې ته ورداخليدو چې ناببره له يوې خونړۍ

نښتې سره مخامخ شو. سخته جګړه ونښته، لکه دکولال په بټۍ کې چې نينې ټکېږي، له دې

هم سخته. جګړه نوره هم زور اخلي. ددرنو توپخانو او راکټونو ګوليو ساحه په سر اخيستې.

لکه د يو بل وينو ته چې تږي ناست دي. لکه د دوو ملکونو تر منځ چې جګړه وي. لکه د

بېلابېلو ملکونو د وسلو د ازمايښت پوليګون چې وي. کاڼي بوټي په وينو سره شول. لکه د

وينو چې باران وي. هره خوا چغې دي، نارې دي. دواړه خواو ته د وينو رودونه روان دی.

لکه کلونه، کلونه چې دې جګړې ته تياری نيول شوې و.... جګړی خپله لمنه شپې ته

وغځوله، لکه زړونه يې چې نه وي يخ ....

د جګړې په سبا د ورځی نهه، لس بجې وې چې د نورجمالې ترور د جونګړې مخې ته ګڼه،

ګوڼه شوه. شور شو، زوږ شو او په دې کې د نورجمالې ترور په غوږ دا خبره بې درېغه

ولګيده :

تابوت په کراره کېږدئ. -

نورجماله ترور پوه نه شوه چې څرنګه له خونې ووته او د ګڼې، ګوڼې منځ ته ورغله. ګوری

چې د ځيګر ټوټه يې درګې، درګې غځېدلی. په سترګو يې ټپه تياره شوه او په خپل ځای

راپريوته. بې درېغه مې ورمنډې کړې چې د خلکو له ګڼې، ګوڼې يې وباسم چې په دې کې د

نرسې آواز مې د سوچونو دروازې را وتړلې او ويې ويل :

ژر شه د اپريشن جامې دې واغونده.نوبت دې رارسېدلی . -

د نيوبورګ روغتون