رب العالمین په هرځای کی حاضر او ناظر دی او دانسانانو چاری بغیر دځنډ څخه څیړی ،او د دعا دقبلیدو بهتره څای جماعتونه او مسجدونه دی ددی موضوع دروښانتیا لپاره یوه مفصل بحث او حوالی غوښتونکی یو ترڅو ذهنیتونه دمسلمانو ولسونو روښانه شی او هیله مند یم چی دغه بحث ستاسو دان لاین خوږی پاڼی لمړی مخ ته انتقال شی ترڅو په اسانی سره هر شخص لاسرسی ولری
ستاسو د توجه څخه مننه واقعآ لوی تبلیغ او نیکی لاری ته مو مخه کړی دی رب العالمین مو زمونږ سره سره کامیاب او پدی لاره کی بریالی کړه . تشکر محمد فاروق (( همت )) کابل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د غير الله نه مدد غوښتل :
د غيرالله نه مدد غوښتل دوه ډوله دي :
اول : د اسبابو په سلسله کې مدد غوښتل داسې چې مأثر بالذات الله جل جلا له و ګڼل شي لکه د مرض د پاره د درملو کارول د يخنۍ د پاره د اور څخه کار اخيستل او د اور د سړولو د پاره د ابو نه کار اخيستل او داسې نور .. اسباب دي چې مأثر بالذات الله جل جلا له دی يعنې الله جل جلا له اور ته د ګرمولو او سيزلو خاصيت ورکړی دی ، ابو ته الله جل جلا له د يخولو خاصيت ورکړی دی او هغه بوټو او نباتات ته چې درمل ور څخه جوړيږي الله جل جلا له د شفا ورکولو خاصيت ورکړی دی نو د عالم اسباب په سلسله کې د اسبابو او وسائلو نه کار اخيستل او مدد جاېز دی ځکه چې ددې ټولو امورو حقيقي اختيار د الله جل جلا له په واک کې دی .
دوهم : هغه امور چې په عالم اسباب کې يي سبب نشته په الله جل جلا له پورې خاص دي مثلاً يو څوک د کوم ولي ، بزرک او پير قبر ته ورځي له هغه څخه د اولاد او روزۍ غوښتنه يا بل کوم حاجت غوښتنه کوي، يا څوک کوم ولي ، بزرګ او پير ته د مرستي او مدد آواز کوي چې : ای پیره را ورسيږه ، یا علی مدد يا غوث او غيره يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم يا کوم پير حاضر او ناظر ګڼل چې هغه زمونږ په احوالو پوهيږي او زمونږ د مدد او مرستې عږ آروي دا ډول عقائد د شرک عقائد دي ( کفايت المفتي – مفتی اعظم کفايت الله دهلوي رحمه الله ج ۹ ص ۹ ) .
راسخه عقيده دا ده چې په هر لمانځه کې مونږ وايو (اياک نعبد و اياک نستعين ) يعنې خاص تا ته عبادت کوو (ای الله جل جلا له ) او خاص له تا څخه مرسته غواړو.
الله تعالی فرمايي : « وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ (يونس 106 ) . ‹‹بغير له الله تعالی د بل چا عبادت مه کوه ،هغه چې نشي رسولای نفعه تا ته (بلنه د هغه ) او نه ضرر رسولی شي تاته (بلنه دهغه ) نو که بالفرض د غير الله عبادت وکړې نو يًقيناً ته به وې له ظالمانو ››
همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِذَا سَأَلْتَ فَسَأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ ( احمد – 1/307 ترمذی – 2516 ) . يعنې کله چې څه غواړئ له الله جل جلا له څخه يي وغواړئ او کله چې څه مدد غواړئ له الله جل جلا له څخه يي وغواړئ .
الدرالمختار ليکي :
و منها (ای من الشرک ) انهم کانوا يستعغيثون بغيرالله فی حوائجهم من شفاء المريض و عناء الفقير و ينذرون لهم بتوقعون انحاج مقاصدهم بتلک النذور ، ويتلون اسماءهم رجاء برکتها ، فاوجب الله تعالی عليهم ان يقولوا فی صلاتهم اياک نعبد و اياک نستعين قال الله جل جلا له تعالی : فلا تدعو مع الله احدا ، اوليس المراد من الدعاء العبادة کما قاله بعض المفسرين بل هو الاستعاذه لقوله تعالی : بل اياه تدعون يکشف ما تدعون ( ردالمحتار مع الدرمختار ۶/۳۹۵ ) .
توسل : توسل وسيلې جوړولو او تقرب ته وايي چې دا وسيله او واسطه عبارت دی له ښو اعمالو څخه الله جل جلا له فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ (المائده 35 ) د وسيلې نه مراد صالح اعمال او ښه کارونه دي او همدارنګه د نبی صلی الله عليه وسلم سره محبت دی چې محبت يې د سنتو اتباع ده . (معارف القرآن ) .
توسل په مشروع او غير مشروع باندې ويشل شوی نور تفصيل دلته وګورئ
هر چې په مړو باندې توسل دی ددې په اړه راجح قول دا دی چې په مړو باندې توسل کول جايز نه دی دليل لاندې حديث شريف دی :
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رضی الله عنه: أنّه كَانَ إِذَا قَحَطُوا اسْتَسْقَى بِالْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِالْمُطَّلِبِ رضی الله عنه ، فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنَّا كُنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِنَبِيِّنَا فَتَسْقِينَ،ا وَإِنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِعَمِّ نَبِيِّنَا فَاسْقِنَا، قَالَ: فَيُسْقَوْنَ. (بخارى:1010) .
ژباړه : کله به چې خوشسالې شوه حضرت عمر رضی الله عنه به د عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه په دعا سره د باران غوښتنه کوله او ويل به يي : ای پروردګاره ! مونږ به مخکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وسيله د باران غوښتنه کوله او تا به باران اورولو ، اوس د هغه د کاکا ( عباس رضی الله عنه ) په وسيله له تا څخه د باران طلب کوو ، راوي وايي ( د عباس د دعا په وسيله به باران اوريدلو ) .
د قبر د زيارت کولو ځنې شرکيات او بدعتونه دلته وګورئ .
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود – د ديني مسائلو د دقيقو څيړنو څانګه