ته زيات خدمتونه کړي وو خو اوس داستوګني لپاره کورهم نلري .نوهمدالامل شوچې فريد په خوارۍ پسي بهرته ولاړشي خويوڅوک يې مخه نيسي
فريدجانه څنګه داسي کوړئ کوړئ روان يې خيرخودي ؟
حاجي صيب يوچاته ورځم ورسره مې لږکاردي .
حاجې څه کار دورسره دي
فريدراته يې کومه ويزه ښودله نوماهم څوپيسې راخيستې اوغواړم چې زه هم دغريبۍ لپاره خارج ته لاړشم ترڅواقتصادي ستونزې مې لږې راکمې شي .
حاجې اي خوارمه شي داڅه کوي خلک دبهرڅخه اوس افغانستان ته راځي اوله دي ځايه پيسې وړي ته بهرته پيسوپيداکولوپسي ځې ؟
فريد حاجې صيب داڅنګه ؟ فريدجانه يوڅه وخت وړاندي يوکس له امريکا څخه دلته راغلي وو يعني افغان اصله امريکايې وو هغه په لومړئ قدم کې يوڅه پيسې مصرف کړي اوځانه ته يې يولوړپوست پيداکړ.ده په لومړئ قدم کې زيات خدمت خپل هيواد ته وکړرښتنې خدمت .خلکوهم دده سره مينه پيداشوه اويوښه نوم يې ځانه ته وګټه اوورپسي شخصي ګټې يعني دځان لپاره يې کارشروع کړوداسي کارچې بيت المال دټولوخلکومال اوشتمني ده ده خپله شتمني وګرځوله .اودبيت المال جايداد اوځمکې يې دنمرواوکورونوپه نوم دخپلی شتمنۍ اوشتودغنالپاره يې په يونوم بل پلورلي .
حاجي صيب:داسي څوک نه ووچې تري پوښتنه وکړي اويايې محکمې ته راکش کړي ؟
حاجي صيب :نه فريدجانه ځکه هغې افغان اصله امريکايې په لوړ پوست کارکوو
يواځي ژورناليستان پاتي ووچې دده اصلي څيره يې پيژندله اوهم يې خلکوته ښودله فريدجانه لکه څرنګه چې ماپخوا درته وويل چې نوموړي تن ډېرځيرک اوهوښياروو .داچې دوي غږپورته کولونوده سمديستې هغو ژورناليستانوته چې دده غږپه ملي اونړيواله کچه خلکوته رسوي يوڅه پيسې اوداستوګنې کورونه ورکول .اوهم يې ځيني ددوي څخه پخپل دفترکې په دندووګمارل اودهغې تنخواپرسره چې اړونده ميډيالخوا ورکول کيده دوهمه ډالري ډالۍ وه چې دوي به تري برخمن کيدل .
نوپه همدي ترتيب يې دټولوخولې وتړلې اودژورناليستانو به هم دده په مشوره اوګټه ريپوټونه خپلورسنيوته ورکول .
فريد:حاجي صيب داټول خبرې چې تاسي يې ماته کوي ريښتيادي ؟
فريدجانه دهغې پرځاي چې دخارج څخه افغانستان ته پيسی راوړي دافغانستان څخه به يې خارج ته پيسې نه ليږلي .
اوبله داچې دژورناليستانو په برکت دولسمشرلخوا ورته دښوکارونوترسره کولوپهوياړ ځيني ميډلونه هم ورکړل شوي .
اودډېروشتوسره خپل وطن امريکاته دولاړ .
حاجې صيب اول خوزړه نه زړه وم چې زه خپل خوږوطن افغانستان څخه څنګه خارج ته ولاړشم خواوس خامخه ځم ځکه چې زما پلاردڅلويښتو کالونوڅخه زيات په لوړواوټيټوپوستونواومقامونوکارکړي خوزره خيانت يې هم نه دي کړي نوبيابه ماته څنګه دخيانت اجازه راکړي .
فريدجانه زه درته وايم چې پدي پيسوچې ته بهرته ځې همدلته يې مصرف کړه له يوي خوا به دخپل کورنه په فاصله کې نه وي اوله بليخوا به دډېروشتوڅښتن شي .
حاجي صيب مادرته وويل چې ماته پلاردهيواد سره دخيانت اوجفااجازه نه راکوي ځکه زماپلارددي وطن دغرونوځنګلونو بوټو کاڼو لوټي اوخاوري سره ډېره مينه لرواوزه به ترهغې پوري اداره اودولت کې کارونکړم ترڅواداري فساد ورک شوي نه وي اودولت داداري فسادپروړاندي کوم ګام پورته نکړي .
اوکه کارکوم په دي دولت کې نوداداري فسادپرضددخپلوشتودډېرښت لپاره نه بلکي دوطن دابادۍ اوسمسورتيا لپاره .
حاجي صيب :له تاځيني مننه زه ځم پخپل کارپسي
فريدجانه زويه په مخه دي ښه الله دي مل شه
سپين ږيري :کاش فريدجانه ستاپه څيرهرافغان دخپل وطن سره مينه درلودي