: چې بس دوی ټول ماته ګورې، کله کله به مې داسي حس کوله چې زه هیڅ په ځمکه نه یم، بلکه په هواګرځم، له خپله واکه وتلې ټوپونه به مې وهل.

ترهغې چې کله د دودونو اوکلیوالي رواجونوپه فیصله زه له دې لارې اوکوڅې منع شوم اوماته وویل شول، چې ته اوس لوی سړی ېې دلته مه ګرځه خلک بدوایې، خوسره له دې ماداسي فکر کاوه چې زه په دنیاکې هرڅه لرم، ماته د نوروهمزولو ژوند هسي بېکارې ښکارېده.

خوهغه د چاخبره (علت لوېږي عادت نه لوېږي) داسي به څوک وي، چې صبرشي اود بایسکل کړنګی په دې لاره کې جوړنه کړي، بې ځایه بریک ونه وهي، یوه بله خواونه ګوري اوبېکاره یو کار ورته پیدانه شي.

د رواج دېوالونه ورځ په ورځ لوړېده، د تګ راتګ په لاروکې د کرکې څېرې ولاړې وې، له مانه یې د لیدو مستۍ اوکوچنیوالي خیالونه ټولول،

له ما نه د هجران زور واکوهرڅه واخیستل، زه دومره بې وسه اوبې کسه شوم، چې (هغه) زما د نوم په اخیستو شرمېده، ماته یواځي هغه ژړا راپاتي وه، چې اوښکوهم په کې یوازي پرېښودم، پرما غربت اویوازيتوب دومره درنه مېلمستیا اړولې وه، چې د ګرېوان تڼۍ یې هم نه راته پرېښودې، تش غمونه یې راکړه، په غرمه کې به مې خپل سیوري ملتیا نه کوله، زه دومره د یوازیتوب په لاره تللی وم، چې خپل پلونه رانه په لاره کې پاتي کېده، مابه دومره د غم له پلیو سره مزل کاوه، چې د خولې لاړوبه اوبه نه راکولې، د بیابان په وچو دښتوکې به ونو هم زماپه لیدو خپلې پاڼي له سره لري کړي وي اوزه به یې خالې تنې ته کیناستم، مابه د دښتوپه لمنوکې د رڼو اوبو په چینو پسې منډي وهلې، خوهغوی به هم خپلي سپېرې لپي راته وړاندي کړې، د تندي ماتولو له پاره یې اوبه نه راکولې. یوازي یوڅوک مې درلوده، چې کله کله به یې په خپله غېږه کې رانیولم، د مخ خولې  به یې راپاکولې، هغه به ځکه پېژندم، چې هغه هم زماپه شاني ستړی ؤ، هغه به هم په هره خوامنډي وهلې خود محبت دروازې ورته بندي وې، کله به چې راغی نو ځکه یې له غوسې هرڅه چپه کول اوغوغابه یې کوله، هغه ملګری مې بادؤ.

شپه په ورځ او ورځ په شپه پسي په منډه وه، چې د تقدیر زړه سواندی استازی راغی اوزماپه لیدویې زمالاس اوپښې وتړل،  روح یې په ځولنوکې واچاوه، د نیمګړي نړۍ له غېږي څخه یې واخیستم، زماله پاره یې د یوه کورجوړولو اراده وکړه، له مانه یې حواله شوی رزق وګرځاوه، زما د ژوند کولو شېبې یې ترخاورو لاندي کړې.

بس د هغه چاپه لاس یې ورکړم، چې کله یې څوک بیولي بیا دې نیمه خوا نړۍ ته نه دي راغلي اود خپلو اعمالو په ګاڼه سمبال یوه کورته یې بیولي، ځکه زه هم اوس په دې کورکې یم اوکله کله په خپل حسن مین خلک راځي اوراته وایي : (نوی کور دي مبارک شه!)