مــــــــــــقالــــــې


سياسي لوبې

شاه محمد چې زما كلي ته نږدې كلي كې او سيده له وړكينې يې له ماسره سلام عليك درلوده او كله كله به مو لوبې هم سره كولې ، په لوبو كې به باضې وخت خلكو ورته له نازه دشاه ګي په نوم هم نارې وهلې ، ش

19.07.2008 dariz

دلوستونکو لاسونه زموږ ګريوانونه

ياره دالوستونکي هم عجيبه خلک دي تل ليکونه راليږي اوټيليفونونه کوي چې ولې داسې نه کوئ او ولې داسې نه ليکئ کله کله خو داسې غوښتنې کوي چې که يې  ورسره ومنو نو زمونږ بيخ اوبنياد به راباندې وباسي يوازې په همدې تيرې اونۍ کې يې په لسګونو پيغامونه راليږلي او دخپلې

19.07.2008 dariz

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې د

15.07.2008 dariz

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمباركۍ پيغام

څومره مې وهلى يې په ياد دې شي ... ؟  ستاسومكناټن خپل اكبرخان تلم xm

01.06.2008 dariz

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواشينۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهيواد دراډيوتلويزيون پخوانى وياند دكونړونوپخوانى والي ،   قومي مشر اوسپين ږيرى عبدالغفوروياند په حق رسيدلى .ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې غړي اودمشرتابه پلاوى دنوموړي په مړينه خواشيني څرګندوي اودارواښاد له كورنۍ سره پدغه غم كې ځانونه شريك بولي دلوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښادته دفردوس جنت اوپاتې كورنۍ ته يې دجميل صبرهيله كوي . اروايې ښاده اوياديې تلددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي    

04.05.2008 dariz

افغاني ټولنه اودخپلواكورسنيودندې

 خبري رسنۍ داوسمهالې متمدنې اوپرمختللې نړۍ دهغوګڼوپرمختګونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې پرمټ يې هره ورځ دنړۍ په مليونونوانسانان دخپل چاپيريال له پيښوڅخه ځان خبروي ، پرهغوباندې قضاوت كوي اووروسته يې په اړه خپل نظرڅرګندوي زماپه آند ښې اوغوره رسنۍ هغه دي چې دژورناليزم داصولوله مخې ديوې ټولنې وګړوته په هغه ټولنه كې دورځنيوبيلابيلوپرمختياووپه اړه بې پرې معلومات وړاندې كړي ترڅوهغوى وكولاى شي ددغو معلوماتوپه ترلاسه كولوسره دخپل ټولنيز ژوندانه بيلابيلې چارې تنظيم اوپه اړه يې كوټلي ګامونه پورته كړي .

14.04.2008 dariz

په افغانستان كې دسرشميرنې اهميت اوستونزې

 په يوهيوادكې سرشميرنه ياوګړشميرنه هغه خورا ستره اوله اهميته ډكه چاره ده چې بايد دمجربو ، په كارپوه او بې پرې خلكوله خوا ترسره شي كه چيرې داسې ونشي ښايي ديوهيواد دميشتوقومونو ، سيمو داړوندو، وګړو دشميرې په اړه ناندرۍ رامنځته شي ځكه دنړۍ ټول حكومتونه دخپلوپرمختيايي پروګرامونودپلي كولولپاره دخپلووګړو كره سرشميرنې ته اړتيالري چې زماپه آند افغانستان هم په نړۍ كې دخپل ډول دترټولووروسته پاتې هيوادونوله ډلې څخه شميرل كيږي چې كه افغان دولت وغواړي په هيواد كې خپل راتلونكي پرمختيايي پروګرامونه پلي

14.04.2008 dariz

مسلمانانوته څه پكاردي ..... ؟

 څه موده وړاندې يوځل بيا په يوشميرډنماركي ورځپاڼوكې داسلام دسترلارښودحضرت محمد ( صلي الله عليه وسلم ) كاريكاتورونه خپاره شول اوورسره جوخت دهالنددپارلمان دغړي خيرت ويلدرز له خوا دقرآن عظيم الشان پرضد يوفلم جوړ شو چې دغې چارې دتيرپه څيريوځل بيادنړۍ دمسلمانانواوپه ځانګړې توګه دافغانانوچې له اسلام څڅه ددفاع په اړه په نړۍ كې ځانګړى ځاى لري ، غوسه راوپار

10.03.2008 dariz

آيا غـواړئ چي الله (ج) ته نـژدې شئ...؟

              1.        آيا غــواړئ چـي الله (ج) ته نــژدې شــئ؟الله تعالى خپل رسول (ص) ته فرمايي: سجده وكړه او ( پدې توګه خپل رب ته ) نږدى شه.( العلق ۱۹) پيامبر (ص) فرمايي : (  اقرب ما يکون العبد من ربه وهو ساجد ).[i]  يعنې بنده خپل رب ته هغه وخت ډير نږدې وي چې په سجده كې وي.نو راځى چې خپل سرونه مو  رب ته په سجده باندې روزدي كړو او له خپل رب سره خپله اړيكې 

09.03.2008 dariz

د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې اوموخې

 سيد جمال الدين د شپږو اوو كلونو په عمر ماشوم ؤ چې له خپل پلار سيد صفدر سره له خپل كلي صفدر ګټ څخه كابل ته راغى، دله يې هغه وران كابل ولېد چې انګريزي ښېكلاك پر افغانستان باندې د خپل لومړني تېري ( ۱۳۹- ۱۸۴۲ع) په ترڅ كې چې همدا څلور پنځه كاله وړاندې يې كړى ؤ، د خاورو په ډېرۍ اړولى ؤ؛ د كابل تاريخي بالاحصار وران او كنډر كنډر ؤ او د ښار ټولې برخې داغمنې او زيانمنې وې . د ښكېلاك د دې ظالمانه ورانيو په لېدلو سره د سيد په پاك او دراك زړه كې له دې ظالمانو سره ژوره كركه او كېنه پيدا شوه او له

26.02.2008 dariz

د استاد الفت يو نثر يوه دنيا خبرې

  د استاد الفت پر نثري ليكنو ګڼې ليكنې شوي، زه غواړم د بيلګې په توګه د هغه يو نثر راواخلم او د بلاغت او اجتماعي پېغام رسولو د كمال له نظره پرې يوه لنډه تبصره وكړم،ځكه موږ د تاريخ په يوه داسې مرحله كې ژوند كوو چې تر هر څه ډېر ټولنيزې اصلاح او د اجتماعي شعور لوړولو ته اړتيا لرو، زموږ ډيرې بدبختۍ زموږ د ګډې شعوري سطحې له ټيټوالي څخه رازيږي. ادبيات او په ادبياتو كې د استاد الفت په

26.02.2008 dariz

نړيوالې اړيکې بايد دملي ګټو په بنسټ ولاړې وي.

 په هيواد کې دوروستيو نويو بدلونونو په راتلو سره که له يوې خوا دافغانستان په لور دنړيوالو مرستو مخه را خلاصه شوه له بلې خوا دهيواد په نړيوالو اړيکو کې دپام وړ پراخوالى راغى. د ډيرو لويو او وړو هيوادونو مشرانو په وار وار افغانستان ته سفرونه وکړل. سفارتي اړيکې پيل شوې دهيواد ولس مشر او وزيران بيلابيلو هيوادونو ته وبلل شول . دافغانستان ملي بيرغ له ٢٣ کلونو انتظار وروسته په ټوله نړۍ کې دافغانستان په سفارتونو ورپول شو افغانستان دڅو نړيوالو او سيميزو سازمانونو په غړيتوب ومنل شو او آن دافغانستا

26.02.2008 dariz

د امنيت راوستل ، همغږۍ ته اړتيا لري

 امنيت اوبيارغونه هغه كلمې دي چې په هېواد كې دسياسي بدلون په راتلو سره دهر چارواكي دخبروپه سركې لومړى ځاى لري او كه ارزښت ته ئې ځير شو په ريښتيا هم چې دهر انسان په فكر كې خاص ځاى نيسي ځكه هرانسان غواړي په امنيت كې ژوند وكړي اوهېواديې ورغول شي.خو رغونه پرته له امنيت څخه امكان نلري اوبل لورته دامنيت په راوستوكې دخلكوپه كار اچول زيات رول لري ،داپدې مانا چې په اوسني وخت كې امنيت اوبيارغونه تقريبا

26.02.2008 dariz

دافغانستان دسولې پروسه ریښتینولي غواړي

 دافغانستان ولس مشر حامد کرزي څوڅو ځلې دطالبانو مشر ملا محمد عمر آخند ته بلنه ورکړې چې له حکومت سره سولې او خبرو ته حاضر شي او دطالبانو له لوري هم دځينو شرايطو په وړاندې کولو سره خبرو اتروته تيارى ښودل شوى خو کله چې خبرو اترو دخپرونو له لارې لږ زور اخستى په نا څاپي توګه ديوه اړخ له لورې له مخالفت سره مخامخ شوي حال دا چې سوله او خبرې اترې هغه څه دي چې افغانستان نن ورځ تر هر څه زياته اړتيا ورته لري ځکه افغان ولس چې تيرې ديرش کلنې جګړې له هر اړخه ځپلى او بې شميره ځاني او مالي زيانونه يې

26.02.2008 dariz

له بيړنيوپيښوسره دمبارزې دكميسيون چارواكي په څه لګيادي ..؟

روان 1386 ليږديز لمريزكال په هيوادكې داوبوله پلوه دتيروكلونوپه پرتله خورا ښه كال وو دهيواد په هره سيمه كې بزګرو دپام وړكرنيز حاصلات لاسته راوړل اولدې لارې يې دخپل ورځني ژوند اړتياوې څه ناڅه پوره

04.02.2008 dariz

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې په هلمندولايت كې دآزادۍ راديود خبريال  ، پياوړي ليكوال اوژورناليست صالح محمد صالح دترور زوى، ګران اقبال دنامعلوموكسانوله خوا په شهادت  رسيدلى .

03.02.2008 dariz

د امریکا سیمه ییز پلان ونړېد

د تروریزم پر ضد جنګ او د نفتي منابعو په سر شخړه د یوې سکې دوه مخه دي  !

21.01.2008 dariz

كبيره ګناهوې

كبيره ګناهوې هغه دي چې قرآن يااحاديثوعذاب ، حد ( شرعي سزا ) يالعنت پرويلى وي . دټولوكبيره ګناهونودوام كفرلازموي خودځينوكبيره ګناهونويو واركول هم كفردى اوهره كبيره ګناه ددوزخ دواجبيدلو سبب كيداى سي اوبايد يادونه وسي چې پرصغيره ګناهونودوام هم كبيره ګناه ده .     &n

15.01.2008 dariz

د دريځ علمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام

انالله وانااليه راجعون

15.01.2008 dariz

دخواخوږۍ پيغام

انالله وانا الیه راجعون په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ځوان ليکوال ، شاعر او ژورناليست نبي ساحل پلار دورپېښې ناروغۍ له امله دلرې پښتونخوا په پيښورښاركې په حق رسېدلی. ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي له ګران نبي ساحل او ددوی له قدرمنې کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي ، له سترڅښتن ( ج ) څخه نوموړي ارواښاد ته دجنت فردوس اوپاتې كورنۍ اودوستانوته يې دجميل صبرهيله كوي اروايې ښاده اوياد يې تل . په درنښت دريځ علمي اوكلتوري ټولنه ميدان ښار

14.01.2008 dariz

سياست د اسلام له نظره

   په عربي ژبدود کښې د  سياست کلمه د انگليسي ژبې د ((Politics) له کلمې سر توپير لري:په عربي ژبه کښې د سياست کلمه د ټولو ټولنيزو، اصلاحي او اخلاقي کارونو د تر سره کولو معنا افاده کوي، خوپه انگليسي ژبه کښې د سياست (Politics) کلمه يواځې او يواځې د ډلې ،گروپ او ډلو لخوا د ملکي، ملي او حکومتي چارو سمبالښت سياست گڼل کيږي. دغه کلمه د معنا سره په تړاو کښې له ديارلسمې عيسوي پېړۍ څخه را وروسته دومره تنگه شوه، چې اوس دغه ((پولټکس)) يواځې د حکومت کولو د فن پورې اړونده شوې

02.01.2008 dariz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more