كبيره ګناهوې هغه دي چې قرآن يااحاديثوعذاب ، حد ( شرعي سزا ) يالعنت پرويلى وي . دټولوكبيره ګناهونودوام كفرلازموي خودځينوكبيره ګناهونويو واركول هم كفردى اوهره كبيره ګناه ددوزخ دواجبيدلو سبب كيداى سي اوبايد يادونه وسي چې پرصغيره ګناهونودوام هم كبيره ګناه ده .
· بيګناه مومن وژل .
· سحراوجادوكول .
· قصداً لمونځ قضا كول .
· زكات نه وركول .
· بيله عذره درمضان دمياشتې روژه خوړل .
· دقدرت په وخت كې حج نه كول .
· دموراوپلار سره بدسلوك كول .
· دمومنودوستانوسره اړيكې پريښودل .
· زناكول .
· لواطت كول .
· سودخوړل .
· ديتيم مال خوړل .
· په خداى ( ج ) يا رسول ( ص ) پورې درواغ تړل .
· دجهادله ميدان څخه تيښته كول .
· دحاكم لخوا پررعيت ظلم كول .
· خودخواهي ، غرور اوتكبركول .
· ددرواغوشاهدي اداكول .
· شراب څښل .
· خماركول .
· پرپاك لمنوښځودزنا تهمت لګول .
· دبيت المال غنيمت اوزكات په مال كې خيانت كول.
· غلاكول .
· لاره وهل .
· ناحقه قسم اخيستل .
· ظلم كول .
· دمسلمانانوڅخه ججه اخيستل .
· حرام مال خوړل .
· ځان وژل .
· درواغ ويل .
· غيرعادلانه قضاوت كول .
· رشوت اخيستل .
· په كورنۍ كې اخلاقي فساد زغمل ( ديوثي ) .
· طلاقه سوې ښځه ترنكاح وروسته لومړي ميړه ته طلاقول .
· كالي اوبدن له بولوڅخه نه ساتل .
· دشهرت لپاره عبادت اوښه كاورنه كول .
· دشهرت لپاره عبادت اوښه كاورنه كول .
· ديني علم ددنيوي ګټولپاره حاصلول اوعلم پټول .
· په آمانت كې خيانت كول .
· دنيكۍ څخه وروسته پرچااحسان اچول .
· قضااوقدردرواغ بلل .
· دمسلمانانوپت رازونه معلومول .
· دمسلمانانوپه منځ كې فساداچول .
· پرمسلمان لعنت ويل .
· دوعدې څخه مخالفت كول .
· دنجومې اوكاهن غيبي ويناوې منل .
· دميړه څخه دميرمنې نافرماني كول .
· پرديوال ، كاغذ ، ډبره ، اوسپنه اونورشيانوتصويرليكل .
· په وخت كې په ځان حملې دتكليف ياچغې اونارې وهل .
· پرميرمن اوترلاس لاندې كسانوظلم كول .
· دكامل اسلامي حكومت پرضد بغاوت كول .
· همسايه زهيرول .
· مسلمانان آزارول ياښكنځل ورته كول .
· دخداى ( ج ) دوستانوته ضرر ، رسول .
· دكبراوزينت لپاره پايڅې كښته كول ( نارينه ) .
· سره زر ياوريښم استعمالول ( نارينه ) .
· دبادارڅخه دمريي تښتيدل .
· دخداى ( ج ) دنامه څخه پرته دبل چاپرنامه ذبح كول .
· دپلارڅخه پرته بل څوك نسبي پلار بلل .
· حيرانوونكې خبرې اوجنجالونه كول .
· دخلكوڅخه اوبه منع كول .
· په وزن اوپيمانه كې كمى كول .
· دخداى تعالى ( ج ) دعذاب اوسزا څخه بيغمي كول .
· دخداى تعالى ( ج ) درحمت څخه نااميدي كول .
· بيله عذره دجماعت لمونځ پريښودل .
· څوجمعې پرله پسې دجمعې لمونځ پريښودل .
· په وصيت سره وارثانوته نقصان رسول يعنې پردي خلك په ميراث كې شريكول .
· نارينه دښځې ياښځه دنارينه په څير ځان جوړول .
· دهوكه چم كول .
· درسول عليه السلام اصحاب ( رض ) په بدونومونوبلل .
· دمسلمانانوپه حال دهغوى دښمنان خبرول .
· يوچاته نسب پيغورول .
· په ګناه كبيره اخته مومن كافربلل .
· دلارولوحې اونښې بدلول .
· بدلاريوته خلك بلل يانارواشيان جوړول اوعامول .
· مسلمان دهغه دښمن ته ښودل .
· حيوان دداغ په مرسته نښاني كول .
· دسروياسپينوزرو لوښي استعمالول .
· تهمت ، غيبت اوبهتان ويل .
درنواوقدرمنولوستونكو !
پورتنۍ كبيره ګناهوې د امام الحافظ شمس الدين محمد بن عثمان الذهبي دالكبائر كتاب څخه چې داستاذ عبدالقدوس دهقان له خوا ژباړل شوى ، اخيستل شويدي .
ترتيب اولنډيز : نعمت الله شاكر