د تروریزم پر ضد جنګ او د نفتي منابعو په سر شخړه د یوې سکې دوه مخه دي  !
افغانستان د سیمې په سیاسي  ـ جغرافیوی مرکز کي پروت دی يعني مرکزي، آسیا، جنوبي آسیا او منځنی ختیځ سره تړی . همدا حساس جیوپولیتک موقعیت افغانستان ته کلکی ضربې هم ورکړی دی . د لوی سکندر څخه تر برتانویانو ، بیا روسانو او نن امریکا یانو پوری د وخت هر ستر ځواک رادانګلی او د ا هیواد یې سخت  ځپلی دی .
دشلمی پیړې په نیمایی کي چي امریکا د برتانیې ځای ونیو او په ۱۹۹۱ کي چي شوروی اتحاد مړسو، نو افغانستان هم دسیمه ییزه او نړیوالو ځواکونو د ستراتیژيو او سیالیو د یو لابراتوار حیثیت وموند . دا څپانده حالت په تیره بیا د سپتمبر د یوولسمی ترحملې راوروسته نور هم ګواښمن او مهلک سو . د منطقوی او جهاني سیاست لوبغاړو ( امریکا، روسیې، چین ، پاکستان ، ایران ، هند . . . ) نن افغانستان د خپلو جیوپولتیک تضادونو د یو محور په توګه اړولی او هر یو  په لوی لاس خپلی ګټی او خپلی اندیښنې د هغه سره تړی .
 تر هغه ځایه چي په امریکا پوری اړه لری، هغه تر دوهمی نړیوالې جګړې وروسته دوه ایډیالوژیکي جنګونه ( په ویتنام  او کوریا کي ) او دوه ستراتيژیکي جنګونه ( په افغانستان او عراق کي ) پر مخ بیولی چي لومړنی یې د « کمونیزم » او دوهمی یې د « تروریزم» پر ضد لرلی دی. لومړنئ جنګ د شوروی اتحاد په نړیدو سره پای ته ورسید خو دوهم جنګ چي د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان په حمله سره پیل سوی، په خپل شدت سره روان دی. همدااوس اوس واشنګټن لګیا دی چي د نوموړی جنګ دریم محاذ پرانیزی چي هغه د منځنۍ آسیا او کسپین د نفتی او ګازی زیرمو د خپلو لو هڅی او د سیمي کنټرول دی .  نن هر څیړونکئ او شنونکئ وایی چي په سیمه کي د امریکا هدف د منځنۍ آسیا او کسپین د حوزې تیل دی چي افغانستان پر هغه دور خلاصیدو دروازه ده . مګر خبره یوازی تیل او ګاز نه بلکی د سیمی سیاسی ــ جغرافیوی حساس دریځ هم دی چي واشنګټن ښه ورته ځیر دی. د روسیې د جنګي ماشین ګوښه ساتل او د چین د راټوکیدونکی طاقت محدودول هم دامریکا لوی هدف دی . وګورئ دهند برتانوي مرستیال واکمن لارډ کرزن آن په ۱۸۹۸ کي ( چي هغه مهال د منځنۍ آسیا او کسپین د حوزې د تیلو او ګازو د کشف هیڅ کوم څرک هم نه و ) د افغانستان سوق الجیشی اهمیت داسی ښودلی و : « زه د ا اعتراف کوم چي [ هیوادونه ] د شطرنج پر تخته هغه ټوټې دی چی د نړۍ د تسلط په خاطر لوبه پر کیږی . »     همدا وجه ده چي پرون انګریزانو داسیمه حیاتی بللې وه او نن یې بیا امریکایان حیاتي بولی او ځکه نو د هغې زړه ( افغانستان ) د اسی آسانه له لاسه نه ورکوی او ژر نه ترې وزي .
 دتروریزم پر ضد جنګ چي عملاْ پر افغانستان باندی د پوځي یرغل راهیسی پیل سوی، پرنړۍ دامریکا د تسلط لپاره یوه ظاهری او مصنوعی پلمه ده ، خو دې هدف ته رسیدل ( لکه چي افغانستان او عراق ثابته کړه ) دومره آسانه هم نده.
په بل عبارت دافغانستان د مورچل نه اصلاْ د تروریزم پر ضد د امریکا جنګ نن ورو ورو د امریکا د جیوپولتیک اهدافو پر لور وردرومی یعنی دا چي خپل جهانی او منطقوی سیالان یې له همدې سنګرنه په نښه کړی دی  . د واشنګټن څو عمده جیوپولتیک اهداف پدې ډول دی :
• دافغانستان پوځي نیونی دوامداره آن  دایمی کول .
• پر سیمه د پوځی  ـــ سیاسي اغیزې تسلط
• د منځنۍ آسیا او کسپین د حوزې نفتو او ګاز ته ځان رسول .
•   د هغه څه پر ضد د جګړې پراخوال چي « اسلامي بنسټ پالنه » او « تروریزم » یې بولي .
• د ایران د دښمنیزه دریځ تهدیدول، د هغه د اټومی پروګرام جداْ تعقیب او احتمالاْ هوایی حمله .
• د پاکستان د احتمالي سقوط مخنیوی ، د هغه د اټومی وسلو ژغورل، هلته پر اسلامي « بنسټ پالو » نظر لرل او دالقاعده مشرانو نیول یا ځپل .
• د چین  ــ پاکستان د ډيریدونکي پوځي  ــ ستراتیژیکي همکاریو ګواښول .
•   د چین ایسارول
• روسیه د محاصرې په حال کي ساتل
•   د منځني ختیځ  ــ منځنۍ آسیا د جیوپولیتکل اجنډا له مخی د سیمی د هیوادو احتمالي تجزیه  ( چي په هغه کي سوریه، عراق، ایران، افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا هم شامل دی . )
 که پورتني لس عمده ( لنډمهاله او اوږد مهاله ) هدفونه سره وپېیو، نو وبه مومو چي د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر یوولسمه پر امریکا تروریستی حمله سوه د هغه په ځواب کي امریکا پر افغانستان  پوځي حمله وکړه ، طالبان یې بې واکه او مشرف ته یې خبردارئ ورکړ چي يا به زموږ سره دریږې او څو بلیونه ډالره به اخلې او یا به  د ډبرین عصر په بم وریو سره محکومیږی .
مشرف هم د څو بلیونو ډالرو اخیستل او د امریکا سره د « ترور پر ضد په جنګ » کي همکاری ومنله . بس له همدې پریکړې راهیسی د کورنیو ستونزو او بهرنیو فشارونو جبه زار ته ورکښته سو . له بلی خوا ، واشنګټن د خپلی خوښی یو مختلط رژیم په بهر کي جوړ او کابل ته ورصادر کړ چي سخت بی کفایته ، فاسد او ناکام وخوت . طالبان چي په ۲۰۰۱   ــ ۲۰۰۲  کي تجرید سوی وو، د نصب کړي رژيم د بی کفایتۍ او فساد او د اشغالي ځواک د سخت پوځی تشدد له امله بیرته په ولس ننوتل . پاکستان کي د هغوی نور جلا وطن ملګری وسلوال او بیرته راستانه سول او پدې توګه مقاومت راپیل او شدید سو .
واشنګټن، کابل او اروپا پر اسلام آباد د لاس وهنو پړه واچول چي تر ننه هم جریان لری .  خو د امریکا نیوکی د ۲۰۰۴ راهیسی هله جدی اوتندی سوې چي ادعا یې کول چي دالقاعده مشران ( بن لادن او الظواهری ) په قبایلی سیمو کي پټ دی او له هغه ځایه دامریکا د ګټو پر ضد فعالیت کوی . خو پاکستان دا دواړه تورونه مسلسل رد کړي او داسي ښکاري چي دواشنګټن سره د تروریزم پر ضد په جنګ کي لوبه مخته بیایی. مشرف څلورو عواملو نور هم پسې تجرید او منفور کړ چي هغه دا دي :
• د امریکا او لویدیځ فشارونه ،
• د خپل نفسانی هوس خواهشونه،
• آمرانه او ظالمانه عملونه،
• د خپل ولس مخالفتونه .
  مشرف په ۲۰۰۴ کي دواشنګټن جدی غوښتنوته مجبوراْ حاضر سو او په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کي یې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل چي په زرګونو انسانان پکښې تلف سول ( خپل ۷۰۰ پوځیان هم ووژل سول ) څو چي بالاخره دې ته اړوت چي په ۲۰۰۵ او بیا په ۲۰۰۶ کي د هغوی سره اوربند وکړی. پدې سره د پولی استحکام یو ځل بیا مختل سو، په افغانستان کي جګړه تنده او زیات « شین سترګي » پوځيان د طالبانو په حملو کي له منځه  ولاړل او پدې سره د کابل رژیم نور هم تجرید، بی وسه، فاسد او ناکام ثابت سو. دې کار واشنګټن سخت وخښماوه او مجبور سو چي یو بل محاذ هم پرانیزی چي هغه د بی نظیر بوټو سره مفاهمه او معامله وه. امریکایانو له یوې خوا مشرف تر سخت فشار لاندی ساتئ چي یا به د بنسټ پالو او القاعده والو د ځپلو په خاطر امریکایی خاصو ځواکونو ته د پاکستان په خاوره کی د عملیاتو اجازه ورکوي، او یا دا چي پخپله به د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کي مرګونی عملیات مخته بیایی. له بل پلوه یې بی نظیربوټو راضی او تطمیع کړه چي بیرته پاکستان ته ورسي. مشرف ( چي لس بلیونه ډالره د امریکا څخه جیب ته کړی وو ) مجبور سو چي اوربند بیرته لغوه او یو ځل بیا سخت پوځي عملیات پیل کړی . هماغه و چي د ۲۰۰۷ په جولای کي د اسلام آباد « د سور مسجد» غمیزه پيښه سوه، پر مشرف باندی ناکامه قاتلانه حمله وسوه ، پر دوو پوځي مرکزونو او د وو استخباراتي واحدونو او ګڼو پولیسی او پوځي څانګو باندی انتحاری او چریکی حملې وسوې چي ستر زیانونه یې واړول . واشنګټن پدې سره اسلام آباد ته وښودل چي « لوبه » ډیره د چا په زیان سره تمامیدای سی . په هر صورت ، واشنګټن پدې دلایلو پر مشرف په غصه دی :
• مشرف د سیمی په هکله د واشنګټن د  اجنډا سره کاملاْ موافق ندی ( خصوصاْ د افغانستان، ایران چین او کشمیر په اړه )
• بن لادن او الظواهری یې پدې شپږو کالو کي ( د تطمیع او تهدید سره سره ) نه میندلي او نه هم ورسپارلي دي .
• مشرف عراق ته د پوځيانو لیږل ( خصوصاْ د ۲۰۰۴ په اګسټ کي مطلقاْ) رد کړی دی .
• مشرف ( د امریکایی هڅو نو او خواهشونو سره سره ) د اسرائیلو د رسمیت پيژندنی څخه په کلکه ډډه کړې ده.
• مشرف په ۲۱ پیړۍ کي د امریکا بهرنۍ تګلاری ته سختی ضربی ورکړی دی ( لکه د اټومی تکنالوژی صادرول، افغانستان ، دبوټو قتل . .  .)
• مشرف د واشنګټن سره د « تروریزم پر ضد په جنګ » کی لوبه مخته بیایی.
• ده دیموکراسی په عمل کی کوټلې خو په خبرو کي يې پاللې ده  .
• پرایران یې د امریکا د احتمالي حملې په باب ډاډ او د خپلی خاوری په خدمت کي ورکولو څخه ډډه کړیده .
• د طالبانو سره دوه ځله اوربند چي په نتیجه کي ۱۱۰ امریکایی پوځيان او ۹۰۰ د رژیم پولیس په افغانستان کي ووژل سول.
• مشرف د اټومی وسلو پلار عبدالقدیر خان ترپایه امریکا یا نړیوالی اټومی ادارې ته ورتسلیم نکړ .
  له بلی خوا، د پاکستان په دننه کي د دیموکراسۍ پلویان، مدنی ټولنه او سیکولر ګوندونه هم د مشرف غیر دیموکراتیکو اقداماتو او پوځي ادارې تر پزی راوستلی دی . دغه بی اتفاقه مخالف ځواک مسلسل اعتصابونه او لمسونونه وکړل څو چي مشرف یې مقابلې ته وروباله . ده هم سمدلاسه قاضی القضات چوهدری افتخار او ۳۶ نور آزاد قاضیان له کارونو ګوښه او په زرګونو مخالفین بندیان کړل . دې شدت مخالفین غلی نه بلکی نور هم خوځنده کړل څو چی مشرف هم د نومبر پر دریمه پوځي حکومت اعلان کړ او پارلمان، اساسي قانون او ټول ملکي صلاحیتونه یې لغوه کړل. پدې سره هیواد یو لوی سیاسي بحران ته په غیز ورغی چي پاکستان یې سارئ نلری  . خو ددې ټولو سره سره واشنګټن پرویز مشرف ته لاندینی خدمتونه کړی دی :
• په تیرو شپږو کالو کي یې لس بلیونه ډالره ( ښکاره) کومک ورکړی دی .
• د يو پوځي دیکتاتور په حیث یې زغملی او ښه پاللئ دی .
• د تروریزم پر ضد یې په جنګ  کي ښه ستایلی او « د جبهې د لومړنۍ کرښی ملګرئ » یې بللئ دی
• د هند احتمالي ګواښ یا تهدید څخه یې ډاډمن او بیغمه کړی دی.
• د مشرف غیر دیموکراتیک کورنی اقدامات یې ندی غندلی ( لکه د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ په ولسمشریزه انتخاباتو کي د دووعمده مخالفو ګوندونو محرومول، د قاضی القضات او نورو  قاضیانو پسی اخیستل ، دیموکراسی خپه کول . . . )
      په هرصورت، امریکا دوه ګونئ سیاست مخته بیولی او بینظیره یې راضی کړه چي  پسله اوو کالو څخه هیواد ته ستنه سی .
پدې سره مشرف د پنځو عمده تهدیدونو سره مخامخ سو لکه :
• د امریکا سخت فشارونه ،
• د طالبانو، اسلامپالو او القاعده ګواښونه ،
• د مخالفو ګوندونو ، مدنی کړیو او دیموکراتیکو انجمنونو چلنجونه،
• د ګاونډو هیوادو احتمالی تهدیدونه،
• د ځان پرضد د کومی پوځي کودتا تشویشونه،
 
   خو څنګه چي مشرف نور نو ډیر کمزوره ، تجرید، منفور آن د خطر سره مخامخ سو نو د واشنګټن فشارونو ته یو ځل بیا تسلیم سو او د بی نظیر بوټو د صادرولو پلان یې  ومانه . بی نظیری داخوب لیدئ چي که مشرف د ستری محکمې لخوا غیر قانوني ثابت سی نو ملت به ددې سره ودریږی، صدراعظمه خو به حتمی وی، ښایی پسی ولسمشره هم سی او دا هغه معامله وه چي د واشنګټن د تائید ټاپه هم پرې لګیدلې وه . بی نظیره د لویو هیلو او هوسونو په څپو کی پاکستان ته ورغله خو د ډسمبر پر ۲۷ ووژل سوه . پدې وژنه سره د واشنګټن سمیه ییز پلان هم دړی وړی سو . د هغې ګوند پر مشرف او آی ایس آی پړه اچوی خو مشرف بیا دا قتل پر القاعده او طالبانو تاوانوی. خو یو تریخ حقیقت دا دی چي په پاکستان کي صرف دووکسانو د القاعده، تروریزم او بن لادن پر خلاف څرګندي او لمسونکي ویناوی کړی چی یو مشرف او بل هم بی نظیر بوټو وه حال دا چي نورو ټولو سیاسي مشرانو لدې درکه محتاطانه برخورد کړی دی .  بل هم دا چي آی ایس ای د مشرف سره مخالفت لری خو د بوټو او د هغې د ګوند څخه بیا نفرت لری . بی نظیر بوټو هغه مهال د خپل مرګ مکتوب لاسلیک کړ چي دوه شیان یې وویل  : که زه صدراعظمه سم نو امریکایی ځواکونو ته به اجازه ورکړم چي د پاکستان په خاوره کي اسامه بن لادن ومومی او ویې نیسی ، او په ویانا کي به داټومی انرژۍ نړیوالی ادارې (   IAEA) ته اجازه ورکړم چي د « خبیث » اټومی سائنس پوه  عبدالقدیر خان څخه شمالي کوریا، ایران، لیبیا او نورو ته د اټومی قاچاق د ورکړی په هکله ګرویږنی وکړی. د همدې خبرو څخه وروسته نور نو د هغې ژوند په  پور چلیدئ . په هر صورت ، مشرف امریکایانو ته پخپل وار دغه اساسي خدمتونه کړی دی   :
الف  ـــ  اساسي امتیازونه :
• څلور پوځي اډې او ۵۰ خاصو ځواکونو  ته یې پخپله خاوره کي ځای ورکړئ  چي هیڅ کوم پاکستانئ هغه ته لاس رسی نلری  .
• په افغانستان کي یې د امریکایی پوځونو د اکمالاتو او لوژستیک لپاره د پاکستان مځکه او فضا په واک کی ورکړې ده .
• د « بنسټ پالو مسلمانانو !  » او « تروریسټانو  ! » پر ضد یې خپل پوځي او استخباراتي عملیات جاری ساتلی دی .
• د آی ایس ای سخت دریځی او طالب پلوه غټ افسران یې تقاعد یا تبدیل کړی دی .
 
ب  ــ     وروستي امتیازونه :
• د واشنګټن په غوښتنه په اکتوبر کي راضی سو چي بی نظیربوټو ومنی .
• د و اشنګټن په غوښتنه په نومبر کي د پوځ د لوی درستیز له مقام نه ایسته سو .
• د واشنګټن په غوښتنه  یې د ډسمبر په نیمایی کي اضطراری حالت بیرته لغوه او د انتخاباتو نيټه یې اعلان کړه .
• د واشنګټن په غوښتنه یې د بی نظیر د قتل د ګرویږنو لپاره د « سکاتلنډ یارډ » د تحقیقاتود ډلی ورتګ ومانه .
په هرصورت، امریکا د خپلی نړیوالی اجنډاله مخی د شرایطو مطابق رژیمونه بدلوی . دا کار یې په افغانستان  اوعراق کي د سوټي په زور وکړ خو په پاکستان کي یې بیا د بی نظیر بوټو په ورلیږلو سره د « دیموکراسۍ »  او « تدریجی بدلون » له لاری کاوه دا ځکه چي پوځ او جنرالان په زور سره نسی راپرځولای. هو ، د « الف » دغه پلان خویې ناکام سو او داسی نه بریښی چي سپینی ماڼۍ ته د نوي ولسمشر تر راتګ پورې د « ب » پلان ولری .   تر هغه مهاله یوازینۍ چاره هماغه د ډالرونو ورکړه او دفشارونو پایښت دی او بس . ځکه ، تیرو شپږو کالو داثابته کړه چي امریکا په خپل ټول پوځي   ــ استخباراتي  ــ  مالي طاقت او د ناټو او کابل  رژیم په ملګرتیا سره ونسو کړای چي څو طالبان مات یا محوه کړی، نو پاکستان به څنګه داکار وکړای سی ؟ او د هغوی نه څنګه داغوښتنه کوی ؟
  مشرف چي په واټونو کي خپل مخالفین نسی غلی کولای، هغه قبایل به څنګه تابع او مات کړی چي پخپلو سردروکی یې د لوی سکندر څخه تر انګریزانو پوری د وخت هره امپراطوری پر ګونډو کړیده  ؟
  امریکا اصلاْ پاکستان ته ډيره اړتیا لری آن تر افغانستان هم هغه فعلاْ ورته مهم دی . د امریکا حیاتی ګټی په پاکستان کی دا دی :
• د دوستانو په واک  کی د اټومی وسلو پاتیدل ، که نه هغه باید تر خپل تسلط لاندی راوړی .
• د القاعده اوتروریزم پر ضد  د جنګ دایمی کول او اسلام آباد په هغه  کي د ځان سره لرل .
• د دیموکراسۍ بقأ ( که رښتیانۍ نه وی نو قلابی خو باید وی )
• د پاکستان د احتمالي سقوط مخنیوئ ( خصوصاْ د اسلامپالو په واسطه )
• پر ایران د احتمالي ګوزار په صورت کي پخپله ګټه د پاکستان استعمال یا اقلاْ د هغه بی تفاوته ساتل .
• په افغانستان کي د خپلو پوځي اکمالاتو لپاره د هغه فعال ساتل.
• په پاکستان کي د خپلو پوځي اډو دوام او د هغوی ډیرول او د امریکایی ډیر شمیر پوځیانو ورلیږل .
• د سیمی د جیو پولیتک اجندا له مخی د وروستۍ چارې په توګه د دې هیواد مځکنۍ تجزیه .
تر هغه ځایه چي د امریکایی کړنلاړی تاریخ ښودلې، امریکا د مشرف غوندی د یکتاتورانو د پالنی سره ښه اوږده سابقه لری لکه د ایران  پاچا، د عراق صدام ( لس کاله ) ، د مصر حسنی مبارک یا د الجزایر پوځي مشر او نور. تجربو ثابته کړې چي واشنګټن په ظاهره د دیموکراسۍ پلار دی خو په عمل کي یې هغه یرغمل کړیده. که حماس، احمدی نژاد، اخوان المسلمین، د الجزایر د اسلامي نجات جبهه او یا هم د وینزویلاهوګو چاویز په دیموکراتیک ډول انتخابیږی نو امریکا چمتو ده چي آن د دیموکراسۍ یوه پښه په تبر سره هم ورماته کړی . همدا علت دی چي واشنګټن د سیمی دجیوپولتیک اجندا سره سره کومه عینی او مشخصه ستراتيژي نلری او له همدې امله په دوو جنګونو کي ګیر راغلی او سره لدې چي پوځ یې توږل کیږی، جیب یې تشیږی، او نوم یې بدیږی، بیا هم دراوتلو هیڅ ټاکلې ستراتیژی نه لری . راځئ چي د سیمی په اړه د واشنګټن د ستراتیژۍ عمده ناکامۍ په نښه کړو چي هغه ګټوری نه بلکی مضری ثابتی سوی دی :
• د دیکتاتورانو سره ټینګه دوستی او د هغوی دفاع بقأ نلری ،
• پر غیر ملی لارو د بلیونونو ډالرو مصرفول ګته نلری ،
• د پوځي طاقت په زور د ګوډاګیانو تر پل او ساتل یو دروند پیټئ دی .
• مخالفین یوازی په پو ځي طاقت په زور د ګوډاګیانو سره نسی ماتیدای،
• د شوروی اسغال د تاکتیکونو تکرار مضر عواقب لری،
• د خپلو قهری اعمالو دوام او د هغو د ترمیمولو څخه ډډه بحرانو نه تولیدوی ،
• پوځي سوقیات، پوځي حضور، پوځي اشغال ګټه نه بلکی زیانونه راوړی،
ښه نو چاره یې څه ده  ؟
 
    تر هرڅه مخکی باید د روانو حساسو پرمختیاوو سره صادقانه او عادلانه مقابله وسی. ددې کار لپاره مهم ترین مسولیت هماغه د سیمی په اړه د امریکا د بهرنۍ تګلاری د تعدیل او ترمیم اړتیا ده ، داسی چي هغه د « نظامی » څخه « سیاسی » حالت ته بدلون ومومی .
  هڅه باید وسی چي روان حالت له « بد » څخه  « بدتر » نسی ځکه په هغه کي  به هرلورئ په مطلق زیان کی وی . بی نظیر بوټو نوره  نسته خو واشنګټن هلته اوس بل کوم « مطلوب » کاندید هم نلری .
 
نورنسته خو واشنګټن هلته اوس  بل کوم « مطلوب» کاندید هم نلری. تازه سروې ښئ چي ۹۰٪ پاکستانیان مشرف نه خوښوی خو همدومره سلنه هم جورج بوش یو غټ بدمعاش بولی .
 
۷۰٪ پاکستانیان وایی چي د ا امریکا ده چي غواړی اسلام کمزوره  او ویشی . ۸۰ ٪ هم وایی چي په آسیا او افغانستان کي د امریکا پوځي شتون په آینده لسو کالو کي د پاکستان ګټو ته جدي تهدید دی. ۷۵٪ هم وایی چي بهرنیو پوځونو ته باید اجازه ورنکړه سی چي په پاکستان کي د القاعده او طالبانو د تعقیب عملیات پر ذمه واخلی . نو ددغسی یو ذهنیت په شته والی کي به آیا دا لازمی وی چي امریکا په پاکستان کي د څپل نظامي حضور په خاطر له زور اوشدت څخه کار واخلی ؟ داصحیح ده چي د پاکستان اردو نن تر بل هر وخت ډیره د خپل ولس سره په مخالفت کي استعمال سویده خو داسی نه ښکاری  چي هغه به  دوهم ځل  د خپل هیواد تجزیې ته اجازه ورکړی. هر ځل چي پرپښتنی قبایلو پوځي عملیات سوی نو د وسلوالو مخالفینو شمیر د سلګونو څخه زرګونو ته رسیدلی دی . آیا د امریکایی خاصو ځواکونو په عملیاتو سره به د هغوی شمیر سل ګونو زرو ته ونه رسیږی ؟
 
   آیا پدغسی ارتکاب سره به د پولی د  دواړو خواوو د قبایلو ترمنځ هغسی اتحاد رامنځته نسی لکه په تاریخ کي چي څو څو ځله ثابت سوی هم دی ؟ تاریخ ښودلې چي دلته « نظامي حل » نه بلکی « سیاسي حل » نتیجه ورکړیده . د پښتني قبایلو هر غړئ ټوپک او وسله تل د ځان سره لری کټ مت لکه د لویدیځي نړۍ هر ځوان چي موبائیل تلیفون لری .
 
    فلهذا ، غوره لار هماغه انتخابات دی نه پوځي عملیات یا مارشلا . پریږده چي هلته انتخابات پر خپل وخت وسی او د « اسلامپالو  ! » څخه وهم او بیره ونه سی . ځکه هغوی په تیرو انتخاباتو کي درایه ورکونکو صرف ۱۳٪ ننګه تر لاسه کړه . نو ولی باید انتخابات فسخ سی او ولی باید « اسلامپال ! » په لوی لاس تحریک او وپارول سی ؟
پښتنی قبایل صرف د جرګو تابع دی نه د جګړو، که نه هیڅ لوری به هم ګټندوی نه وی .
فلهذا، یوازینۍ لاره جرګې دي نه جګړې  . 
 

دافغان رسالې د ۱۰۵ ګڼی څخه

يادداښت :

لكه څرنګه چې دغه ليكنه دلوى افغانستان په لراوبر ويب پاڼه كې يوځل خپره شوې نومونږ وپتيله چې  دليكنې دارزښت له مخې هغه په دريځ ويبلاګ كې هم خپره كړو نولدې امله يوځل بيا له درانه ليكوال اودلراوبرله ويب پاڼې څخه مننه كوو .  

دريځ علمي اوكلتوري ټولنه