په عربي ژبدود کښې د سياست کلمه د انگليسي ژبې د ((Politics) له کلمې سر توپير لري:
په عربي ژبه کښې د سياست کلمه د ټولو ټولنيزو، اصلاحي او اخلاقي کارونو د تر سره کولو معنا افاده کوي، خوپه انگليسي ژبه کښې د سياست (Politics) کلمه يواځې او يواځې د ډلې ،گروپ او ډلو لخوا د ملکي، ملي او حکومتي چارو سمبالښت سياست گڼل کيږي.
دغه کلمه د معنا سره په تړاو کښې له ديارلسمې عيسوي پېړۍ څخه را وروسته دومره تنگه شوه، چې اوس دغه ((پولټکس)) يواځې د حکومت کولو د فن پورې اړونده شوې ده. (څرک مجله _ لومړى کال څلورمه گڼه – ٦ مخ).
شاه ولي الله محدث دهلوي (رح) د سياست په هکله داسې ويلي دي :
((سياست د حکمت (پوهې،علم او فن) نوم دى او له هغو تدبيرونو څخه بحث کوي، چې د هغې په واسطه د خلکو ترمنځ ارتباط او اړيکې ساتل کيږي)).
ابن منظور افريقايي (رح) چې په (٧١١هـ) کال کښې وفات شوى د سياست په هکله داسې فرمايي:
((د يو شي د اصلاح لپاره ملا تړل او پرې کلک درېدل _ سياست دى)).
امام غزالي (رح)، چې په (٥٠٥ هـ) کال کښې وفات شوى د سياست په هکله داسې وايي:
((د خداى (ج) د مخلوق اصلاح او سمې لارې ته د هغوى لارښوونه کول، سياست دى .يعنې د دنيا او آخرت دسمون لپاره د چارو يواځينۍ سمه لاره ده.))
په المنجد کښې د سياست تعريف په دې ډول شوى دى : ((سياست د حکومت کولو هنر ته وايي او دا هغه اداره ده، چې په داخلي او خارجي برخو وېشل کيږي)).
علامه ابن خلدون (رح) سياست د قانون په اعتبار په درې برخو وېشلى دى :
١- په پاچاهي سياست کښې د قانون پر ځاى مطلق العنان پادشاه پخپل زور او غضب پر خلکو حکومت کوي. د ده په عضب کښې د حيوانيت نخښې او آثار ليدل کيږي. دا حکمرانان د رعيت پر اوږو ددروند بار حيثيت لري.
٢- که قوانين د حکومت د مسوولينو يا نوروقدرت لرونکيوچارواکو په واسطه دود شوي وي ؛نوبيا پر دې قوانينو ولاړ سياست ته عقلي سياست ويل کيږي .
٣- که يوه ټولنه په داسې حال کښې د الله (ج) په لاره روانه وي، چې هغه لاره د الله (ج) له لوري د رسول الله (ص) په واسطه پلې شوې وي، دې ته ديني سياست ويل کيږي. دا سياست د دنيا او آخرت دواړو لپاره گټور دى.
اما راغب اصفهاني (رح) ،چې په کال (٥٠٢) کښې وفات شوى ،د سياست په برخه کښې يې لاندې درې ټکي روښانه کړي دي :
١- عمارة الارض: د ځمکې ودانول او هغې ته پراختيا ورکول.
٢- تنفيذ الحکم الله : د الله (ج) د حکمونو پلي کول.
٣- د ښواخلاقو اختيارول.
ابو الوفا ابن عقيل بغدادي (رح)، چې په (٥١٣ هـ) کښې وفات شوى، د سياست په هکله يې داسې ليکلي : ((سياست د هغو تدبيرونو نوم دى، چې د هغو په واسطه خلک د اصلاح او مصلحت په لور يو له بل سره نژديوالى پيدا کوي او له فساد څخه ليرې کيږي)).
امام ابو حازم سلمان الاشجعي (رح) ويلي دي، چې زه پنځه کاله د حضرت ابو هريره (رض) په مجلسونو کښې ناست شوى يم او ما ترې اوريدلي، چې رسول الله (ص) فرمايلي : د بني اسراييلو سياست د هغو د پېغمبرانو په لاسونو کښې و. کله به، چې يو پېغمبر وفات کېدو؛ نو پر ځاى به يې بل پېغمبر راتلو او زما څخه وروسته بل پېغمبر نه راځي، خو زما خلفاء او استاذي به موجود وي.
د پېغمبر (ص) له دې حديثه څرگنديږي، چې سياست د انبياو(ع) دنده او مسووليت و، خو د نبوت له پاى ته رسېدنې څخه وروسته دا ستر مسووليت د خلفاواو استازيو پر اوږو کښېښودل شوى او ښکاره ده، چې خلفاء او علماد نبي (ع) لار نيسي او هر هغه کار، چې د نبي (ص) په طريقه روان وي، هغه د اسلام يو اصل گرځي.
د نبي (ص) او د خلفاو اصلي وظيفه د دين ټينگونه وه. هر هغه کار، چې په دين پورې تړلې نه وي هغه په نبي (ص) پورې نه تړل کيږي.
ځينې خلک،چې د اوسنۍ زمانې د سياسي وگړيو تخريب اوفسادخپرولو ته گوري ؛نو د دوى د ناوړه عمل له کبله يې د سياست له کلمې څخه هم کرکه پيدا شوې ده،خو له سياست څخه کرکه کول د عقل او پوهې څخه ليرې خبره ده. (څرک مجله – لومړى کال څلورمه گڼه، ٦-٧ مخ)
د سياست بڼې : سياست دوه بڼې لري :
١- هغه سياست، چې د شريعت پر اصولو او احکامو ولاړ وي.دا راز سياست د ديني سياست په نوم هم ياديږي ،چې د ټولنې داخلاقي ژغورنې وسيله گرځي او له دې ډول سياست څخه کرکه کول په حقيقت کښې له دين څخه کرکه کول دي.
٢- هغه سياست، چې د دين او اخلاقو له قيد څخه ليرې وي، جاهلي سياست ورته ويل کيږي.داسياست په حقيقت کښې د اقتدار د دوام او ټينگوالي لپاره تحميليږي ،چې کوم ټولنيز ارزښت اوفرهنگي وړتيا نه لري.
حافظ ابن قيم (رح) چې په کال (٧٥١ هـ) کښې وفات شوى، داسې ليکي :
((مونږ داسې نه وايو، چې عادله سياست د شريعت په خلاف دى، بلکې داسې وايو، چې دا سياست د شريعت د اجزاو څخه يو جز او د شريعت د فعلونو څخه يو فعل حسابيږي)).د بحرالرايق په ٥ ټوک ٧٧١ مخ کښې شرعي سياست په لاندې توگه راپېژندل شوى دى :
١- د نفس د اصلاح تدبيرونه.
٢- د خپل کور د امورو تدبيرونه.
٣- په غوره توگه د کورني نظام دچلولو تدبيرونه.
٤- د وعظ او نصيحت په واسطه د ټولنې د اصلاح تدبيرونه.
٥- د حکومت له خوا د ښاري نظم او نسق د منځته راوړلو تدبيرونه.
٦- د حيواناتو تابع کول او له هغو څخه په غوره توگه د کار اخيستلو تدبيرونه.
اما فخر الدين رازي سياست په لاندې توگه وېشلى دى :
١- د مالکانو سياست : دا هغه سياست دى، چې مالکانو ته پخپلو ملکيتونو کښې ور په برخه وي. يعنې د خپل ملکيت او جايداد نظم او نسق پرې خوندي کوي.
٢- د حکمرانانو سياست: په دې سياست کښې چارواکي د مادي ځواک او حاکمانه اقتدار پربنسټ د مملکت چارې او د رعيت د معاملاتو نظم او نسق پرمخ بيايي.
٣- د فرښتواو پاکانو سياست : په دې سياست کښې د الله (ج) داحکاموپر حکم او د هغه له لوري د ورکړل شوي ځواک له مخې په مخلوقاتو کښې بېلابېلې دندې سرته رسيږي. (څرک مجله – څلورمه گڼه، ٧ مخ).
له پورتنيو لنډو توضيحاتوڅخه څرگنديږي، چې اسلامي سياست د دين يوه څانگه ده. يعنې دين او سياست يو تر بله ټينگې اړيکې لري، واټن او جلاوالى په کښې نه شته. که څه هم ځينې خلک او په ځانگړي توگه غربيان او اروپايان د ميډيا او مطبوعاتو له ليارې په اسلامي هېوادونو کښې دا خبره د خپلو لاسپوڅو او گوډاگيانو په واسطه تبليغوي، چې دين او سياست دوه بېلابېلې تگلارې دي او ترمنځ يې کومه اړيکه نه ليدل کيږي.
دا ښاغلي دا خبرې د دې لپاره کوي، چې مسلمانان له حکومت او سياست کولو څخه ليرې وساتي ،څو د ځان غلامان او لاسپوڅي ورڅخه جوړ کړي. همدا ښاغلي دا هڅې هم کوي، چې اسلام نړيوالو ته يواځې اويواځې عبادتي دين ور وپېژني او دا خبره ورته په ډاگه کړي، چې اسلام يواځې تر جومات او عبادت (لمونځ، روژه، حج او زکات) پورې محدود دى ؛ سياست او حکومت کول په اسلام کښې نه شته.
دا خلک نه يواځې پرځان، اسلام او سياست ملنډې وهي،بلکې بې بنسټه او بې منطقه خبرې کوي اوځانگړې خپرونې هم په بېلابېلوبڼوخپروي. ددوى دا کار دوه حالته لري يا له پوره حقايقو څخه خبر نه دي (د اسلام په اړه بشپړه مطالعه نه لري) او يا هم د کفارو ايجنټان او مبلغين دي ،چې قصداً د مسلمانانو د گمراه کولو لپاره نا اړين کارونه ترسره کوي.
هغه دوستان ا و وروڼه، چې په بشپړه توگه يې دين او اسلام نه دى مطالعه کړى؛ ترې په ډېر عجز دا غوښتنه کوم، چې په دقيقه توگه دې اسلام مطالعه کړي او بيا دې خپل سر پخپل گرېوان کښې کښته کړي او دا قضاوت دې وکړي، چې آيا سياست له دين څخه بېل دى او که سياست د دين يوه برخه ده؟ اړينه ده ،چې دې نتيجې ته به ورسيږي، چې داسلام سياست د دين يوه څانگه ده او اسلام يواځې تر جومات او عبادت پورې محدود نه دى، بلکې د اسلام دين ډېر پراخ او احکام يې د ژوند په هر اړخ کښې د حکم کولو وړ دي. يعنې په اسلام کښې له فردي عبادتونو اومعاملاتوڅخه نيولې تر ټولنيزسياست، حکومت، حقوقو، اقتصادي پياوړتيا، علمي زده کړو، دعوت، جهاد، سوداگرۍ ،سپورت او ... پورې د اړتيا وړ دي او ټينگار پرې کيږي .
د دوه يمې ډلې ( کفارو ) په اړه بايد ووايم، چې دا ښاغلي دې خپل رب (ج) ته رجوع وکړي او د څو ډالرو د لاسته راوړلو او يا هم د قدرت د گټلو په خاطر دې نور د مسلمانانو اواسلام په اړه خپله ژوره دښمني پرېږدي او په رښتيني ډول دې نور ځانونه د کفارو او د اسلام د دښمنانو له غلامۍ څخه آزاد کړي ، د اسلام دايرې ته دې راننوځي او خپل پا تې عمر دې له مسلمانانو سره په آزاده او خپلواکه خاوره اوهېواد کښې تېر کړي.
دساپي پښتوڅيړنودمركزله ويب پاڼې څخه په مننې سره