زه تا ته په بل نامه هم غږ کولای شم خوخبره داده چې نه غواړم زما اوستا په رازونوخلک پوه شي ځکه زه او ته ډیر سره نږدې يو آخر ته ز ما احتیاط کاره وراره  یې !
دوه درې کاله وړاندې چې کله د ملي سرود جوړول د مخدوم رهین له خوا قصداً او عمداً وځنډول شول نو د قلموال خپرونې چې په ننګرهار کې خپریږي په طنز کې د اساسي قانون دشلمې مادې د فاتحې اعلان خپور کړى ؤاو ته یې د همدې مادې احتیاط کاره وراره بللی وې نو ما هم غوره وګڼله چې په همدې نامه دې یاد کړم او که ریښتیا راباندې وایې ستاله احتیاط څخه ډیر په تنګ شوی یم خو اوس داسې راته ښکاري چې احتیاط دې پریښی .
دجمهوري ریاست په ټاکنو کې سره له دې چې ولس درته سترګې په لار ؤ را وړاندې نه شوې او په بل پسې ودریدې په پارلماني ټاکنو کې ښه وې بدنه وې خو ز مونږ سیاسي تنده دې بیا هم ماته نکړه پارلمان ته دې ځان ورساوه آفرین دې درباندې وي خو یوه ورځ دې والله که په خپلو خبروکې دګوند د مرا منامې یوه جمله را اخيستې وي یعنې ستانظريات تراوسه هم د خپلې ګوندي کړنلارې څخه نه دي اغیزمن شوي او هماغه احتیاط کاره وراره چې وې یې به خو هغه څو ورځې وړاندې مې واوریدل چې په پارلمان کې دې د یوه ځانګړي کمیسیون غریتوب ته ځان کاندید کړی ؤ ؟ او  بل چاراته وویل چې ۱۰۳ رایې دې اخستې وې له دې نه ښکارې چې اوس دې احتیاط پریښی او په سیاسي ډګر کې د منډې خیال لري ډیرښه زه فکر کوم چې داځل به ۱۰۳  رایو تاته هم خوند درکړی وي او له ځان سره به وایې چې کاشکې مې د ولسې جرګې مشرتوب ، مرستیالۍ او یا منشي توب ته ځان کاندید کړی وه که داسې وي نو دایوه ښه پښیماني ده ګوره کله کله سړی په خپل زورنه پوهیږي خوته هغه ده اوس پوه شوې نو چې داسې ده ځه نورهم وړاندې ځه ...... !