په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد بيرحمانه يرغل هغه څه وه چې د  هيواد په ګوټ ګوت کې د ټولو افغانانوله غبرګون سره مخامخ شو او ټول افغان ملت که لوستي وه که نالوستي که نارينه وه که ښځه که لوى وه که ماشوم که شتمن وه که بې وزله ، برخه پکې واخيسته او په ډيره ميړانه يې شوروي پوځيانوته ماتې ورکړه او د بشريت په تاريخ کې يې د افغانستان لپاره يوبل باب پرانيزه خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې ځينې ډلې او ټپلې او ياپه ځانګړې توګه يوه خاصه فکري ډله غواړي د جهاد افتخارات په ځان پورې وتړي او په ډيره سپين سترګۍ  سره د نورو په سرښندنو او قربانيو سترګې پټې کړي .
څه موده وړاندې چې د شمالي ټلوالې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود د مړيـــنې و رځې وې شمالي ټلوالې دهغو پيسو په وسيله چې ښايي دجهاد له برکته يې لاس ته راوړې وې ټول تلويزيونونه او مطبوعات يې په خپل کنترول کې راوستي وه او يوازې د خپل اتل په اړه خپرونې او غونډې يې جوړولې . دوئ دومره سپين سترګي او حريص دي چې غواړي اوس د افغانستان د جهاد لاسته راوړنې او وياړونه يوازې او يوازې په يوه شخص او يا تنظيم پورې وتړي .
حال داچې د افغانستان په جهاد کې تر يو نيم ميليون زيات افغانان شهيدان شوي چې په بيلابيلو سيمو قومونو او تنظيمونو پوري اړه لري ، ايا دوئ د افغانستان بچيان نه وه ؟ آيا دوئ د افغانستان د آزادۍ لپاره قرباني نه وه ورکړې ؟ آيا همدوئ نه وه چې روسانو ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ ؟ زه فکرکوم داټول واقعيتونه افغانانو او نړيوالوته څرګند دي چې جهاد چاوکړ ؟ قربانيوته چا ټټروواهه ؟ د افغانستان آزادي چا واخيستله ؟ له شورويانو سره دسولې تړونونه چا وکړل ؟ د مسکو کوچ او پيروي چاوخوړل ؟ له مسکو څخه کانټينر کانټينر پنځه زريز اولس زريز لوټونه او وسلې چاته راتلې ؟ د تاجکستان په کولاب کې چاته د روسانوله خواپناه ورکړل شوې وه ؟ او څوک وه چې د قدرت لپاره يې د جهاد افتخارات هيراو قومي جګړوته يې لمن ووهله ؟ او ۶۰۰۰۰ کابليان يې په وينو کې ولمبول .
خو داچې دريښتينو او واقعي مجاهدينو نوم اوس نه اخستل کيږي ښايي دهغوئ ګناه به د شمالي ټلوالې په آند داوي چې هغوئ يوازې د خداي (ج) د رضا لپاره جهاد کړى وه او بس خو هغه څوک چې جهاد يې د قدرت شتمنۍ او نوم لپاره کړى  ده هــغوئ او س هم د مجاهد په نوم امتياز غواړي ، واک غواړي او هر څه غواړي حال دا چي ولس نورستړى شوى او د دې ډول تشو او بې ځايه شعارونو د اوريدو لپاره وخت نلري او په ډيره خواشينۍ سره بايد ووايم د چې د حامد کرزي په مشرۍ موجود ه حکومت په دې و نه توانيده چې ملي احساسات او ملي غوښتنې درک کړي هر هغه څه چې دوئ ته په نظر ښه ورغلي له ولس سره له مشورې پرته يې سرته ورسول د افغانستان د تاريخ واقعيتونه يې په پام کې و نه نيول هره هغه ډله چې لرې کول يې په کاروه په خپلو سخاوت مندانه امتيازاتو يې و نازوله او هغه خلک چې دولس په ټپونو دپټۍ لګولو جوګه وه دده له کړنو سره په مخالفت کې واقع شول هيڅ څوک له حکومت سره د زړه له کومې همکاري نه کوي ټول ناهيلې دي ځکه چې د ټولو افغانانو او د جهاد د قربانيانو سياسي ، فرهنګي ،ټوليز او مادي حقوق يوې ډلې ته ورکول شول . او همدايوه ډله ده چې د افغانستان په برخليک لوبې کوي کله د اجراييه قوې پښې و هي کله د ولسي جرګې له لارې ستونزې پيدا کوي ، کله دواليانو په ضد قيامونه کوي او کله د افغانستان دويش پروګرامونه وړاندې کوي آو دا په داسې حال کې ده چې دوئ پخپله د حکومت په بيلابيلو برخوکې د ناسورپه توګه ننوتي هم دي، بس که يې غوښتنې ومنل شوې له کرزي نه ښه سړى نشته او که لږ څه يې د غوښتونو  مخالفت وشواو څوکۍ ورته ورنه رسيدې نوبيا هر هغه بدنوم چې د دوئ په خوله راځي کرزي ته يي منسوبوي له دې امله د افغانستان راتلونکي حکومت او سياسي فعالين بايد په پام کې ولري چې .
1. د افغانستان افتخارات دې د افغانانو وبلل شي . او ټول هغه افغانان چې د هيواد لپاره يې قرباني و رکړې وستايل شي .
2. د جهاد له سپيڅلي نوم څخه دې څوک ناوړه ګټه نه پورته کوي او حکومت دې چاته ددې اجازه نه ورکوي .
3. د افغانستان په هر ولايت کې دې يوڅلى جوړ او دهغونومورکو شهيدانو نومونه دې پرې وليکل شي  چې د شوروي پوځيانو سره يې په ميړانه جهاد کړى دى .
4. د افغانستان خلک دې چاته حق نه ورکوي چې ددوئ مـلي ويـاړونــوتــه سپکا وى و کړي او هغه په يوه شخص يا ډلې پورې و تړي .
5. د افغانستان خلک د افغان ملي تاريخ په پړاوونو کې د مقاومت په نوم کومه دوره په رسميت نه پيژني د افغانستان سيا ستوال دې خپل دريځ په دې اړه روښانه کړي .
6. د افغانستان حکومت حق نلري چې د تنظيمي قهرمانانو دورځو په لمانځلو دې ملي بودجه په مصرف ورسوي. په دې اړه بايد قانون جوړشي او روښانه دې شي چې حکومت کومې ورځې په رسمي ډول ولمانځې .
7. هغه رتبې ، مډالونه ، لقبونه او مادي امتيازات چې د حامد کرزي په واکمنۍ کې ځينو کسانو او يا ډلوته ورکول شوي دي راتلونکى حکومت بايد په هغو له سره کتنه وکړي .
8. هغه ولسوالۍ او سيمې چې د حامد کرزي په واکمنۍ کې ځينو تنظيمي خپل سروډلو ټپلوته په سياسي رشوت کې ولايتونو ته لوړې شوې ، په هغو دې له سره کتنه وشي او د محلي ادارو دويش لپاره دي معيارونه کيښودل شي .
9. هغه ولايتونه چې د برهان الدين رباني د زورواکۍ په مهال يې ولسوالۍ دوه چنده زياتې شوي په هغو دې بياکتنه وشي .
10. ددې لپاره چې په هيواد کې دايمې سوله اوامنيت راشي ټول جنګي جنايت کاران دې محاکمه شي او هغه شتمنۍ چې دوئ د چور او چپاول او اختلاس له لاري ټولې کړي . ورڅخه واخيستل شي .