د پاکستان جنګي الوتکو ٣٢ وسله وال ووژل
21.05.2014 10:21د پاکستان جنګي جټ الوتکو د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې تر دمه يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنۍ ددې هېواد د پوځ د عامه اړيکيو د دفتر ISPR په حواله وايي، چې پاکستانيو جنګي الوتکو د چهارشنبې په شپه د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې د سخت دريځۀ وسله والو پر مرکزونو او پټنځايونو هدفي هوايي بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې تر دې دمه ٣٢ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټبيان شوي دي.
د پاکستان د پوځي مقاماتو د وينا له مخې، پاکستانيو الوتکو د شمالي وزيرستان په ميرانشاه او مير علي کې د مېشتو پاکستانيو وسله والو طالبانو پر مرکزونو هدفي بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو ډېرى مرکزونه له منځه وړي دي او په خبره يې، چې په بريدونو کې ډېرى وسله وال ټپيان شوي دي او ښايي د مړو شمېر پورته شي.
دا په شمالي وزيرستان کې تر دوو مياشتو وروسته د پاکستاني جنګي الوتکو تر ټولو ستر هوايي بريدونه دي. تر دې مخکې هم دې الوتکو د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې هوايي بريدونه کړي وو، چې د وسله والو په ګډون پکې ملکي وکړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
په شمالي وزيرستان کې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د پاکستان جنګي جټ الوتکې او جنګي هليلکوپترونه د چهارشنبې په شپه ناوخته شمالي وزيرستان ته راننوتلې او پر بېلابېلو سيمو بريدونه وکړل او په خبره يې، چې لا هم په دې سيمه کې د جنګي الوتکو پروازونه دوام لري.
د شمالي وزيرستان امنيتي چارواکي وايي، چې تر هوايي بريدونو وروسته يې په شمالي وزيرستان کې ګرځبنديز لګولى او خلکو ته يې له کورونو څخه د نه وتلو حکم کړى دى.
د پاکستان جنګي جټ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دا هدفي بريدونه په داسې وخت کې کړي، چې د وسله والو پاکستاني طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې د ځنډ ښکار شوي دي.
د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ دا خبرې اترې د روان کال په فبرورۍ کې پيل شوې وې، چې بيا وروسته د وسله والو طالبانو له خوا پر پاکستانيو سرتېرو تر پرله پسې بريدونو وروسته څو څو واره وځنډېدلې.
د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر مرکزونو دا بريدونه تر هغې وروسته کړي، چې په دې وروستيو کې د امريکا د متحده ايالاتو يو شمېر جګپوړو دولتي او پوځي مقاماتو پاکستان ته د سفر پر مهال ددې هېواد له صدراعظم او همداراز د پاکستان د پوځ له لوى درستيز راحيل شريف سره د ليدنې پر مهال له دوى غوښتي وو، چې په شمالي وزيرستان کې دې د مېشتو سخت دريځه وسله والو د مرکزونو له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي
او په خبره يې، چې په د سيمه کې د سخت دريځه وسله والو مرکزونه له منځه وړل نه يواځې د پاکستان، بلکې د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي.