مانسهره: پر پوليس څوكۍ بريد، 5 تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.
07.05.2010 09:51مانسهره: د مانسهرې اړوندې غازي كوټ سيمه كې پر پوليس څوكۍ د نامعلومو كسانو د ډزو له لامله 4 تنه پوليس مړه او يو ټپي شو.
امنيتي چارواكي وايي، چې نن سهار 10 بجې د مانسهرې په غازي كوټ نومي سيمه كې پر يوې امنيتي پوستې د نامعلومو كسانو له خوا بريد وشو، چې له لامله يې 4تنه پوليس ځاى پر ځاى مړه او يو سخت ټپي شو.
هغوى وايي، چې تر بريد وروسته سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا محاصره شوې، د سيمې ټولې دنننۍ او بهرنۍ لارې تړل شوي او د راتلونكيو خلكو سخته تالاشي اخيستل كېږي.
د پېښې په اړه لا نور جزييات نه دي په ډاګه شوي او نه لا تراوسه كومې ډلې د نوموړي بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
پوليس وايي چې پلټنې يې پيل كړي او ډېر ژر به د پېښې عاملين ونيسي.