د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هشنغر په چارسده کې د (زېړ مازيګرى په پېښور کښې دى) مخکتنه وشوه

ذبيح شفق 20.06.2011 15:16

د روان کال د جون پر اتلسمه ١٨مه نېټه، د خالي په ورځ د خيبر پښتونخوا په هنرخيزې او زرخيزې سيمې د هشنغر په چارسده کې د پښتونخوا د نوموتي شاعر، ليکوال او خوږ  ژبي نطاق محمد اسرار اتل د شعري تولګې (زيړ مازيګرى په پېښور کښې دى) مخکتنه وشوه.

دا غونډه د هشنغر د ځلنده پښتو ادبي ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

د غونډې صدارت نامتو شاعر حسين احمد صادق کاوه،  مشر مېلمه يې مشر شاعر اکرام الله ګران و او کوربه يې د پښتونخوا وتلى ليکوال او پېژندل شوې سياسي  څېره معظم جان معظم و.

غونډه د ماښام په ٧ بجو د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه.

د غونډې کوربه معظم جان معظم راغليو مېلمنو ته هرکلى ووايه.  هغه وويل:

"د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې هشنغر خپل ادبي او کلتوري روايات ژوندي وساتل او دا دى دا ځل يې د پښتونخوا د تکړه شاعر او خوږ ملګري اسرار اتل د کتاب  د مخکتنې دويمه غونډه جوړه کړه، چې لومړۍ غونډه څو ورځې مخکې په صوابۍ کې جوړه شوې وه او دويم ځلي وياړ زمونږ برخه شو."

نوموړي اسرار اتل وستايه، چې په لږ عمر کې يې په شاعرۍ کې د پښتنو هراړخيزې مسئلې راپورته کړي دي.  " زه اسرار اتل د ډېرې ستاينې وړ بولم، چې  لر او بر پښتانه يې په خپلې شاعرۍ کې په يوه تار پېيلې دي. که څه هم د اسرار اتل دا کتاب پېښور ته منسوب دى، خو زه په دعوى سره دا ويلاى شم،  چې په دې کې د پېښور او کابل دواړو ذکر يو برابر راغلى دى چې دا د ډېرې ستاينې وړ کار دى."

تر معظم جان وروسته د غونډې  صدر حسين احمد صادق د اسرار اتل پر شاعرۍ او شخصيت ليکل شوې مقاله ولوسته. هغه وويل:

"ما د اسرار اتل ټول کتاب ولوسته، ما به لومړى دا ګڼله، چې ګنې اسرار اتل يواځې د نظم شاعر دى، خو کله چې مې يې کتاب ولوست، نو په دې خبره ورسېدم، چې اتل نه يواځې دا چې نظم ښه ليکي، بلکې غزلې، هائيکو، ټپيزې او ټکوريزې يې هم تر نظمونو کمې نه دي."

هغه اسرار اتل ته مبارکي ورکړه، چې  د کتاب دويم چاپ يې بازار ته راووت: "زه اتل د ډېرې مبارکۍ وړ بولم، چې د لرو او برو پښتنو په زړونو کې يو شان ځاى لري. اتل هغه اتل  دى چې دا دواړه بېل شوي وروڼه يې په يوه تار سره پېيلي دي او دې کار ته يې ملا تړلې ده، چې دواړه وروڼو به په څه ناڅه طريقه سره يوځاى کوي."

د غونډې مشر مېلمه اکرام الله ګران بابا  د اتل پر شاعرۍ هر اړخيزې خبرې وکړې. هغه وويل، چې اتل نه يواځې ښه شاعر دى، بلکې مينه ناک انسان او خوږ ملګرى هم دى او همدا وجه ده چې هغه نن د ټولو پښتنو په زړونو کې ځاى لري.

نوموړي زياته کړه: " زه په ډاډ ويلاى شم چې که چېرې اتل خپل ادبي سفر همداسې جاري او ساري وساته، نو ډېر زر به هغه ځاى ترلاسه کړي، چې  ځينو خلکو په تر ډېر مزل او منزل وروسته ترلاسه کړى دى."

همداراز سحر کتوزي او شېر زمان ټکر هم د اسرار اتل پر شاعرۍ او شخصيت خوندورې خبرې وکړې. نوموړو اتل وستايه او د نوموړي ادبي سفر  يې همداسې ګړندى او ژوندى وبولو.

تر مقالو او ويناوو وروسته  عثمان علي عثمان، شاهد علي شاهد او نورو شاعرانو نظمونه واورول او يوه آزاده مشاعره وشوه.

په پاى کې محمد اسرار اتل  د چارسدې د ادبي ملګرو مننه وکړه هغه وويل:

"زه د چارسدې د ادبي ملګرو مننه کوم، چې ماته يې پخپل کور کې دومره مينه راکړه. هغه پښتو ټپه ده، چې:

چې تا راکړي ما خوړلي

د يارانۍ په کور کې نه وي حسابونه

چارسده زما خپل کور دى، ما دلته د خړپوسې کړي، د ژوند مست پړاو (ځواني) مې دلته تېره کړې، زه همدلته په چارسده کې لکچرر يم او تر ټولو غټه خبره دا ده، چې زما ډوميسايل هم  د چارسدې دى، نو له دې امله زه چارسده خپل کور او اوسېدونکي يې د کور غړي ګڼم، خو د ځلنده پښتو ادبي ټولنې د ملګرو مننه پر ځان پور ګڼم، چې دا غونډه يې جوړه کړې وه."

نوموړې غونډې ته د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه ليکوال، شاعران او د ژوند له نورو اړخونو سره تړلي خلکو پر ګډون سربېره د ګندهارا يونين اف جرنلسټس (چې اتل يې اعزازي غړى هم دى) ټولو ملګرو ګډون کړى وو.

په پاى کې خوږ ژبي سندرغاړي کرن خان کرن د محمد اسرار اتل شعر:

دا چې په جرګو دې راولم جانانه

راشه پــــه پښتو دې راولم جانانه

په خپل خواږه غږ کې زمزمه کړ، چې د ناستو مېلمنو له خوا په چکچکو او تودو نعرو بدرګه شو.

غونډه د سهار په ٣ بجو پاى ته ورسېده.