د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پولې پورې_ پېکټ راډيو د خپلې ډرامې کليزه ونمانځله

ذبيح شفق 30.05.2011 16:37

پولې پورې- پېکټ ريډيو د خپلې ډرامې کليزه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

دا غونډه د مۍ د مياشتې پر ٢٨مه نېټه د پېښور په مارکوپولو هوټل کې جوړه شوې وه،  مېلمه يې د خيبر پښتونخوا د لوبو  وزير سيد عاقل شاه، د صوبايي اسمبلۍ غړې ستاره اياز  او ارسلا هوتي وو.

د غونډې د وياندوۍ چارې خوږ ژبي نطاق محمد اسرار اتل ترسره کولې، چې د پرانستونکې وينا لپاره يې د پېکټ راډيو دمشر جان محمد بټ ثبت شوې وينا وړاندې کړه.

د نوموړې په وينا کې راغلي وو:

"زه نن ډېر خوشحاله يم چې زموږ د ډرامې ٢٠٠ ټوکه بشپړ شول، موږ هڅه کوو چې د پولې پورې ډرامې له لارې د پښتنو په کلتور کې ناوړه رواجونه له منځه يوسو او زموږ دا هڅه به ان شاء الله دوام لري".

د جان محمد بټ تر ثبت شوي پېغام وروسته  د غونډې يو تن مشر مېلمه ارسلا هوتي وينا وکړه.

نوموړي وويل:

"کله چې زه په انګلېنډ کې وم، نو د جمعې د لمانځه لپاره به يوه ځايي جومات ته تلم. يوه ورځ مې د جومات له امام نه تر خطبې وروسته وينا کې د پښتو پښتني سيمه په اړه واورېدل. زما هم ورسره دلچسپي پيدا شوه، چې ورنزدې شوم او يو بل ته مو ځانونه وروپېژندل، نو نوموړى جان محمد بټ و.."

نوموړي زياته کړه: "څه موده وروسته راته جان محمد بټ وويل، چې زه په پېښور کې يوه راډيو جوړوم، چې هغه به د پولې پورې سيمو لپاره خپرونې کوي. د راډيو موخه به دا وي، چې د پښتنو ستونزې رابرڅېره کړي او د هغوى د حل لپاره نوې لارې چارې ولټوي."

نوموړي زياته کړه، چې پېکټ راډيو امن کلچر ته وده ورکوي او پښتانه د نوي دور له غوښتنو خبروي.

نوموړي د خيبر پښتونخوا د لوبو پر وزير غږ وکړ،چې پېکټ راډيو ته دې د خپرونو لپاره يو ځانګړى پلېټ فارم ورکړل شي، چې خپلې خپرونې نېغ پر نېغه د مينه والو تر غوږونو ورسوي."

تر ارسلا هوتي وروسته د پېکټ راډيو د ډرامې ليکوال او ژباړن ښاغلي ساجد ټکر خپلې خبرې د ارواښاد صاحب شاه صابر په دغه شعر پيل کړې:

د ژوند اهنګ د ژوند نغمه بدلوي

حـــــالات بــــــــدلېږي زمانه بدلوي

هغه زياته کړه: " له بده مرغه چې پښتو ته په ډېرو برخو کې کار نه دى شوى، خو په کومه برخه کې که ورته شوى دى، نو هغه برخه يې بيا په برياليتوب سرته رسولې ده ."

هغه وويل: "د پولې پورې _پېکټ راډيو ډرامه اوږده ډرامه ده، چې له نېکه مرغه اوس يې ٢٠٠ ټوکه بشپړ شول. موږ خوشحاله يوو چې زموږ مينه والو دا ډرامه خوښه کړه، که داسې نه واى، نو ښايي دا ډرامه تر دې حده نه واى رارسېدلاى."

ورپسې د پولې پورې ډرامې لوبغاړو ته انعامونه او ستاينليکونه د غونډې مشرانو مېلمنو: ارسلا خان هوتي، سيد عاقل شاه، د پېکټ راډيو دويم مشر نويد يوسفزي او فرشتې شيخاني  په لاسونو ورکړل شول

د سندونو تر وېشلو وروسته د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير سيد عاقل شاه لومړى په اردو، بيا وروسته په پښتو ژبه په خپلې وينا کې وويل:

" زه د خپل ځان او د خيبر پښتونخوا د حکومت له خوا پېکټ راډيو ته مبارکي ورکوم، چې د پښتو ژبې د غوړېدا او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي."

نوموړي زياته کړه: "په اوسني دور کې د ميډيا رول له چا پټ نه دى او پېکټ راډيوچې  د پښتو ژبې د پرمختګ او د پولې پورې سيمو اوسېدونکيو لپاره کومې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، هغه بايد وستايل شي او زه پخپل وار دا هر څه ستايم. د پېکټ راډيو ټول ټيم ته مبارکي ورکوم، چې په دا ډول کړکېچنو حالاتو کې هم د خپلې ژبې خدمت کوي."

نوموړي د پښتو ژبې لپاره د خپل ګوند د هلو ځلو ،  په ځانګړې توګه يې د نشتر هال او د ځينو نورو فرهنګي ادارو د بيارغونې او بيا فعالېدنې يادونه وکړه.

د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير سيد عاقل شاه په پاى کې له ميډيا څخه غوښتنه وکړه، چې په روانو حالاتو کې دې رغنده رول ولوبوي او د امن په راوستلو کې دې د حکومت ملاتړ وکړي.

د مشر مېلمه تر وينا وروسته د پېکټ راډيو د ډرامې د ټيم له خوا د امن په اړه په زړه پورې خاکه وړاندې کړه، چې د ناستو کسانو له خوا د لاسونو په پړقا بدرګه شوه.

د غونډې دويمه برخه موسيقۍ ته ځانګړې شوې وه،  چې د پښتونخوا نامتو سندرغاړيو، لکه: زر څانګې،ګلزار عالم، ماه جبين قزلباش، بريالي صمدي او کرن خان کرن پکې د خپل هنر مظاهره وکړه، چې د مينه والو له تود هرکلي سره مخ شول.

په اخره کې محمد اسرار اتل وويل:

"پېکټ راډيو ستاسو خپل کور دى، که ژوند وو په راتلونکيو وختونو کې به دې ورته نور پرواګرامونه هم وکړو او په دې لار کې به يو ځل بيا ستاسو مرستې ته سترګې پر لار يو."

نوموړي د راغليو مېلمنو مننه وکړه، چې پېکټ راډيو ته يې دومره وخت ورکړ. همداراز  يې د پروګرام د جوړونکيو ستاينه او مننه هم پرځاى کړه.

غونډه، چې د ماسپښين په دوو بجو پيل شوې وه، د مازيګر په شپږو بجو د يوې مازيګرنۍ په خوړلو پاى ته ورسېده.