د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محمد اسرار اتل د کتاب مخکتنه وشوه.

ذبيح شفق 30.05.2011 16:38

د پښتونخوا د نوموتي شاعر، ليکوال او خوږ ژبي نطاق محمد اسرار اتل د لومړۍ شعري ټولګې (زېړ مازيګرى په پېښور کې دى) د مختکتنې غونډه وشوه.

دا غونډه  د روان کال د مۍ پر ٢٨ مه نېټه د پښتونخوا په صوابۍ کې د صوبايي اسمبلې د غړي سکندر عرفان خان په حجره کې،  د هېواد ادبي ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

د غونډې مشر مېلمانه د خيبر پښتونخوا ايالت د لوبو سيد عاقل شاه او د صوبايي اسمبلې غړى زرشيد خان،  د پښتو ژبې مشر شاعر اګرام الله ګران، د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسد دانش، د پېکټ راډيو دويم مشر نويد يوسفزى، خوږ ژبى اقبال شاکر، د شمشاد تلويزيون د سوداګريزو چارو مسؤول سجاد عالم يوسفزى، خوږ ژبې سندرغاړى کرن خان کرن او روښان يوسفزى  وو.

غونډه د ماښام په ٩ بجو د قرآن کريم په تلاوت پيل وشوه.

د سټېج چلوونکي شاه روم خان  پخپلې وينا کې وويل:

"د صوابۍ ادبي ملګري خوشحاله دي، چې ډېره موده پس  يې د ادبي پروګرام جوړولو وياړ په برخه شو. زه لومړى اسرار اتل ته مبارکي ورکومت او راغليو مېلمنو ته هرکلى وايم.  هيله لرم چې دلته به دا ډول پروګرامونه دوام ومومي."

تر تلاوت او د وياند تر خبرو وروسته  کوچنۍ، خو په زړه پورې مشاعره وشوه، چې د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه راغليو شاعرانو پکې برخه اخيستې وه.

تر مشاعرې وروسته د اتل پر شاعرۍ او شخصيت باندې د پښتونخوا نامتو ليکوالو: نور الامين يوسفزي، داکټر اسرار، فيصل فاران، اقبال شاکر او اسد دانش  خپلې مقالې واورولې.

نورالامين يوسفزي د محمد اسرار اتل پر شاعرۍ په زړه پورې مقاله واوروه، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه.

ورپسې اقبال شاکر م د اسرار اتل  شاعرۍ ستاينه وکړه او دا يې  پښتو شاعرۍ د روان بهير د لړۍ يوه زرينه کړۍ وبلله.

بيا  ډاکټر اسرار خپله وينا واوروله. هغه د اسرار اتل ددې شعر:

د بابا کور په کرايه خلکو نيولې رانه
ستا هشنغر ته ځکه نه درځمه خوږه ياره
تشريح وکړه.

ډاکټر  وويل، چې: "ډېره موده مخکې زه له سايل صيب سره چارسدې ته د يو ادبي پروګرام په سلسله کې تللى وم، هلته راته يو ملګري وويل چې د بابا (باچا خان بابا) کور يې په کرايه ورکړى دى. خداى شته په لومړي سر کې ما دا خبره نه منله، نو د پخلي لپاره يې زه، رحمت شاه سايل او يو تن بل د بابا کور ته لاړو. چې کله موږ د بابا کور ته ورسېدو، نو هلته وپوهېدم چې دا خبره رښتيا ده."

نوموړي زياته کړه: "په نورې نړۍ کې د باچا خان په څېر  شخصيتونو د کورونو او له هغوى څخه له  پاتې شويو څيزونو څخه موزيمونه جوړېږي، خو له بده مره د پښتنو حال اپوټه دى. د پښتنو د بابا، چې موږ ته د "باباى قوم" ارزښت لري،  کور  رانه خلکو په کرايه نيولى دى."

هغه د پښتونخوا د لوبو  له وزير سيد عاقل شاه څخه غوښتنه وکړه، چې  د بابا کور نه دې خلک زر تر زره وباسي او هلته دې د بابا په ياد يو موزيم جوړ کړاى شي.

اکرام الله ګران باچا وويل:

" اسرار اتل ډېر نېکمرغه دى، چې په دومره ځوانۍ کې يې دومره ستر نوم ګټلى دى. نن بايد د اسرار اتل د کتاب د مختکتنې پرځاى، خپله د اسرار اتل مخکتنه شوې واى، ځکه چې هغه پخپله يو کتاب دى."

د غونډې ځانګړي مېلمه سيد عاقل شاه محمداسرار اتل ته مبارکي ورکړه او زياته يې کړه:

"زه نن ډېر خوشحاله يم چې يو ځل بيا صوابۍ ته راغلى يم. زه صوابۍ ته له باچا خان سره راغلى وم، چې دا زما لپاره لوى وياړ دى. زه ډېر خوشحاله يم، چې دلته دا ځل د يوه ادبي پروګرام په لړۍ کې راغلى يم. خداى دې وکړي، چې داسې پروګرامونه هر وخت جوړ شي او موږ پکې ګډون وکړو."

تر مقالو وروسته محمد اسرار اتل وينا وکړه. هغه وويل:

" زه ډېر خوشحاله يم، چې په صوابۍ کې له ډېرې مودې پس د ادبي پروګرامونو لړۍ بيا پيل شوه او هيله لرم چې دا لړۍ به همداسې روانه وي. زه د خپلو ټولو ادبي ملګرو، د ننني پروګرام له کوربنو او راغليو مېلمنو څخه ډېره مننه کوم، چې زه يې ونازولم او زما درناوى يې وکړ."

نوموړي تر وينا وروسته خپل يو نوى غزل هم د غونډې ګډونوالو ته واوره.

د غونډې په پاى کې  خوږ ژبي سندرغاړي کرن خان خان د محمد اسرار اتل ځينې شعرونه  له موسيقۍ سره زمزمه کړل، چې  د خلکو په چکچکو بدرګه شول.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د لر او بر سلګونو ليکوالو، شاعرانو او ژورنالېستانو ګډون کړى و.

د رنګونو او خوندونو دا غونډه د شپې پر ٣ بجو پاى ته ورسېده.