د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بد خوبونه وينم.....

ذبيح شفق 26.02.2013 18:04

زموږ هېواد افغانستان له تېرو درېو لسيزو راهيسې له ډول ډول ناورينونو او ناخوالو سره مخ دى، افغان ولس په دغو دېرشو کلونو کې دېرش ډوله وځپل شو، ورټل شو، وزورول شو او ودردول شو او دا لوبه لا دوام لري، خداى پوهېږي چې دا بدبخت قام به لا نور تر کومه ځورول کېږي، دردول کېږي او رټل کېږي.

په دغو دېرشو کلونو کې افغانان د ډېرو خلکو په ژمنو او تشو بهانو تېر وتل،. افغانان چې ډېر ځپل شوي او رټل شوي وو، نو د هرې خولې تشې موسکا ته به هيله من وو، د هر ږيره ور او بې ږيرې خولې ته به يې په دې هيله کتل،  چې ځه خير وي، دا ښاغلي به يې په هېواد کې سوله راولي، وطن به ارام  شي او نور به د جنګ تور ټغر له هېواده ټول شي، خو دا هر څه اپوټه وختل، د افغانانو هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې، هغوى ته د سولې خواږه په نصيب نه  شول. که څه هم رهبرانو يې په حرم شريف کې د خداى پر مبارک قرآن لوړه وکړه، چې نور به په دې بد بخت وطن کې ټس هم نه کوي، خو نه، هغوى درغجن وختل، د هغوى مخونه سپين خو زړونه  يې تور وو، نو ځکه يې خداى، قرآن، مکه منوره هر څه هېر شول او دا يې هم هېر شول، چې هغوى مسلمانان دي او د اسلام په مبارک دين کې انسان وژنه د ټول انسانيت د وژنې مترادف ده.

 ډېرى کلونه پس يو ځل بيا داسې ګنګوسي اورېدل کېږي، چې د افغانستان ولسمشر، د ګاونډي هېواد (پاکستان) ولسمشر او د بريتانيې لومړي وزير لوړه کړې ده، چې په راتلونکيو شپږو مياشتو کې دننه دننه به په افغانستان کې سوله رامنځته کړي، ښکيل لوري به وسله وغورځوي او وطن به د سولې زانګو شي.

دا خبره په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې په افغانستان کې مېشت نړېوال ځواکونه د ٢٠١٤ م کال په پاى کې له افغانستان څخه د وتلو اراده لري.

 که خبره رښتيا هم همداسې وي، نو بيا خو دوى ته پکار وو چې دا کار يې ډېره موده وړاندې کړاى واى او د افغانانو د بدبختۍ مخه يې ډپ کړې واى، خو ځه (دير ايد، درست ايد) خداى دې وکړي چې اوس دوى رښتيني وي، دا خبره ر ښتيا شي او په افغانستان کې سوله راشي. خير دى، شپږو مياشتو کې دې نه، په کال کې دې راشي خو رادې شي.

دلته يوه خبره د يادونې وړ ده او هغه دا چې که خداى مه کړه هسې نه چې دا ځل بيا د افغانانو هيلې په ناهيلۍ بدلې شي، د ماضي ترخې تجربې تکرار شي او افغانستان او افغانان يو ځل بيا تورې کندې ته و غورځول شي. که داسې وشول، نو ددې هر څه پړه به پر هغو نړېوالو قوتونو وي، چې اوس يې افغانانو ته تمه ورکړې، چې په راتلونکيو شپږو مياشتو کې به په افغانستان کې سوله رامنځته کړي.

اوس چې په ٢٠١٤ م کال کې ناټو له افغانستان څخه د وتلو اراده لري، نو هغوى ته ښايي چې افغانستان داسې پرې نه ږدي لکه څو کاله دمخه يې د شوروي تر ماتې وروسته افغانستان او افغانان د نورو خلکو رحم و کرم ته پرېښي وو، او هغوى هم پرې داسې ناشولته لوبې وکړې، داسې  ټپونه يې ورکړل چې تراوسه يې له پهو څخه زوې روان دي.

که نړېواله ټولنه په چورلټه توګه له افغانستان څخه وځي، نو بيا دې افغانانو ته دا هيلې او تمې نه ورکوي، چې ګواکې هغوى به افغانستان ته سوله راولي، ځکه چې له افغانستان څخه د هغوى چورلټ وتل به افغانستان يو ځل بيا له بدبختۍ سره مخ کړي.

يو خو افغانستان ازلي بدبخته ځکه دى، چې د داسې ګاونډيانو په منځ کې پروت دى، چې يو يې هم رښتينى خواخوږى نه دى او که نړېوال ځواکونه دا ټپي هېواد دې دوه مخه ګاونډيانو ته پرېږدي، نو بيا راشه که يې ګورې، داسې انډوخړ به جوړ شي چې نړېوال به هم ترې به امن پاتې نه شي.

دا ټول هغه څه دي، چې افغانان يې يو ځل بيا پر ذهني ناروغۍ  اخته کړي دي، پخوانۍ ترخې تجربې لا د دوى په ذهن کې دي. دوى له په زړه کې له ځانه دا پوښتنه کوي، چې:

_ زموږ رهبران چې زموږ خپل خلک وو، مسلمانان وو، پر اسلام مئين وو، جهاد يې کړى و، قربانۍ  يې ورکړې وې، هغوى د اسلام، جهاد، قرآن او هېواد پاس ونه ساته، په خانه کعبه کې کړى قسم يې مات کړى او افغانستان يې په سرو وينو کې ولمباوه، نو آيا دا خلک چې وايي چې په شپږو مياشتو کې به سوله رامنځته کړي، دوى به پر خپلې خبرې ولاړ وي؟ دوى به رښتيني وي؟ آيا دا هېوادونه به رښتيا هم زموږ له ګرېوانه لاس وباسي؟ موږ به پرېږدي چې په خپل وطن کې څو شپې په ارامه تېرې کړو؟ او داسې نور ډېر آيا.؟؟؟؟؟؟

دا هر څه خو به وخت څرګنده کړي، چې څه کېږي؟ د ماضي ترخې تجربې به يو ځل بيا تکرار  شي، که نه په رښتيا به په افغانستان کې سوله رامنځته شي؟ که څه هم د نړۍ په نورو ډېرو هېوادونو کې تېر تاريخ نه دى تکرار شوى، خو په پښتني هېواد کې دا لوبه هم اپوټه ده، دلته تاريخ څو څو ځله تکرار شوى  او لا تکرارېږي، چې دا د تاريخ جبر بللى شو او د تاريخ جبر نازولى وي.

بد خوبونه وينم چې رښتيا نه  شي

بيـــا مې ارمانونه نيمه خوا نه شي.

 

په پښتني هېواد کې د سولې ارمانجن