د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر خوا شين لوګى په پېښور کې دى...

ذبيح شفق 21.03.2013 14:17

ليکنه: عقيل يوسفزى

ژباړه: ذبيح شفق

د پېښور اړوند سيمې  (متنو) کې د ښوونځي پر موټر د ترهګرو  بريد  خو ښايي پر پاکستاني چارواکو کومه اغېزه نه وي کړې، خو نړېوالې ميډيا دې پېښې ته د کابل تر پېښې وروسته د دويمې غټې پېښې نوم ورکړ او په خپلو رسنيو کې يې ورته مهم ځاى ورکړ. پاکستاني چارواکو او ميډيا د تل په څېر دا ځل هم په دې پېښې ګونګه روژه نيولې وه، هغوى ګرم هم نه دي، ځکه چې دلته داسې پېښې يو ورځنى معمول ګرځېدلى دى او دوى له دې ډول پېښو سره روږدي شوي دي. د بي بي سي، سي اين اين، او الجزيرې په څېر د نړۍ غټو او معتبرو رسنيو پخپلو سرليکونو کې دې پېښې ته د ځاى ورکولو يوه موخه ښايي دا وي ، چې نړېوالو ته وښيي چې په پاکستان کې نور  خو پرېږده، د ښوونځي بې ګناه او معصوم زده کوونکي او ښوونکي هم خوندي نه دي. د خواشينۍ ځاى خو دا دى، چې اوس زموږ مذهبي او سياسي رهبران هم ددې ډول پېښو غندنه نه کوي.

پوښتنه دا ده، چې يوې ګڼې او بوختې سيمې ته په وسلو سمبال ترهګر څنګه راغلل؟ او تر "پېښې" وروسته څنګه او چېرته غېب شول ؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې ځواب لټول يې د حکومت او  نورو اړونده ادارو کار دى.

کوم مهال چې په پېښور کې دا پېښه رامنځته شوه، هغه مهال د افغانستان پلازمېنه کابل هم د ترهګرو تر خطرناک بريد لاندې و. په کابل کې مېشت ايتلافي او افغان ملي اردو سربېره پر دې چې ځواکونه يې پر خلاص ميدان او ترهګر په يوه خوندي او پټ ځاى کې ځاى پرځاى وو، هغوى ووژل، خو ددې پرخلاف په پېښور کې تر دغه ناوړې او شرمونکې پېښې وروسته خو امنيتي ادارو نه کوم ترهګر ونيوو،  نه يې وواژه او نه يې تر دې مهاله دا پته لګولې ده، چې ترهګر له کومې خوا او څنګه راغلي وو؟

د پاکستاني ميډيا ځينې ادارې وايي، چې تحريک طالبان پاکستان ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده، خو د تحريک طالبان پاکستان ځينو مشران  دغه خبرې ردوي او وايي، چې دوى (تحريک طالبان پاکستان) بې ګناه خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې نه په نښه کوي.

پر دې خبره  باندې ټول يوه خوله دي، چې له دغې سيمې څخه د ترهګرو، ورانکارو او نورو جراېيم پېشه خلکو د منځه وړلو مسووليت  د حکومت او امنيتي ادارو پر غاړه دى، خو له بده مرغه بايد ووايو چې تر دې مهاله لا نه د حکومت او نه د امنيتي ادارو له خوا ددې مسووليت  احساس شوى دى او نه به يې په راتلونکي کې وکړي، چې هغوى دې له دې سيمې څخه د ترهګرو جرړې وباسي، ځکه چې امنيتي ادارې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې هغه ډول فعاليت نه ښيي، چې پکار دى. دا خو لا پرونۍ خبره ده، چې د سيمې د امن لښکر يو مشر تر يوه خونړي ځانمرګي بريد ورسته ويلي وو، چې: "که صوبايي حکومت د هغوى (امن لښکر) مرسته نه کوي، نو که سبا هر څه وشول،  پړه به يې د دوو صوبايي وزيرانو پر غاړه وي."

مطلب دا چې په داسې خطرناکو او زړه ماتوونکيو حالاتو کې چې د کومو اړيکو، يووالي او ګړنديتوب ته اړتيا وي، هغه نه تر سترګو کېږي.

 په متنو کې د ښوونځي پر موټر د بريد په ورځ د خيبر پښتونخوا  په صوبايي اسمبلۍ کې د نګهت اورکزۍ هغه خبره بايد له پامه ونه غورځول شي، چې ويلي يې وو: "پوليس دې له ښار څخه بې ځايه پوستې لرې کړي " او يا دا چې "د مرګ ورځ ټاکل شوې ده ، موږ شهادت ته تيار يو."  يو صوبايي وزير لياقت شباب او د عوامي نېشنل ګوند صوبايي غړي ثاقب الله څمکني پر خپل حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل چې له ښار ه دې د پوليسو بې ځايه پوستې زر تر زره لرې کړى شي، چې د خلکو د ځورونې او د سړکونو د بندېدو  لامل ګرځي.

له دې خبرې څرګندېږي، چې د عام ولس ترڅنګ دولتي چارواکي هم د امنيتي ادارو له خوا د تش په نامه امنيتي ګامونو پر پورته کولو ډاډه نه دي. امنيتي ادارو چې پېښور د امنيت ساتلو په نوم پر کومه مورچه بدل کړى دى، که داپلان د امنيت  ساتنې لپاره پلى شوي وي، نو دا يو فرسوده او بې ګټې پلان دى، چې  د پېښور اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.  ترهګر  تر ترهګريزو بريدونو وروسته په ډاډه زړه تښتي، خو امنيتي ادارې د امنيتي پلان په نامه ښاريان پر ذهني ناروغۍ اخته کوي.

که ميډيا دغه ناوړه پېښه د طالبانو له منلو پرته، د هغوى پر غاړه تپلې وي، نو دوى بايد په راتلونکې کې دا کار ونه کړي. داسې نه ښکاري چې د حکومت  د ناکاميو لړۍ دې پاى ته ورسېږي، حکومت ورځ تر ورځه ناکامېږي او خلک له خپل ژوند نه بېزاره شوي دي. که موږ دا ومنو، چې ترهګر  د ترهګريزې پېښې وروسته اسمان ته وختل، خو ددې پوښتنې ځواب له چا سره دى، چې تر پېښې وروسته روغتون ته د ټپيانو په رسولو او د هغوى په درملنه کې ولې ناراستي  کېږي؟. ډېر ځله ليدل شوي دي،  چې تر يوې بمي چاودنې او يا بلې کومې ترهګريزې پېښې وروسته د ټپيانو درملنه هغه شان نه وي، چې پکار وي.

ددې حالاتو په ليدلو اوس دا خبره ناشونې نه ده، چې ځينې سياسي لوبغاړي له امريکا څخه د ډالرو د ترلاسه کولو په موخه دا تش په نامه جګړه  لا پسې اوږدول غواړي، همدا لامل دى چې د سيمې حالت ورځ تر ورځه خرابېږي. د پېښور  د خراب اکر بکر په ليدو موږ  ددې خبرې اندازه لګولاى شو، چې د صوبې د لرې پرتو او قبايلي سيمو پر اوسېدونکيو به څه تېرېږي، چې نه خو سياسي استازى، نه تجزيه کوونکي او نه ميډيا ورتللى شي.  که زموږ صوبايي حکومت د  صوبې د ستر ښار امنيت نشي ټينګولاى او ښار يې په يوه بنده مورچه بدل کړى دى، نو د لرې پرتو سيمو، لکه: سوات، دير، چترال،  لکي مروت او نورو سيمو امنيت به څنګه ټينګ کړي؟.

ترخه خو رښتيا خبره دا ده، چې تر دومره بربادۍ، ځاني او مالي تاوانونو، بې کوريو او دربدريو وروسته هم زموږ حکومت او امنيتي ادارې په صوبه او نورو سيمو کې د امنيت ټينګولو وړتيا نه لري، همدا لامل دى چې زموږ ګانده (راتلونکې) يو ستر ه پوښتننښه  (سواليه نشان) ګرځېدلې ده.

 د متنو ناوړې پېښې د نوي نسل، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر ذهن ناوړه اغېز ښندلى دى، ځکه چې په دې عمر کې هغوى ته ډېر منفي پېغام ورکول کېږي، چې نه خو هغوى، نه يې ښوونځي او نه يې مور و پلار خوندي دي.

ځوان شاعر او ليکوال محمد اسرار اتل ښايي د همدې ورځ په مناسبت ويلي وو، چې:

زړه يــــې د تمــــامې پښتونخــــــــــوا ګڼم

کور مې د جرګې په پېښور کـــــــــــې دى

موږ ته چې يې خپل کور تنور کړى دى

لاس چېرته پردى په پېښور کې دى

بوى پکې اتله د بارودو دى

هر خوا شين لوګى په پېښور کې دى.