شمالي وزيرستان: د امريكا د څارګرې الوتكې بريد 13 تنه مړه او 12ټپيان كړل.
11.06.2010 07:52ميران شاه: د امريكا د څارګرې الوتكې بريد 13 تنه مړه او 12 نور ټپيان كړل.
د پوځي سرچينو د وينا له مخې څارګرې الوتكې پاك_افغان سرحدي سيمې اړونده دته خېل نومي سيمه كې پر يوه كور 4 توغندي وداغل چې له امله يې درنه مرګ ژوبله واوښته.
په نوموړي بريد كې نږدې دوه كوره په بشپړه توګه له منځه تللي او په سيمه كې لا اوس هم څارګرې الوتكې پروازنه كوي.، چې له لامله يې د سيمې اوسېدونكي له سخت ذهني فشار سره مخ دي.