د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بارډر لاېن مجلې څلورمه ګڼه چاپ شوه

ذبيح شفق 12.04.2011 10:23

د پولې پورې – پېکټ راډيو د اوونيزې خپرونې بارډر لاېن څلورمه ګڼه چاپ شوه.

نوموړى ګڼه په ٤٨ مخونو کې په ښکلي صحافت او ښه کاغذ تازه له چاپه راوتې ده.

بارډر لاېن لکه څنګه چې يې له نوم نه څرګندېږي، د پولې پورې سيمو لپاره ځانګړې شوې، ددغو سيمو  ستونزې  په لمن کې رانغاړي او د د اواري لار يې لټوي.

په نوموړې ګڼه کې هم د پولې پورې سيمو  د اوسېدونکيو  د ستونزو په اړه هراړخيزې ليکنې خپرې شوي دي.همداراز پکې د ژوند د نورو برخو په اړه په زړه پورې ليکنې هم خپرې شوي دي، چې  لوستل به يې هرومرو د پښتو مجلو د مينه والو تنده خړوب کړي.

د يادونې وړ ده چې بارډر لاېن يواځينۍ مجله ده  چې د اسلامي ښوونو او روزنيزو ليکنو ترڅنګ هنري او معلوماتي ليکنې هم خپروي.

د بارډر لاېن په څلورمه ګڼه کې لاندينۍ ليکنې خپرې شوي دي:

_ د قراڼ په رڼا کې

_ معارف الحديث

_ خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

_ سازونه اوازونه

_ په ټپه او په سندره نه پوهېږي...

_ ټکوريزې د پښتو ادب يو نوى...

_ په کندهار کې د نوروز نمانځل

_ تر ټولو وروسته، تر ټولو وړاندې

_ د موبائيل نېټ ورک او د بنو خلک

_ اى زما وطنه د لالونو خزانې زما

او نور...

ديادونې وړ ده چې نوموړې مجله ٤ رنګه مخونه هم لري، چې پکې د نوروز په اړه د ليکل شوي مضمون ښکلي انځورنه، د ياسمين ګل په اړه د ليکل شوي مضمون په زړه پورې انځور او د خيبر پښتونخوا د مشر وزير بشير بلور انځورونه او مرکه چاپ دي.

د پښتو مجلو مينه وال کولاى شي چې نوموړې مجله د پېښور له هر کتاب سټال څخه ترلاسه کړي.