د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمالي وزيرستان: د امريكا د څارګرې الوتكې بريد 7 تنه ووژل

ذبيح شفق 26.04.2010 10:23

شمالي وزيرستان: د شمالي وزيرستان اړونده مير علي سيمه كې د امريكا د څارګرې الوتكې بريد لږ تر لږۀ 7تنه مړه او 7 ټپيان كړل

له سيمې څخه رارسېدونكي رپورټونه وايي، چې څارګرې الوتكې نن سهار نږدې 10 بجې مير علي كې په يوه كور 3 توغندي وداغل، چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

رپورټ وايي چې له بريد وروسته امريكايي څارګرې الوتكې د شمالي وزيرستان په بېلابْيلو سيمو باندې تر ډېر وخته ټيټ پروازونه كول..

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر شمالي وزيرستان باندې د څارګرې الوتكې په بريدونو كې زياتوالى راغلى دى.