په امریکا او اروپا کې ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
د امریکا متحده ایالتونو عدلیې د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل په امریکا او اروپايي ټولنه کې د قانون تطبیق کوونکو په امریکا او اروپا کې ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي دي.
بایډن د جي شل غونډه کې د ګدون لپاره ایټالیا ته ځي
د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل چې جمهور رئیس جوبایډن به روانه اوونۍ د جي شل د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې په ایټالیا کې جوړیږي، ګډون وکړي.
پنټاګان: القاعده او داعش پر امریکا د برید اراده لري
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزات وایي چې د القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې پر امریکا د برید اراده لري خو د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، یادې ډلې اوسمهال د دا ډول کار د ترسره کیدو وړتیا نلري.
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې پاکستان خپله دویمه لوبه هم وګټله
په متحدو عربو اماراتو کې د نړیوال ۲۰ اوریز جام د سیالیو په لړ کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم۴) دوې لوبې وشوې.
کابل کې د ماشومانو یو روغتون د پرسونل او امکاناتو له کموالي سرټکوي
د افغانستان په مرکز کابل کې د «اندرا ګاندهي» د ماشومانو د روغتون حالت ښايي د ټول هېواد د روغتیايي وضعیت ښکارندوی او ژوندی تصویر وي.
سایبري برید په ایران کې د تیلو د ویش چارې ګډې وډې کړې
یو سایبري برید نن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۴) د ایران په ګوټ ګوټ کې د تیلو په ټانکونو کې د پطرولو د ویش چارې ګډې وډې کړې او موټر چلوونکي یې په غوسه کړي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
افغان سوداګر پاکستان سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کول غواړي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون د برخلیک په اړه اندیښنې څرګندوي.
لسګونو ښځو کابل کې د خپلو حقونو لپاره بیا لاریون وکړ
د مدني ټولنې په لسګونو ښځینه فعالینو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ ( لړم څلورم) کابل کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما دفتر سره نږدې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاریون وکړ.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لومړني بري ته غبرګونونه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ د شلو شلو اورونو د نړیوال جام په سیالیو کې د سکاټیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پدې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه وګټله.
امریکا په سودان کې د پوځ لخوا د واک نیول غندلي
متحده ایالاتو د سودان پوځ لخوا د حکومت نیول په سختو ټکو غندلي او په عاجله توګه یې ملکیانو ته د واک سپارلو او د صدراعظم د خوشې کیدو غوښتنه کړې.
جرمنې کې د داعش یوه غړې په ۱۰ کاله بند تیرولو محکومه شوه
په جرمنې کې یوې محکمې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یوه غړې پدې تور په لسو کالونو بند تیرولو محکومه کړله چې د خپل خاوند سره یو ځای یې یوه ایزیدۍ نجلۍ په عراق په لمر کې له تندې مړه کړې وه.
افغانستان د کرکټ په نړیوال ۲۰اوریز جام کې لومړۍ لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې په لومړۍ لوبې کې سکاتلنډ ته ماتې ورکړه.
میرضیایف د اوزبیکستان د جمهوري ریاست انتخابات وګټل
د لومړنیو نتیجو په اساس د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د دوهم ځل لپاره ددې هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شو.
محمد نبي د افغانستان د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل
د افغانستان د کرکټ کپتان محمد نبي د کرکټ په نړیوال جام کې د سکاتلنډ په خلاف د لوبې په پیل کې د خپل هېواد د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل.