شاته

جرمنې کې د داعش یوه غړې په ۱۰ کاله بند تیرولو محکومه شوه

په جرمنې کې یوې محکمې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یوه غړې پدې تور په لسو کالونو بند تیرولو محکومه کړله چې د خپل خاوند سره یو ځای یې یوه ایزیدۍ نجلۍ یې په عراق په لمر کې له تندې مړه کړې وه.

دغه ایزیدۍ نجلۍ د وینځې په توګه ساتل کیده.

په جرمني کې چارواکو ویلي چې میرمن جینیفر ډبیلو ۳۰ کلنه ده. هغه مسلمانه شوې او په عراق کې داسلامي دولت یا داعش د ډلې غړې وه.

محکمې دا میرمن په بهر کې د ترهګرۍ سازمان د غړیتوب لرلو، د قتل په هڅې کې مرستې کولو او د بشریت ضد او جنګي جرمونو د هڅې کولو په تورونو کې مجرمه وبلله.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د څارنوالانو په حوالې ویلي چې د جنینفر ډبیلو خاوند چې د داعش وسله وال و، یوه پنځه کلنه ایزیدۍ نجلۍ یې په انګړ کې په سره لمر کې په زنځیرونو تړلې وه. څارنوالانو ویلي چې د داعش دې غړي غوښتل دې نجلۍ ته ځکه سزا ورکړي چې د هغه بستره یې لمده کړې وه.

په مطبوعاتو کې همدارنګه ویل شوي چې جینیفر ډبیلو په یوې مسیحې کورنۍ کې لویه شوې وه خو په ۲۰۱۳ کال کې مسلمانه شوه. هغه د ترکیې او سوریې د لارې عراق ته تللې وه او هلته د داعش سره یو ځای شوې وه.

څارنوالانو ویلي چې جینفر ډبیلو د داعش د اخلاقي پولیسو غړې وه او په ۲۰۱۵ کال کې یې د عراق د موصل او فلوجې ښارونو په پارکونو کې ګزمې کولې او په هغو میرمنو پسې ګرځیدله چې د داعش د اصولو سره سمې جامې یې نه اغوستلې.

د داعش دا غړې په ۲۰۱۶ کال کې هغه وخت په ترکیه کې ونیول شوه چې په پایتخت انقرې کې د جرمني سفارت ته تللې وه چې خپل د هویت اسناد تمدید کړي او وروسته جرمني ته وسپارل شوه.

اسلامي دولت ایزیدیان کافر بولي.دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د سنجار په ښارګوټي کې ګڼ شمیر ایزیدیان ووژل او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د دې قومي او مذهبي اقلیت ډلې زرګونه نجونې او میرمنې یې د ونیځو په توګه ساتلې وې.