ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) اعلان وکړ چې له افغانستان سره به نوې ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

29.10.2021 امریکا غږ

چین د افغانستان پولې سره نږدې د تاجکستان لپاره اډه جوړوي

د تاجکستان چارواکي وایي چین د افغانستان پولې سره نږدې د پولیسو لپاره نظامي اډه جوړوي. بیجنګ پداسې حال کې دا اډه جوړوي چې دواړه هیوادونه پدې اندیښمن شوي چې طالبان ښایي سخت دریځه ډلې مهارې نشي کړی.

28.10.2021 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان ته د پیسو د انتقال لپاره سیاسي حل لاره بیړنۍ اړتیا ده

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د خیریه مرستو رسولو لپاره پوره نقدې پیسې نشي انتقالولای.

28.10.2021 امریکا غږ

د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګونونه 

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلیلونه تر ډیره د جمهور رئیس غني "لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، وباله.

28.10.2021 امریکا غږ

بلینکن د افغانستان څخه د وتلو د بهیر د ارزیابۍ امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو د بهیر د بشپړې ارزیابۍ امر یې کړی.

28.10.2021 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

28.10.2021 امریکا غږ

راشد خان: کوښښ کوو پاکستان سره ښه لوبه وکړو او ویې ګټو

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان هیله وښوده چې افغان لوبډله به له پاکستان سره ښه لوبه وکړي. 

28.10.2021 امریکا غږ

د ناجیریا جمهور رئیس: ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه ویریږي

د نایجیریا جمهور رئیس محمدو بوهاري وایي په یاد هیواد کې ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه ویریږي، چیرې چې جهادیانو او پر درنو وسلو سمبالو مجرمرنیو د پیسو د اخیستلو په بدل کې په سل ګونه زده کوونکي برمته کړي دي.

28.10.2021 امریکا غږ

امریکا ملګرو ملتونو سره د تایوان یوځای کیدل غواړي، بیجینګ یې مخالفت کوي

چین د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) خبرداری ورکړ چې تایوان حق نلري له ملګرو ملتونو سره یوځای شي.

28.10.2021 امریکا غږ

ایران د اټومي‌ مذاکراتو له بیا پیل سره موافقه وکړه

ایران د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې په نومبر میاشت کې به د نړۍ له قدرتونو سره د اټومي قرار داد د بیا راژوندي‌ کیدو په اړه له پنځه میاشتي‌ ځنډ وروسته اټومي مذاکرات له سره پیل کړي.

28.10.2021 امریکا غږ

خلیلزاد: د غني "لجاجت" او د افغان مشرانو "خودخواهي" د نظام د ړنګیدو لامل شول

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلایل تر ډیره د جمهور رئیس غني" لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، بولي. 

28.10.2021 امریکا غږ

د تهران غونډه: افغانستان کې پراخ بنسټه سیاسي جوړښت د حل یواځنۍ لار ده

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه غونډه نن د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) په تهران کې وشوه.

27.10.2021 امریکا غږ

د پاکستان د تحریک لبیک ډلې په لاریون کې ډزې؛ څو تنه وژل شوي

د پاکستان پولیس وایي د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې په زرګونو اعتراض کوونکو د پولیسو سره نښته کړې او په پایله کې یې د دواړو خواو څخه څو تنه وژل شوي او په لسکونو ټپیان شوي دي.

27.10.2021 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

27.10.2021 امریکا غږ

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د طالبانو حاکمیت له ننګونو سره مخ دی 

د دفاع وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان څخه بهرني سرتیري وتلي او په دغه هیواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی، خو لا هم افغانان د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي. 

27.10.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more