شاته

امریکا ملګرو ملتونو سره د تایوان یوځای کیدل غواړي، بیجینګ یې مخالفت کوي

چین د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) خبرداری ورکړ چې تایوان حق نلري له ملګرو ملتونو سره یوځای شي.

د بیجینګ دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې واشنګټن د ملګرو ملتونو په سازمان کې د تایوان د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

پر بیجینګ د جمهور رئیس بایډن تر تازه نیوکو وروسته کیدای شي د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شي.

جمهور رئیس بایډن د شرقي آسیا په انلاین غونډه کې پر چین نیوکه وکړه او د چین د لومړي وزیر لي کیکیان په ګډون یې سیمه ایزو رهبرانو ته وویل چې امریکا "د تایوان په تنګي کې د چین په اجباري او فعالو فعالیتونو ژوره اندیښنه لري."

د تړلو ورونو تر شاه په یوه بحث کې چې معلومات یې اې اف پي ته رسیدلی جمهور رئیس بایډن ویلي دا ډول اقدامات "سیمه ایزه سوله او ثبات ګواښي."

د ښاغلي بایډن دا څرګندونې د واشنګټن او بیجیګ له تاوتریخوالو څخه د ډکو اړیکو په ترڅ کې وروستی مورد دی چې بیانیږي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د بیجینګ د یوځای کیدو او د ټایپي د وتلو پنځوسم کال پوره شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل په دې خواشینی دی چې ټایوان په زیاتیدونکي شکل له نړیوال ډګر څخه ګوښه شوی دی.

بلینکن ویلي:"د ملګرو ملتونو په سیستم کې د ټایوان معنی داره ګډون یو سیاسي مشکل ندی، بلکې یو واقعبینانه کار دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، همدا دلیل دی چې دی د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هیوادونو غواړي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په ټول سیستم کې د ټایوان د قوي ګډون په برخه کې د امریکا څخه ملاتړ وکړي.

د امریکایي‌ چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې په بیجینګ کې د تایوان د چارو د دفتر ویاند ما شیائو ګوانګ خبریالانو ته ویلي:"تایوان له ملګرو ملتونو سره د یوځای کیدو حق نلري."

دغه چیني‌ چارواکي‌ ویلي د ملګرو ملتونو سازمان له داسې دولتونو جوړ دی چې حاکمیت لري او تایوان د چین یوه برخه ده.

چین، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي، خو تایوان وایي چې خپلواک دی او ټینګار یې کړی چې له خپلې آزادۍ او دیموکراسۍ به دفاع وکړي.

امریکا، تایوان د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت نه پيژني خو د دفاعي قابلیتونو څخه یې ملاتړ ته ژمنه ده.

جوبایډن د اکټوبر په ۲۱ ( تلې ۲۹) وویل چې امریکا له تایوان څخه دفاع کوي.

نوموړي له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي امریکا ژمنه د چې څو د تایوان له ټاپو څخه چې چین یې د خپلې خاورې یوه برخه بولي، دفاع کړي.

بایډن په دې مرکه کې ویلي خلک باید د واشنګټن د نظامي توان په اړه اندیښنه ونلري "ځکه چین ، روسیه او نوره نړۍ پوهیږي چې موږ د نړۍ په تاریخ کې پیاوړی نظامي ځواک یو."

له دې وړاندې د تایوان دفاع وزیر چیو کو چنګ روانه میاشت ویلي وو چې د تایوان او چین ترمنځ نظامي تاوتریخوالی د تیرو ۴۰ کلونو په پرتله خپل لوړ حد ته رسیدلی دی.

د تایوان دې جګپوړي نظامي چارواکي همدارنګه ویلي دي چې چین به تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې وتوانیږي چې د تایوان په وړاندې هر اړخیز برید وکړي.