راشد خان: کوښښ کوو پاکستان سره ښه لوبه وکړو او ویې ګټو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان هیله وښوده چې افغان لوبډله به له پاکستان سره ښه لوبه وکړي.
د ناجیریا جمهور رئیس: ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه ویریږي
د نایجیریا جمهور رئیس محمدو بوهاري وایي په یاد هیواد کې ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه ویریږي، چیرې چې جهادیانو او پر درنو وسلو سمبالو مجرمرنیو د پیسو د اخیستلو په بدل کې په سل ګونه زده کوونکي برمته کړي دي.
امریکا ملګرو ملتونو سره د تایوان یوځای کیدل غواړي، بیجینګ یې مخالفت کوي
چین د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) خبرداری ورکړ چې تایوان حق نلري له ملګرو ملتونو سره یوځای شي.
ایران د اټومي مذاکراتو له بیا پیل سره موافقه وکړه
ایران د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې په نومبر میاشت کې به د نړۍ له قدرتونو سره د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په اړه له پنځه میاشتي ځنډ وروسته اټومي مذاکرات له سره پیل کړي.
خلیلزاد: د غني "لجاجت" او د افغان مشرانو "خودخواهي" د نظام د ړنګیدو لامل شول
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلایل تر ډیره د جمهور رئیس غني" لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، بولي.
د تهران غونډه: افغانستان کې پراخ بنسټه سیاسي جوړښت د حل یواځنۍ لار ده
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه غونډه نن د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) په تهران کې وشوه.
د پاکستان د تحریک لبیک ډلې په لاریون کې ډزې؛ څو تنه وژل شوي
د پاکستان پولیس وایي د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې په زرګونو اعتراض کوونکو د پولیسو سره نښته کړې او په پایله کې یې د دواړو خواو څخه څو تنه وژل شوي او په لسکونو ټپیان شوي دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د طالبانو حاکمیت له ننګونو سره مخ دی
د دفاع وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان څخه بهرني سرتیري وتلي او په دغه هیواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی، خو لا هم افغانان د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.
تهران نن د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د یوې غونډې کوربه دی
په کابل کې د ایران سفارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ باندې په تهران کې د افغانستان هکله د دغه هیواد د ګاونډیو او روسیې د استازو په ګډون په یوه غونډه کې د ټولشموله حکومت د اړتیا په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وشي.
بریټانیا امریکا ته د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي جولیان آسانج د سپارلو پریکړه کوي
په بریټانیا کې به یوه محکمه روانه اوونۍ په دې پریکړه کوي چې آیا د ویکيلیکس ویبپاڼې بنست ایښودونکي جولیان آسانج د هک کولو او غلا د تورونو له امله امریکا ته وسپارل شي که نه.
په امریکا او اروپا کې ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
د امریکا متحده ایالتونو عدلیې د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل په امریکا او اروپايي ټولنه کې د قانون تطبیق کوونکو په امریکا او اروپا کې ۱۵۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي دي.
بایډن د جي شل غونډه کې د ګدون لپاره ایټالیا ته ځي
د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل چې جمهور رئیس جوبایډن به روانه اوونۍ د جي شل د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې په ایټالیا کې جوړیږي، ګډون وکړي.
پنټاګان: القاعده او داعش پر امریکا د برید اراده لري
د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزات وایي چې د القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې پر امریکا د برید اراده لري خو د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، یادې ډلې اوسمهال د دا ډول کار د ترسره کیدو وړتیا نلري.
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې پاکستان خپله دویمه لوبه هم وګټله
په متحدو عربو اماراتو کې د نړیوال ۲۰ اوریز جام د سیالیو په لړ کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم۴) دوې لوبې وشوې.