ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن د افغانستان څخه د وتلو په اړه د خپل تصمیم دفاع وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل: «تیره شپه په افغانستان د متحده ایالاتو ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیدله.» او زیاته يط کړه چې دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه.

31.08.2021 امریکا غږ

پاکستان: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته باید په افغانستان کې د «اقتصادي سقوط» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. 

31.08.2021 امریکا غږ

جاپان له کابل څخه خپل سفارت قطر ته انتقالوي

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کابل کې ددې هیواد سفارت چې په موقتي توګه ترکیې ته انتقال شوی و، اوس به قطر ته انتقال شي چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري. 

31.08.2021 امریکا غږ

امریکا له افغانستان څخه ووتله؛ ننګونې څه دي؟ 

امریکايي عسکر د اګست په ۳۱ نېټه له افغانستان څخه ووتل او په لومړي ځل په تېرو ۲۰ کلونو په افغانستان کې دا مهال هېڅ بهرنی عسکر نشته. 

31.08.2021 امریکا غږ

هند په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي په قطر کې د هند سفیر د طالبانو له یو لوړپوړي چارواکي سره کتلي دي. دا په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته د هند او ددې ډلې ترمنځ لومړنی رسمي تماس دی. 

31.08.2021 امریکا غږ

د امریکايي عسکر ووتل؛ طالبان واشنګټن او نړۍ سره ښه روابط غواړي 

 طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي۹) د کابل له هوايي‌ میدان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ونمانځل او دا یې د «نورو یرغلګرو» لپاره یو درس وګاڼه، مګر وايي چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ښه روابط غواړي. 

31.08.2021 امریکا غږ

امریکايي عسکر ووتل خو لا هم خلک د کابل هوايي ډګر ته د ننوتلو انتظار کوي

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو وروسته د دغه هوايي ډګر شاوخوا ته ژوند بیرته عادي شوی.

31.08.2021 امریکا غږ

بایډن تر ۲۰ کلن نظامي ماموریت وروسته د افغانستان نه ووتو

د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د نظامي قوماندانانو او ځواکونو نه مننه وکړله او هغوي یې وستایل.

31.08.2021 امریکا غږ

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې څه ویل شوي؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) د افغانستان په هکله تازه پریکړه لیک منظور کړي.

31.08.2021 امریکا غږ

امریکا افغانستان کې نظامي ماموریت پای ته ورساوه او سیاسي حضور یې قطر ته ولیږداوه

متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل شاوخوا ۲۰ کلن نظامي ماموریت دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) پای ته ورساوه. د امریکا د پوځ وروستۍ الوتکه د واشنګټن پر وخت د ماسښین په ۳:۲۹ والوته چې په کابل کې تقریباً نیمه شپه وه.

31.08.2021 امریکا غږ

پنتاګون: امریکایان لا هم د افغانستان څخه د وتلو فرصت لري 

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې میشت امریکایان لاهم کولای شي د کابل هوایي ډګر ته ولاړ شي چې له افغانستان څخه بهر انتقال شي. 

30.08.2021 امریکا غږ

د پاکستان په مرسته د طبي وسائیلو یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده 

افغانستان ته د طبي وسایلو د انتقال لپاره د هوايي پل غوښتنه

30.08.2021 امریکا غږ

اروپایي ټولنه د غیرقانوني افغان مهاجرو د نوې څپې مخه نیسي

د اروپایي ټولنې د یوې اعلامیې مسوده ښیي چې ددې ټولنې مشرتابه هوډمن دی چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه د مهاجرت د نوې پیل شوې څپې مخنیوی وکړي. 

30.08.2021 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې 'لوی بشري' ناورین پیل شوی 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ختمېدو سره په هغه هېواد کې 'لوی بشري ناورین' په پیلېدو دی. 

30.08.2021 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: افغانستان وښوده چې د چټک غبرګون ځواک ته اړتیا ده

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وایي دا ټولنه باید د چټک غبرګون ځواک جوړولو کار کړندی کړي چې د افغانستان د کړکیچ په څیر د راتلونکو پیښو په وړاندې ښه امادګي ولري. 

30.08.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more