شاته

خلیلزاد: د غني "لجاجت" او د افغان مشرانو "خودخواهي" د نظام د ړنګیدو لامل شول

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلایل تر ډیره د جمهور رئیس غني " لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، بولي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي ښاغلي خلیلزاد دا مطلب د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځه) په یوه انلاین بحث کې بیان کړ.

نوموړي وویل:"سره له دې چې نوموړی (غني) له درغلیو په ډکو ټاکنو کې بیا ټاکل شوی وو او ډیرو کمو افغانانو پکې ګډون کړی وو خو موږ ټول د جمهور رئیس غني په نه همغږي چې د خپلې کارې د دورې تر پای ته رسیدو پورې په پاتې کیدو ټینګار، حیران کړي وو."

خلیلزاد همدارنګه د لومړي ځل لپاره‌ علني ډول روښانه کړه چې امریکا د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو له ترسره کیدو څخه خلک زړه توري کړي وو کوم چې د دویم ځل لپاره د جمهور رئیس غني د بریا لامل شول.

خلیلزاد زیاته کړه، په داسې حال کې چې افغان سیاسیونو او د مدني ټولنې غړو له طالبانو سره پر یوه سیاسي توافق خبري کړي وې، امریکا غوښتل داسې یو موقت جوړښت رامنځ ته کړي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د جمهور رئیس غني "ستره محاسباتي تیروتنه" دا وه چې هغه باور نه درلود امریکا دي له داسې یوې سیمې ووځي‌ چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نږدوالی ورکوي.

خلیلزاد په دې بحث کې وویل:"ما هڅه وکړه نوموړی وهڅوم چې جمهور رئیس ټرمپ ډیر جدي دی او هغه وویل نه، استخباراتو او پوځیانو ماته بل څه ویلي دي."

بلخوا داسې ویل کیږي چې جمهور رئیس غني هم د جګړې لپاره د خپلې نظامي ارادې غلطه محاسبه کړې وه.

کله چې امریکا د پوځیانو د ایستلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه، جمهور رئیس غني خلیلزاد ته وویل:" اوس زه آزاد یم چې په افغاني شکل به جګړه وکړم. په شپږو میاشتو کې به طالبانو ته ماته ورکړم ځکه تاسې سمه جګړه نه کوله."

خلیلزاد ددې حقیقت دلیل چې د امریکا له خواڅه باندې ۳۰۰ زره کسیز روزل شوی او پر وسلو سمبال پوځ د ۶۰ زره طالبانو په وړاندې له منځه ولاړ، د مورال نشوالی، فساد او د جګړې په لومړی کرښه کې پوځیانو ته کمه پاملرنه وښودله.

خلیلزاد همدارنګه د افغان مشرانو "خودخواه، ځان محوره او فاسد" رفتار چې له طالبانو سره د سولې د اترو د ناکامیدو سبب وګرځید د خواشینی وړ وباله.‌

پر خلیلزاد نیوکې

خلیلزاد چې په افغانستان کې نړۍ ته سترګې پرانیستي، له دې امله سخت انتقادونه پرې شوي چې له طالبانو سره یې پر داسې یوه قرار داد خبري ‌کړي چې ډیری یې تسلیميدل بولي.

امریکایي او افغان منتقدینو هم ښاغلی خلیلزاد تورن کړی چې په مذاکراتو کې یې د ډیر لږ څه په بدل کې یې طالبانو ته ډیر امتیازات ورکړي ‌دي .

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې یو قرار داد لاسلیک کړی چې له مخې یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شو او په وړاندې یې له طالبانو څخه د ترهګرۍ ضد تضمینونه واخیستل شول.‌

که څه هم په قرار داد کې له طالبانو غوښتل شوي و چې د جګړې د ختمیدو لپاره له افغان حکومت او نورو ډلو سره د سیاسي توافق لپاره مذاکرات وکړي.

دا مذاکرات د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر میاشت کې پیل شول خو هیڅ وخت یې پرمختګ نه درلود څو چې طالبانو وکړای شول له نظامي مقاومت پرته په زور ټول افغانستان ونیسي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نیته د افغانستان پلازمینې کابل ته داخل شول او هیڅ ډول جګړه ونشوه.

خو ښاغلي‌ خلیلزاد په دې بحث کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ماته به په هغه هیواد کې د کورنۍ جګړې او انساني‌ ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شي ‌او د ټولو ترهګرو ډلو لپاره به شرایط مساعد کړي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو د توافق له لاسلیک کیدو وروسته د اتلسو میاشتو په موده کې ښکاره کړې چې په خپلو خبرو یې عمل کړی او حتی یو امریکایي یې هم وژلی ندی.

دغه امریکایي دیپلومات همدارنګه وویل طالبان کولی شي له بهرنیو مرستو ګټه واخلي څو د اسلامي دولت یا داعش د تندلارو په وړاندې په موثره توګه وجنګیږي.