افغانستان د ویسټ انډیز سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې
د افغانستان د کرکټ بورډ د ویسټ انډیز سره د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې اعلا کړې.
مدیترانې کې د کډوالو بېړۍ ډوبې شوي او سلگونه بې درکه دي
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي په دې وروستیو ورځو کې نژدې ٢٥٠ کسان د مدیترانې په بحیره کې د دوو کشتیو د ډوبیدو له کبله بې درکه شوي دي.
د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۶ ٪ ته لوړه شوې
د مرکزي احصایي چارواکي وايی، په تیر ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د اوړم کال پرتله ښه وو او دغه هیواد د ۱۳۹۴ کال د اقتصادي د ودې د کچې پرتله په تیرکال کې نږدې پنځه فیصده ډیره وده لرله.
د پروان د عالمانو شورا رئيس ووژل شو
د پروان پولیس وايي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئيس مولوي عبدالرحیمشاه حنفي په دفتر کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ښاغلی حنفي وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
سپینه ماڼۍ: په شمالي کوریا کې د امریکایي تبع بندي کیدو اندیښمن کړي یو
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپائسر د دوشنبې په ورځ ویلي چې په شمالي کوریا کې د امریکایي تبع بندي کیدو اندښمن کړیدي
په ژنیو کې د سوریې د سولې لپاره خبرې بیا پیلیږي
د سوریې لپاره د ملگري ملتونو خاص استاځی سټیفن ډي مستورا وایي چې د سوریې د جگړې د حل لپاره به په ژنیو کې خبري بیا پیلیږي
له پاکستان سره د افغانستان، ایران او هند ګډه ستونزه – ترهګري
افغانستان او هند له ډيرې مودې راهیسې له پاکستان نه د اورپکو اسلامپالو ډلو په تړاو اندیښنې لري، اوس ایران هم ګواښنه کړې.
د سپین بولدک او چمن لانجه ګوګل ته ورسیده
د پولې نښې په په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ له نښتې وروسته، پاکستاني مقاماتو ویلي چې له افغانستان سره يې په پوله کې د سیمو پر معلومولو موافقه کړې ده.
د نړۍ هغه مشران چې په ځوانۍ کې واک ته رسیدلي دي
د فرانسې منتخب جمهور رئیس ایمانویل مکرون د نړۍ د ځوانو مشرانو په ډله کې حسابیږي
افغانستان کې ترافیکي پیښې تر جګړې ډیر خلک وژني
ملګري متلونه وایي په افغانستان کې د معیاري سړکونو نشتوالي او ترافیکي قوانینو ته د نه پاملرنې له امله هر کال څه د پاسه ۴ زره تنه په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي.
د چین د ستر نړیوال نوښت یوه برخه په افغانستان کې پلې کیږي
چین هڅه کوي چې د "یو کمربند یوه لار" نوښت افغانستان ته وغزوي او د څیړونکو په اند په منځني ختیځ کې خپل رول پراخ کړي.
برتانیا لدې وروسته لږ کډوال مني
د برتانیا صدراعظمه تیریسا وايي هیواد به یې لدې وروسته "لسګونه زره" کډوال ومني.
ایران وایي دننه په پاکستان کې به د ترهگرو مرکزونه وولي
د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اسلام آباد د ایران سره په پوله د سني جنگیالیو د بریدونو مخنیوی ونکړي تهران به دننه په پاکستان کې د یاغیانو د پټیدو ځایونه په نښه کړي.
غني: د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان په امنیتي سکتور کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی او باید په کې اساسي اصلاحات راوستل شي.
افغان ځواکونو ننګرهار کې د داعش پر راډیو برید کړی
د کورنیو چارو وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ننګرهار ولایت د اچین او نازیانو په ولسوالیو کې د داعش پر خلاف عملیات کړي چې له امله یې د دغې ډلې ۳۴ وسله وال شوي دي.