شاته

میرضیایف د اوزبیکستان د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

د لومړنیو نتیجو په اساس د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د دوهم ځل لپاره ددې هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شو.

د هغو نتیجو په اساس چې نن د اکتوبر په ۲۵ (لړم ۳) د ازبیکستان د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون له لورې اعلان شوې ښاغلی میرضیایف ۸۰.۱ فیصده رایې ګټلي دي.

۶۴ کلن میرضیایوف ددغه پراخو منابعو لرونکي هیواد اړیکې د روسیې او لویدیځې نړۍ سره ټینګې کړي دي؛ هغه اړیکې چې د پخواني جمهور رئیس اسلام کریموف په وخت کې خړې پړې شوی وې.

ښاغلي کریموف د پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته د ازبیکستان د لومړني ولسمشر په توګه ۲۷ کاله حکومت وکړ.

خو بیا هم ازبیکستان د ۳۴ میلیون نفوس په لرلو سره چې اکثریت یې مسلمانان دي هیڅ یو واقعي سیاسي ګوند نلري او څلور نور کاندیدیان چې د ښاغلي میرضیایف په وړاندې یې مبازره کوله د هغو ګوندونو له لورې نومول شوي وو چې ددې هیواد د ولسمشر ملاتړ کوي.

د جمهوري ریاست نور کاندیدان حاضر نه شول چې په تلویزیوني مناظرو کې برخه واخلي.

پدغو انتخاباتو د رایو ورکوونکو کسانو شمیر ۸۰.۸ فیصده و چې ۸۰.۱ فیصدو یې ښاغلي میرضیایف ته رایې ورکړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د نړۍ د هیوادونو لومړنۍ مشر و چې د رایو د نتیجو له اعلان دمخه یې د میرضیایف د بریا مبارکي ورکړه.

ازبیکستان چې د لسیزو راهیسې د پخواني دیکتاتور اسلام کریموف د سیاست په نتیجه کې منزوي شوی و د هغه د مطلقه واکمنۍ وروسته ښاغلي میرضیایف هڅه وکړه چې ددې هیواد د پنبې په صنعت کې اجباري کار پای ته ورسوي؛ کوم کار چې به د ښوونځیو په زرګونو ماشومانو او د هغوی ښوونکو ترسره کاوه. د ښاغلي میرضیایف دغه هڅه په نړیواله کچه ستایل کیږي.