شاته

سایبري برید په ایران کې د تیلو د ویش چارې ګډې وډې کړې

یو سایبري برید نن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۴) د ایران په ګوټ ګوټ کې د تیلو په ټانکونو کې د پطرولو د ویش چارې ګډې وډې کړې او موټر چلوونکي یې په غوسه کړي.

د رپوټونو له مخې د تیلو له ټانکونو بهر خلک په اوږدو لیکو کې د تیلو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وو.

تر اوسه هیڅ ډلې ددغه انټرنیټي یا سایبري برید پړه نده منلې، خو دا برید د څو تیرو میاشتو د یو سایبري برید سره ورته والی لري چې داسې ښکاري د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي، ننګوي.

د رپوټونو له مخې پدې هیواد کې ټرافیکي سترې ځیرکې لوحې هم هک شوي او په کې لیکل شوي چې "خامنه‌ یي زمونږ بنزین چیرته دي؟!".

د ایران دولتي تلویزیون وروسته له هغې چې د تیلو په ټانکونو کې یې د خلکو د انتظار د اوږدو لیکو عکسونه خپاره کړل د ایران د ملي امنیت په شورا کې د یو مقام له قوله یې سایبري برید تائید کړ.

خو بیا هم د ایران دولتي تلویزیون رپوټ ورکړ چې د ایران د تیلو وزارت مقامات "د تخنیکي مشکل" د حل کولو هڅه کوي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا هم رپوټ ورکړی، یو شمیر کسانو چې هڅه یې کوله په دولتي کارتونو تیل واخلي د تیلو د ټانک د ماشین په صفحه یې د "سایبري برید ۶۴۴۱۱" پیغام ترلاسه کاوه.

اکثر ایرانیان د تیلو د رانیولو لپاره په ځانګړې توګه د اقتصادي مشکلاتو په ترڅ کې په همدغو دولتي کارتونو تکیه کوي.

د ایسنا اژانس ددې شمیرې د اهمیت په اړه څه ندي ویلي خو دغه شمیره د هغه تیلیفون د لین سره تړلې چې د خامنه یې دفتر د هغې له لارې د اسلام د قانون په اړه د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

خو دغه خبري اژانس وروسته رپوټونه لرې کړل او وویل چې د هغوی سیستم هم هک شوی و.

هغه شمیره چې په ننني سایبري برید کې ترې استفاده شوې عین هغه شمیره ده چې د جولاۍ په میاشت کې د ایران د ریل ګاډي په سیستم باندې په برید کې راڅرګنده شوې وه.

دا برید پداسې حال کې کیږي چې نن د ایران د مړ شوي پاچا محمد رضا شاه پهلوي د زوکړې ورځ ده؛ هغه پاچا چې په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب دمخه له ایران څخه ووت.