د منيسوټا بریدگر یو صومالیایي امریکایي وو
په امریکا کې د صومالیایي امریکایی ټولنې مشر عبدل کولاني د امریکا غږ ته وویل چې مشکوک کس چې پولیسو په ډزو وواژه، ٢٢ کلن داهر عدن وو.
په پکتیا کې خصوصي ښوونځي په زرګونو زده کوونکي لري
په پکتیا کې اوسمهال نږدې ۱۵ خصوصي ښوونځي فعاليت کوي او په زرګونو زده کوونکو لري.
داعش د امریکا د مینیسوتا د برید مسولیت ومانه
اسلامي دولت ډلې داعش د امریکا د مینیسوتا ایالت د سنت کلوډ په ښار کې د یو مشکوک ترهګر برید مسولیت منلی دی.
دوبۍ کې د افغانستان د انرژۍ برخې کې د پانګونې د جلب کنفرانس پيل شو
د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جلبولو لپاره د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې دوه ورځنی کنفرانس پيل شو، چې چې لسګونه افغان او بهرنیو پانګوالو په کې برخه اخیستې وه. د دغه کنفرانس هدف دا دی چې د انرژۍ په برخه کې په افغانستان کې پانګونه جلب او زیاته شي. ښاغلي غالب دا هم وويل چې د کنفرانس د جوړولو يو هدف دا دی چې خصوصي سکتور د بریښنا د تولید په برخه کې پوره ونډه واخلي. د وزارت مرستیال امان الله غالب د کنفرانس له تالار نه امریکا غږ ته وویل چې د کنفرانس ګډونوالو ته د افغان حکومت له لوري د خود کفايۍ چمتو شوی پلان هم وړاندې شو. د وزارت چارواکي دا هم وويل د دوبۍ روان کنفرانس په اوله ورځ يي خپل پروګرامونه له خصوصي سکتور سره شریک کړي او په دې برخه کې يي د هغوی نظرونه او وړانديزونه هم اوريدلي چې مالي تضمين اوامنيت د پانگوالوله مهموغوښتنو څخه وو.
د سیاستوالې ناروغۍ خلکو ته پوښتنه پیدا کړه؟
کله چې خلک پرنجیږي، باکتریا یا ویروس په هوا کې خپریږي او بیا یی نور تنفس کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی خجالت وباسي!
په ملګروملتونو کې روسي او امریکایي سفیران په سوریه کې پر حکومتي عسکرو د هوایي برید په سر جنجال لري
د روسیې په پارلماني انتخاباتو کې د پوتین ګوند مخکي دی
توقع کېږي چې د روسیې د یکشنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې به ددې هیواد حاکم ګوند ډیرې رایې وګټي.
له حزب اسلامي سره د سولې موافقه نهايي شوه
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي حزب اسلامي سره به د سولې موافقه ډېر ژر لاسلیک شي
د هند پر یو پوځي مرکز برید شوی او ۱۷ سرتېري وژل شوي
د هند پر یو پوځي مرکز باندې برید کې ۱۷ سرتېري وژلي شوي. برید د یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې شوی دی. د هند لومړي وزیر نریندر مودي برید غندلی او هغه یې یو ډارن کار بللی دی. ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي چې د برید عاملینو ته به خامخا سزا ورکوي، خو په دغه برید کې یې کوم کس، هېواد یا ډله نه ده تورن کړې. برید د سرينګر په ۱۰۰ کیلیو مېترۍ د اوري په سیمه کې شوی دی. چارواکي وايي په برید کې څلور اورپکي هم وژل شوي دي. تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی، خو په تېر کې هند په دا ډول بریدونو کې په پاکستان کې مېشتې ځینې اورپکې ډلې تورنې کړي دي. کشمير د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی او د همالیا پر دغې سیمې دغه دواړه اټوم لرونکي ځواکونه دعوه لري.پاکستان او هند درې واره په خپلو کې جنګونه کړي، چې دوه وار یې د همالیا د ملکیت پر سر وو.
د زابل د شاجوی د سیمه ایزو پولیسو قوماندان ووژل شو
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د سیمه ييزو پوليسو قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره نن د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی.
دانش: ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو د ویشلو پرېکړه ټاکنو کمیسیون کوي
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، چې د ټاکنو په نوي قانون کې د ولایتونو د ټاکنیزو حوزو د یو کرسۍ کیدو په اړه پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شوې ده.
د نیویارک په ښار کې چاودنه وشوه
د نیویارک د ښار د منهاتن په سیمې کې د شنبې په شپه چاودنه شوې ده چې ویل کیږي ۲۵ کسان پکښې سرسري ټپیان شوي دي.
د استرالیا په سیاست کې د چین د لاسوهنې په هکله د امریکا اندیښنه
د امریکا متحده ایالاتو د استرالیا په کورني سیاست کې د چین د لاس وهنې په هکله اندیښنه ښودلې ده
د لندن مسلمان ښاروال په شیکاګو کې د ټرمپ پر دریځونو انتقاد وکړ
خان وویل چې امریکا ته نوي راتلونکي کډوال باید مجبوره نه وي چې د امریکا په کلتور کې ځانونه ورګډ کړي بلکې د امریکا حکومت ته په کار ده چې متحدې او بااتفاقه ټولنې رامنځ ته کړي.
سوریه وايي د امریکا د ایتلاف الوتکو یې سرتېري وژلي دي
په سوریه کې د امریکا په مشرۍ الوتکو د سوریې پر پوځي مرکزو بمبار کړی او راپورونه وايي چې لږ تر لږه ۶۲ سرتېري یې وژل شوي.