شاته

دوبۍ کې د افغانستان د انرژۍ برخې کې د پانګونې د جلب کنفرانس پيل شو

د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جلبولو لپاره د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې دوه ورځنی کنفرانس پيل شو، چې چې لسګونه افغان او بهرنیو پانګوالو په کې برخه اخیستې وه.

د دغه کنفرانس هدف دا دی چې د انرژۍ په برخه کې په افغانستان کې پانګونه جلب او زیاته شي.

ښاغلي غالب دا هم وويل چې د کنفرانس د جوړولو يو هدف دا دی چې خصوصي سکتور د بریښنا د تولید په برخه کې پوره ونډه واخلي.

د وزارت مرستیال امان الله غالب د کنفرانس له تالار نه امریکا غږ ته وویل چې د کنفرانس ګډونوالو ته د افغان حکومت له لوري د خود کفايۍ چمتو شوی پلان هم وړاندې شو.

د وزارت چارواکي دا هم وويل د دوبۍ روان کنفرانس په اوله ورځ يي خپل پروګرامونه له خصوصي سکتور سره شریک کړي او په دې برخه کې يي د هغوی نظرونه او وړانديزونه هم اوريدلي چې مالي تضمين اوامنيت د پانگوالوله مهموغوښتنو څخه وو.