شاته

د زابل د شاجوی د سیمه ایزو پولیسو قوماندان ووژل شو

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د سیمه ييزو پوليسو قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره نن د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی.

حاجي ګل اغا د شاجوی په ولسوالۍ کې د چينو د سیمې د ۱۵۰ سیمه ييزو پوليسو مشري کوله.

د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې نن لس بجې د سیمه ييزو پوليسو دا قومندان له خپل کلي څخه د شاجوی ولسوالۍ مرکز ته پر لار وو چې د وسله والو طالبانو له یوه کمین سره مخ شو.

غلام جیلاني فراهي زیاته کړه چې په پېښه کې ګل اغا له دوو ساتونکو سره وژل شوی او دوه نور ساتونکي يې په دغه پېښه کې ټپیان شوي دی.

د زابل ولایت د امنیت امر وايي چې پوليسو په سیمه کې د برید کونکو وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي دي .

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان د شاجوی ولسوالۍ په امنیت ساتلو کې د سیمه ييزو پوليسو د وژل شوي قومندان فعالیتونه ډير مهم وبلل او د هغه وژل کیدل یې د دغې ولسوالۍ د امنیت په زیان وبله .

نوموړي له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وویل چې شاجوی ولسوالۍ کې یو مهال د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات وو خو د سیمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کیدو سره په د دغې ولسوالۍ په ډیرو لرې پرتو سیمو کې هم عمراني پروژې پلې او ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شول .

تر دې یوه میاشت مخکې د زابل د نوبهار ولسوالۍ د سیمه ييزو پوليسو قومندان هم په کلات ښار کې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی وو.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت ندی اخیستی .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي