شاته

د نیویارک په ښار کې چاودنه وشوه

د نیویارک د ښار د منهاتن په سیمې کې د شنبې په شپه چاودنه شوې ده چې ویل کیږي ۲۵ کسان پکښې سرسري ټپیان شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس ویلي دي چې پيښه د منهاتن د چلسي په سیمې کې شوې ده.

د پیښې نه سمدستې وروسته پولیس او د اطفاعیې عمله سیمې ته رسیدلي دي.

عینې شاهدان اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي چې درې لږترلږه درې کسان یې لیدلي دي چې په امبلانسونو کې د سیمې نه روغتون ته انتقال شوي دي.

د نیویارک پولیسو په یوه بیان کې د موټرو چلونکو ته ویلي دي چې سیمې ته دې نه ورځي.

ځایي رسنیو خبر وروکړی دی چې کیدای شي چې چاودنه دې د کثافاتو په ځای کې شوې وي.