شاته

سوریه وايي د امریکا د ایتلاف الوتکو یې سرتېري وژلي دي

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ الوتکو د سوریې پر پوځي مرکزو بمبار کړی او راپورونه وايي چې لږ تر لږه ۶۲ سرتېري یې وژل شوي. د فرانسې خبري اژانس وايي د سوریې د پوځ یوه اعلامیه وايي پېښه د سوریې په ختیځ کې د شنبې په ورځ شوې ده.

اعلامیه وايي " د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي الوتکو د دیرالزور هوايي ډګر ته نژدې د پوځ پر مورچلونو بریدونه کړي دي." سره له دې چې په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي، خو روسیه وایي چې دغو بمباریو ۶۲ سرتېري وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

اخوا د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي برید د دیرالزور په جبل طرده کې شوی او شاوخوا ۸۰ سرتېري یې وژلي دي، خو د دغې ډلې یو غړي رامي عبدالرحمن وویل چې هغه نه پوهیږي برید چا کړی دی. د سوریې پوځ په دیر الزور کې د داعش سره په سخت جنګ اخته دی.

د فرانسې اژانس وايي د سوريې د پوځ په اعلامیه کې راغلي " دا د سوریې پر دولت او پوځ باندې قوي برید دی او د دې ښکارندوی دی چې متحده ایالتونه او ایتلافیان یې د داعش د ترهګرې ډلې ملا تړي."

راپورونه وايي چې له دغه برید نه وروسته د داعش ډلې په سیمه کې پرمختګ کړی دی. دا برید داسې مهال شوی چې د امریکا او روسیې په منځګړتوب په سوریه کې موقت اوربند پلی شوی دی. د امریکا په مشرۍ ایتلاف له دوو کلونو راهېسې په عراق او سوریې کې د داعش پر ضد هوايی عملیات کوي.