شاته

د سیاستوالې ناروغۍ خلکو ته پوښتنه پیدا کړه؟

په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات گوند کاندیده هلري کلنتن څو ورځې مخکې نمونیا/سینه بغل شوې وه. وروسته خبر ورکړل شو چې په انتي بیوتیک یې درملنه کیږي. دې موضوع هم د میرمن کلنټن د روغتیا او هم په عمومي توګه د سینه بغل د خطر په اړه جدي پوښتنې رامنځ ته کړې.

کله چې د میرمن کلنتن د لړزاندو گامونو ویدیو ښکاره شوه نو د سینه بغل ناروغۍ ته د خلکو پام نورهم جدي شو. سینه بغل هم معمولي او هم د سږیو د یوې وژونکې ناروغۍ بڼه غوره کولای شي. ډولونه یې هم مختلف دي مثلا باکتریایی سینه بغل او یا هم ویروسي سینه بغل.

میرمن کلنتن باکتیریایي سینه بغل نیولې وه، ځکه چې د هغې ډاکتر ورته د انتی بیوتیک توصیه کړې وه.

په سینه بغل د اخته ناروغ سږي په اکسرې عکس کې داسی ښکاري

په سینه بغل د اخته ناروغ سږي په اکسرې عکس کې داسی ښکاري

ډاکټر ماتیو شرایبیر د واشنګټن په مډسټار روغتون کې کار کوي. هغه وویل "د باکتریایی سینه بغل د درملنی لارې چاری ډیرې دي. نو ددې بڼې خطر یې کم دی. دا د سینه بغل معمول ډول دی یعنی مکروبی پروسه سینه بغل رامنځته کوي. خو د ویروسي سینه بغل د غوره درملنې دپاره زیاتې لارې چاری نشته."

استراحت، د کافی اوبو څښل او تبه تر کنترول لاندې ساتل د هر ډول سینه بغل ناروغانو دپاره توصیه کیږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې د وینا پر بنسټ سینه بغل په نړیواله کچه تر ټولو زیات د پنځو کلونو نه کم عمره ماشومان له منځه وړي. او په امریکا کې هر کال یو ملیون کسان روغتون کې بستري کوي.

شدت یې لدې ښکاري چې سینه بغل د ناروغ پر سږیو څنگه او څومره اثر کوي او د هماغه ناروغ وجود یی بیا په وړاندې څه ډول عکسالعمل ښیي. هغه کسان چې د سږ.یو ناروغۍ لري زیاتره د خطر سره مخ دي او د ځوانانو په پرتلې په عمر پاخه کسانو ته مرگونی تمامیږي.

کله چې خلک پرنجیږي، باکتریا او یا ویروس په هوا کې خپریږي او بیا یی نور تنفس کوي. همداسې خپریږي. واکسین یوازی د باکتریایی سینه بغل مخه نیولای شي خو د ویروسي نه.

ډاکټر ماتیو شرایبیر وایي داسی کوم ویتامین یا درمل نشته چې ویی خوری او ددې ناروغۍ مخه ونیول شي. هغه وایي باید ځان تندرست وساتئ څو د مکروبي ناروغیو د مخنیوي قوت ولرئ.

د سینه بغل په معمولو نښو نښانو کې ټوخلې، تبه، ستړیا او د سینې درد شامل دی. داکتر شرایبر وایی د سینه بغل دپاره چې جدي بڼه غوره نه کړي تر ټولو ښه لاره دا ده چې که دا نښې نښانې گورئ نو داکتر ته مراجعه وکړئ.