شاته

د هند پر یو پوځي مرکز برید شوی او ۱۷ سرتېري وژل شوي

د هند پر یو پوځي مرکز باندې برید کې ۱۷ سرتېري وژلي شوي. برید د یکشنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې شوی دی.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي برید غندلی او هغه یې یو ډارن کار بللی دی.

ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي چې د برید عاملینو ته به خامخا سزا ورکوي، خو په دغه برید کې یې کوم کس، هېواد یا ډله نه ده تورن کړې.

برید د سرينګر په ۱۰۰ کیلیو مېترۍ د اوري په سیمه کې شوی دی. چارواکي وايي په برید کې څلور اورپکي هم وژل شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی، خو په تېر کې هند په دا ډول بریدونو کې په پاکستان کې مېشتې ځینې اورپکې ډلې تورنې کړي دي.

کشمير د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی دی او د همالیا پر دغې سیمې دغه دواړه اټوم لرونکي ځواکونه دعوه لري.پاکستان او هند درې واره په خپلو کې جنګونه کړي، چې دوه وار یې د همالیا د ملکیت پر سر وو.