ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نیویارک په ښار کې چاودنه وشوه

د نیویارک د ښار د منهاتن په سیمې کې د شنبې په شپه چاودنه شوې ده چې ویل کیږي ۲۵ کسان پکښې سرسري ټپیان شوي دي.

18.09.2016 امریکا غږ

د استرالیا په سیاست کې د چین د لاسوهنې په هکله د امریکا اندیښنه

د امریکا متحده ایالاتو د استرالیا په کورني سیاست کې د چین د لاس وهنې په هکله اندیښنه ښودلې ده

18.09.2016 امریکا غږ

د لندن مسلمان ښاروال په شیکاګو کې د ټرمپ پر دریځونو انتقاد وکړ

خان وویل چې امریکا ته نوي راتلونکي کډوال باید مجبوره نه وي چې د امریکا په کلتور کې ځانونه ورګډ کړي بلکې د امریکا حکومت ته په کار ده چې متحدې او بااتفاقه ټولنې رامنځ ته کړي.

17.09.2016 امریکا غږ

سوریه وايي د امریکا د ایتلاف الوتکو یې سرتېري وژلي دي

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ الوتکو د سوریې پر پوځي مرکزو بمبار کړی او راپورونه وايي چې لږ تر لږه ۶۲ سرتېري یې وژل شوي.

17.09.2016 امریکا غږ

امریکا: د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې انتخابات نه منو

د امریکا متحده ایالتونه وايي د یکشنبې د ورځې د هغو انتخاباتو نتایج به ونه مني، چې د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې کیږي.

17.09.2016 امریکا غږ

د سوریې ۷۵۰۰۰ کډوال د اردن په سرحد کې ګير پاتې دي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د سوریې او اردن پر ګډه پوله ۵۷۰۰۰ سوریايي کډوال ایسار پاتې دي

17.09.2016 امریکا غږ

چارواکي:له ترینکوټ څخه مو امنیتي کمربند تاو کړی

د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان یې د مرکز ترینکوټ څخه په شاه تنبولي او پر وړاندې یې ځمکني او هوايي عملیات دوام لري.

17.09.2016 امریکا غږ

د انرژۍ په سکټور کې پانګونې لپاره په دوبۍ کې کنفرانس جوړیږي

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي چې د خصوصي کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پام رااړولو لپاره د عربي متحدو اماراتو په دوبۍ ښار کې دوه ورځینی کنفرانس ترسره کوي.

17.09.2016 امریکا غږ

ائتلافي ځواکونو د داعش د اطلاعاتو وزیر وژلی

د امریکا د دفاع وزارت وایي د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د اطلاعاتو د څانګې مشر په سوریه کې په هوایي برید کې وژل شوی.

17.09.2016 امریکا غږ

د زړه له حملې وروسته د پاخه عمر لرونکو کسانو جنسي فعالیت کمزوری کیږي

څېړنه ښیي چې د هغو ناروغانو څخه چې د زړه له حملې مخکې یې جنسي کمزورتیا نه لرله، په نارینه و کې د ښځو په پرتله د جنسي فعالیت د بیا پیل احتمال ډیر و.

16.09.2016 امریکا غږ

اسلامي حزب او افغان حکومت راتلونکې اونۍ د سولې موافقه لاسلیک کوي

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د موافقې د مخنیوي لپاره د هڅو احتمال رد نه کړ، خو ويې ویل چې اوس دواړه خواوي په بشپړه توګه سره موافقې ته رسیدلي دي.

16.09.2016 امریکا غږ

د پاریس له سړکونو مهاجر را ټول شول

د افغانانو په ګډون یو زیات شمیر مهاجر د پاریس له سړکونو راټول او موقتي سرپناو ته ولېږدول شول

16.09.2016 امریکا غږ

د مهمندو په قابیلي سیمه کې یو ځانمرگي ١٦ تنه وژلي

دا پیښه د مهمندو د پایي خان د کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت شوې ده.

16.09.2016 امریکا غږ

د پکتیکا په برمل کې د پولیو بله پیښه ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت وایي،چې د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې یو اتلس کلن ماشوم، چې کورنۍ یې له شمالي وزیرستان څخه دغې ولسوالۍ ته کډه شوې، د پولیو په ناروغۍ اخته شوی.

16.09.2016 امریکا غږ

وسله والو بیا د کندهار - ارزګان لاره تړلې

تیره شپه د کندهار د شاولي کوټ او د ارزګان د ترینکوټ ترمنځ سیمه کې د افغان ځواکونو څو پوستې طالبانو ته پریښي، چې له امله یې د کندهار –ترینکوټ په لاره تګ راتګ هم بند شوی.

16.09.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more