شاته

د انرژۍ په سکټور کې پانګونې لپاره په دوبۍ کې کنفرانس جوړیږي

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي چې د خصوصي کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پام رااړولو لپاره د عربي متحدو اماراتو په دوبۍ ښار کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو دوه ورځینی کنفرانس ترسره کوي.

د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال امان الله غالب امریکا غږ ته وویل، چې په دغه کنفرانس کې د خود کفايۍ او د افغانستان د ملي شبکې پلان چې تیره اونۍ د اقتصاد د عالي شورا لخوا ومنل شو، ګډون والو ته به وړاندې کړای شي.

د ښاغلي غالب په وینا ترڅنګ به یې دولتي پروژې هم خصوصي سکتور ته اعلان کړای شي ترڅو پانګونې ته وهڅول شي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال وویل "موږ داسې پروژې لرو چې پانګه وال په خپله راشي او پانګونه وکړي،په پنځلسو یا شلو کلنو کې موږ له خپلو سرچینو څخه بریښنا تولیدوو ددې پرځای چې له ګاونډیو یې واخلو".

د افغانستان د بریښنا د تولید بله برخه پر بادي،لمریزې او له اوبو څخه تولیدونکې بریښنا ده، د اوبو او بریښنا وزارت د چارواکو په وینا دوی به په دوبۍ کې له بهرنیو پانګه والو څخه غوښتنه وکړي چې راشي او په افغانستان کې له کورنیو شرکتونو سره یو ځای پانګونه وکړي.

له بلې خوا افغان حکومت د بروکسل ناستې ته پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د خصوصي سکتور په دولتي پروژو کې شامل کړای شوی ترڅو په راتلونکې کې دغه سکتور په ځان بسیا شي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي د دوی بل هدف دا دی ترڅو خصوصي سکتور د بریښنا د تولید په برخه کې پوره ونډه واخلي.

ددغه وزارت چارواکي وايي چې په دوبۍ کې په ترسره کیدونکې کنفرانس کې به خپل پروګرامونه له خصوصي سکتور سره شریک کړي او په دې برخه کې به د هغوی نظرونه هم واخیستل شي.

د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال امان الله غالب وویل " موږ وغوښتل چې د هغوی نظرونه واورو چې له موږ څخه څه غواړي، په افغانستان کې پانګونې لپاره څه توقع لري، د هغوی له نظره کومې ستونزې شته چې لوی کمپنۍ لکه زیمنس،اِبي بي په افغانستان کې پانګونه کوي".

په دوبۍ کې د افغانستان د بریښنا وزارت په نوښت دوه ورخینی کنفرانس د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیايي ادارې یا USAID په همکارۍ ترسره کیږي، ترڅنګ یې د ۲۴۰ موسسو او مرسته کوونکو ادارو استازي او د آسیا پرمختیايی بانک ګډون کوي.

همدا شان په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت سربیره د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو استازي هم برخه اخلی چې د مالیې وزارت د اوبو او بریښنا وزارت پروژې له اقتصادي پلوه او د کورنیو چارو وزارت یې له امنیتي پلوه خصوصي سکتور ته په هکله یې معلومات ورکوي.

بل پلو د سوداګرۍ او صنایعو، کلیو او پراختیا وزارتونو، بریښنا شرکت،د افغانستان د اراضي ادارې او د افغانستان بانک استازي هم په دغه کنفرانس کې ګډون لري.

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت به دوبۍ کې ترسره کیدونکی کنفرانس د افغانستان په ځان بسیا کیدو لپاره یو لوی ګام بولي او له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته مهم ګڼي.

افغانستان په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د بریښنا د تولید په برخه کې زیاتې سرچینې لري، خو په اوس وخت کې افغانستان ۱۴۰۰ میګا واټ بریښنا ته اړتیا لري چې یوازې ۳۱۰ میګا واټ بریښنا په افغانستان کې تولیدیږي او پاتې نوره یې له ایران او د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه واردیږي.