شاته

ائتلافي ځواکونو د داعش د اطلاعاتو وزیر وژلی

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې ائتلافي ځواکونو د همدې میاشتې په سر کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یو جګپوړی غړی په هوایي برید کې وژلی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک وایي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې دغه جګپوړی مشر ولید عادل سلمان الفایض نومیده چې په ډاکټر ولي یې هم شهرت درلود.

پنټاګان ویي چې ډاکټر ولید د داعش د ډلې د اطلاعاتو وزیر و او د همدې روانې میاشتې په اومې نیټې په هوایي برید کې په نښه شو او ووژل شو.

د پنټاګان ویاند وایي چې الفایض د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په شورا کې غټ مقام درلود. دغه شورا د خپلې ډلې لپاره اوامر برابروي او پدې خاطر چې پوه شي خلک دغه اوامر پر ځای کوي او که نه، تعقیبي فعالیتونه هم کوي.

د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک همدارنګه وایي چې ولید عادل سلمان الفایض د هغو ویډیوګانو د جوړولو مسؤلیت په غاړه درلود چې خلک پکې حلالیدل یا شکنجه ورکول کیده.
د پنټاګان د معلوماتو له مخې الفایض د ابو محمد العدناني سره هم نږدې اړیکې درولودې چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ویاند و . هغه د اګست د میاشتې په دیرشمې نیټې د ائتلافي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.