د طاهر ثابت لخوا خپرې شوې لیکنې


سوله اوتنګنظره روشنفکران (!)

  نن می د یو کس (وروسته به یی دسین په نامه یاد کړم) لیکنه وویله چه پکی دځینی لیکوالانو څخه روشنفکری منفی سوی وه. دا هغه لیکوالان وو چه په کابل کی دپردو په زور او زرو رامینځ ته سوی اداری سره همغږی ندی. سین دوی د طالبانو او یا سابق مجاهدینو پلویان بولی. زه په دی هکله یو نظری لیک لیکم چه دافغانستان دیوی ډلی لیکوالانو، چه دسین په څیر اظهارات کوی، ساده لوحی له یوی خوا او له بلی خوا دهغوی دتکبر، نفرت، خودخواهی، او عوام فریبانه ذهنیت له ورایه وښیی. مونږ به دا په لاندی ټکیو کی ووایو:

18.05.2021 طاهر ثابت

دامریکایی اشغال دوهم مخ

  دامریکا خارجه وزیر وایی چه دوی عسکر باسی خو له افغانستان نه تیر ندی. هغوی نه شاته تګ کړی او نه به له افغاستان سره رابطه پریکه کړی. دا خبره یی په انګلستان کی د انګریز خارجه وزیر سره یوځای په خبری کانفرانس کی کړی ده. هغه دا دی: ۱ دوی به دیپلوماتیک فعالیتو ته دوام ورکړی. په دی کی ددولت او طالبانو په مینځ کی دخبرو امکانات برابرول دی.  ۲ دافغانستان نظامی قواوو ملاتړ کول دوام لری. په دی کی نور پرمختیایی، اقتصادی، انسانی، او عسکری ملاتړ شامل دی. ددوهمی پروژی په پرمخ

05.05.2021 طاهر ثابت

ددوحی دتړون دماتونی په بیخیری کی خیر: طالبان باید څه وکړی؟

  اوس چه امریکایانو ددوحی تړون مات کړ نو راځی هغه په بیخیری کی خیر وبولو. بیخیری په دی چه نور به اشغال اوږد سی او دډیرو مسلمانو وینی به توی سی. خیر په دی چه ددوحی دتړون دوهم او نوی ټوک به لاسلیک سی. مونږه وایو چه طالبان باید په نوی او ښه تړون باندی اصرار وکړی.  ټوله نړی نن سبا ننواتی کوی چه طالبان دی دترکیی په غونډه کی برخه واخلی. دنابغه رییس او ارګ او داستعمار په لاس نور کینول سوی اداره چیان دخپلو بادارانو خبری تایدوی. تراوسه لا نده مالومه چه طالبان به څه تصمیم ونیسی. ایا هغو

21.04.2021 طاهر ثابت

ددوحی دتړون ماتونه او خطرونه

  مونږه ددوحی طرحی ته په خوشباوری سره کتل او هیله مو وه چه طالبان به دافغانستان اوسنی ملوک الطوافی چه په هر دفتر او شعبه کی روانه ده له مینځه یوسی. مونږه هیله درلوده چه د ۱۹۹۶ کال په څیر به پاکه اداره راولی او هلته به بیا داسلام او خلکو خدمتګاران راسی او په دی ډول به داسلام ددښمنانو اوسنی ګلګلمیری له مینځه یوسی.  مونږه هیله درلوده چه دارګ اشغالګر به لیږ سد خپل سرو ته راوړی او په خپله ماته او ناکامی به معترف او دهغه له مخی به خپل تصمیمونه ونیسی ترڅو دافغانستان داشغال په اخر کی

14.04.2021 طاهر ثابت

داشغال او استقلال دجنګ شغالان غواړی دسولی ټپوسان سی

داشغال او استقلال دجنګ شغالان غواړی دسولی ټپوسان سی کله چه امریکایی غلو دافغانستان استقلال او ازادی ووژل او بیا دطالبانو دآزادی غورځنک یی په مقابل کی ودرید امریکایانو هغه تروریست او ترهګر بلل او داخلی بی ضمیره اخییستل سوی خولو دا شعارونه په ویاړ بدرګه کول. دشلو کالو نه وروسته اوس ثابت شول چه امریکایانو دترهګری الزام څومره بیمعنی او پوچ وو، او اوس ګورو چه  هغوی دپرونی ترهګرو سره کینی او دهغوی سلاوو ته ضرورت لری.  په یوه تعبیر امریکانو دخپل اشغال په ورځ دافغانستان آزادی ووژله او

26.03.2021 طاهر ثابت

دترکیی دغونډی لپاره لازمه تیاری نیول

دترکیی دغونډی لپاره لازمه تیاری نیول دا لیکنه په دی ترسره سوی چه بیا دماسکو ډرامه تکرار نسی او په ترکیه یوځل بیا وخت ضائع نسی. دا خبره مونږ ددوحی دتړون په اساس کوو او هیله ده هغه تړون په کامله توګه تعمیل سی. ددی هیلی دترسره کولو په منظور مونږ دا راتلونکی نظر وایو او پیشنهادونه دنورو په وړاندی عرضه کوو ترڅو افغانستان یوی تلپاتی سولی او امنیت ته ورسیږی.    دترکیی مذاکرات باید دمسکو دغونډی په څیر ددوحی دتړون مخالف نسی مونږه دماسکو دغونډی مثبت ټکی هغه بولو چه په دو

22.03.2021 طاهر ثابت

امریکایی اشغال تمدیدول او یا دکورنی سولی خبری؟

امریکایی اشغال تمدیدول او یا دکورنی سولی خبری؟ امریکایی منابع وایی د امریکا حکومت ته دری خبری پیشنهاد سوی: دامریکایی پوځونو کامله وتنه؛ دپوځونو دوتلو وخت تمدیدول؛ او یا بیخی له افغانستان نه دعسکرو نه وتل. ددی ترڅنګ دا هم ویل سوی چه امریکا کیدای سی خپل عسکر وباسی او ددوحی تړون پاتی نه وی. زمونږ اوسنی خبره دامریکا ددوهم انتخاب په هکله ده.  دامریکایی منابعو له خولی ددوحی دتړون سره سم د امریکا پوځیانو، چه دناتو په دریځو کی ورته کتلای سو، دجنګ ددوام هلی ځلی پیل کړی او بالاخره وتوان

18.03.2021 طاهر ثابت

دنامحرمی ښځی خبری او دهغه تحریم: دروا او ناروا په مينځ کی

زما دتیری نوی لکنی وروسته (چه په ټول افغان او دافغان جرمن آنلاین نشر سو) دامریکا دیوه نامعلوم مرکز چه په پوهنتون سره معرفی کیږی په نامه استاد (زمان) دښځو دآواز دتحریم په هکله اتی بوتی ویلی وی. ماهغه بیا په تاند کی تراعتراض لاندی ونیولی خو دناځوانه تاند مسئولینو هغه وروسته له څه وخته سانسور کړی وی. دا چه زه دتاند او افغان جرمن آنلاین سره څه اوږده دنظر داظهارولو سابقه لرم او هغه چه دامریکایی اسلام یا دبشر دحقوقو منفی اړخ پکی ویل سوی وی سانسوروی نو نن سهار می دزمان دلیکنی داعتراض لیکنه له ځان سر

14.03.2021 طاهر ثابت

دکوچینیانو حقوق او دهغو دساتنی سمه لیاره

  دحقوقو داصولو سره سم حق او واجب لازم او ملزوم دی. که یو کس حق لری نو دهغه په مقابل کی باید واجب هم ولری. البته دا اصل دکوچینیانو په هکله رښتیا نده. کوچینیان دمور په نس کی او بیادزوکړنی نه وروسته ترلسمه کاله پوری ځینی حقونو لری خو د واجب نه مستثنی دی. دا حقوق دهغوی دژوند او بدنی او عقلی رشد سره تړلی دی. کوچینیان وجائیب نلری: دا پدی چه هغوی ترلس کلنی دښو او بدو توپیر نسی کولای. دکوچینیانو ژوند دجنایی قانون له مخی په څو دورو ویشل شوی: دلسو نه تر دولسو یوه ابتدایی دوره ده او بیا له دولس

13.03.2021 طاهر ثابت

د دوهم بن کانقرانس لپاره د تحمیلی دولت مسوده او زمونږ نظر

  دا کانفرانس دملی کانفرانس تعبیر ندی. دا انګریزی استعمار په شان دامریکایی کاپی او نقل دی چه غواړی استعماری افکار په نیمه ازاده اویا نیوی مستعمری تحمیل کړی. په دی هکله ددی مسودی سره توافق او اختلاف داضطراری حالت په چوکات کی وړاندی کیدای شی. دا اضطراری حالت دارګ ددارودستی دسولی سره دناغیړی او دهغی لیاره ازغمنه کولو په خاطر مینځ ته راغلی.  طالبانو نه خبر وکړل سوی چه دوی په موقت حکومت کی شرکت نکوی. دا به دمنلو وړ نه ښکاری. هغه موقت حکومت چه دغرب لخوا راسی بیا به نو داسلامی حکومت

08.03.2021 طاهر ثابت

دبن دوهمه استعماری غونډه

دبن دوهمه استعماری غونډه  داسی ویل کیږی چه طالبانو امریکا خطا کړی وه نو ځکه ددوحی تړون دامریکایی او اروپایی نژادپرستانو لخوا همیش غندل کیده.  امریکایی اهداف امریکا دعراق له اولین یرغل نه وروسته په ځان غره سو او غوښتل یی ددنیا یوازنی استعماری دولت او جهانی امپراتور پاتی سی. هغوی د کمونیزم نه وروسته په مسلمانانو پیل وکړ او زیات آزاد دولتونه یی یوپه بل پسی وران کړل. دا جنګ clash of civilizations یا د مدنیتونو تصادم تر تیوری لاندی سپینوڅو عیسویانو ته وړاندی سو. د طالبانو د

04.03.2021 طاهر ثابت

انتقالی حکومت  دپرچم او دوهم سقاوی حکومتو د ناکامیو څخه عبرت اخیستل او ددوحی دمذاکراتی ټیمو نه داخلاص خواهش

انتقالی حکومت  دپرچم او دوهم سقاوی حکومتو د ناکامیو څخه عبرت اخیستل او ددوحی دمذاکراتی ټیمو نه داخلاص خواهش داشغال د نماینده افغانی اداره، په غرب کی خیراتخواره او ټکسیوانان، او په کابل کی دافغانی غوښوخوړونکو شغالان دا تاکید کوی چه د اشغال اداره باید پاته سی او په خپل ژوند قسم خوری چه طالبان (افغان ملت) به ددوی په ژوند کی انتقالی حکومت ونوینی.  دا پورتنی خبره د اشغال دوام او دپردیو په زور او زرو د افغانانو د وینو د تویولو اعلان دی. دکابل وایسرای به دا فکر کوی چه امریکای

02.03.2021 طاهر ثابت

سید جمال الدین الافغانی:  په هغه افتخار او که سبق؟

    نن شپه می د سید جمال الدین الافغانی په هکله دوه سوه مخه په پاړسو لیکل سوی کتاب خلاص کړ. دا چه هغه ته د شرق لمر ویل سوی وو نو زما د تږی دماغ حوصله کمه شوه او په یوه ناسته می له اوله تر آخره ووایو. زه په دی لټه کی سوم چی دکتاب لیکونکی ولی هغه ته لمر ویلی دی او ترکومه دهغه لمر نور د کتاب د لیکونکی په افکارو کی منعکس سوی دی؟ متاسفانه کتاب د سید په افغانیتوب باندی زیات اصرار کړی او دهغه په نظرو باندی کم. زه نه د افغان او نه دایرانی لیکونکو تابع یم او دواړو ته د تاسف په

20.02.2021 طاهر ثابت

ددوحی خبری: دسولی او سوکاله افغانستان هیلی او له طرفینو عام توقعات

ددوحی خبری: دسولی او سوکاله افغانستان هیلی او له طرفینو عام توقعات   محمد طاهر ثابت   په آزاد او سوکاله افغانستان دهر افغان باور ضرور دی او د دې لپاره باید پاکه مبارزه او کار وکړي. د داسې هدف ریښتینی باور لرونکی بیا اړتیا لري چې خپلو اوسنۍ نظریو ته بیاکتنه وکړی او په هغو له سره نوی غور وکړي ، او هغه ټکي تعدیل او هیر کړي چې له پورتنۍ هدفونو سره ټکر لري. د داسې ذهنیت پرته ، د تل پاتې سولې او هوساینې د راوستولو هدف ناممکن ښکاري. په دی ټکي متکی، زه به د پورته هدف ل

29.01.2021 طاهر ثابت

اسلام، اسلامی حکومت، او اسلامی قانونی نظام (دوهمه برخه)

اسلام اسلام د خدای ج آخیرنی دین ته وایی چه په نبی محمد صلعم باندی نازل او له هغه نه وروسته بیا د لوی خدای په قول بل دین نشی راتلای. اسلام د انسانانو د دارینو د خوښی او نیکی لپاره راغلی چه تمام او کامل دی. کامل او تمام په دی معنی چه نور نو د انسان د ښیګڼی لپاره نوی دینی فرایض او واجباتو ته ضرورت نسته. اسلام د ښه ژوند لیاره ده او دیوه قانون په توګه دهرڅه نه مخته ته و مسلمان ته ښه او بد له اوله معلوموی. دهمدی کبله اسلام د ژوندانه د سمون یو کود یا لارښونه ده چه د هغه په بنا انسان ښه او یا

12.11.2020 طاهر ثابت

د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت

  هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی حق او د ټولنی د ګټو په چوکاټ کی ده او غربیان بیا ضد او نقیض اصول لری.  که د غربی قانونی فیلسوف  جون لاک لیکنه وګورو نو هغه خپله مفکوره دآزادی په غوښتنه نده پیل کړی بلکه د زغم او دنورو د عقیدو د احترام په فکر یی شروع کړی. هغه د ترکیی مثال ورکړی او وییلی دی چه څنګه د ترکیی په کوڅو کی مسلمان او نامسلمان په ښه او سولئز چاپیریال کی ژوند کوی. متاسفانه دی مفکر د ترکیی درس ښه

31.10.2020 طاهر ثابت

اسلام، اسلامی حکومت، او اسلامی قانونی نظام

بسم الله الرحمن الرحیم   مقدمه:  زړی دسیسی، مسلمانان او پښتانه دا مقدمه په دی خاطر لیکل سوی چه استعماری عناصرو کوښښ کاوه او لا بوخت دی چه اسلام مسخ کړی او مسلمانان ګمراه. د افغانستان په ځمکه دا تحریک د امیر حبیب الله له وخته شروع او د امان الله پاچا په وخت کی یی زور اخیستی او لا روان دی. دی تحریکونو څنګه پښتنی جامعه له خپلو رواجونو نه اړولی، او لا هم کوشش کوی چه نوره یی لا پسی خرابه کړی. مونږه د سید جمال تاریخ ته ګورو. مونږ هیله لرو چه پښتانه د خپل دود او رواج نه لیږ خ

21.10.2020 طاهر ثابت

افغانستان، امارت که جمهوریت؟

افغانستان، امارت که جمهوریت؟   دا پورته عنوان ته ورته د مخمد محق په نامه یوه فارسی لیکنه خپره شوی ده. دا چه هغه د جمهوریت بیان د حکومت کولو په بنیاد په ډیر روښانه توګه لیکلی او بیا امارت یی په بی خوندی  او د تاریخی اشخاصو په اساس ویلی وو زه یی د تاسف سره مخ کړم.  تراوسه می د زمان ستانیزی سره لا د اسلام په سر بحث پای ته ندی رسولی چه د امریکایی اسلام په سر مو پیل کړی دی چه همدا بل مضمون می ووایه. د جمهوریت صفت کول او د امارت بدی د هغه مضمون محتوی ده، او د افغان جرمن آنلا

22.09.2020 طاهر ثابت

د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی

د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی دا لیکنه اول د ښاغلی زمان ستانیزی سیب د جواب په رد کی پیل سوه. څنګه چه لازمه ولیدل شوه چه څه ابتدایی اسلامی پوهنه بیان سی نو هغه وه چه جواب اوږد سو او د لنډی ځوابیی حیثیت یی وبایلود. اوس بیا هم هغه شکل ساتو او خپرولو ته یی سپارو. هیله ده وینکی مربوطه لیکنی په تاند کی ووایی ترڅو د بحث سره اشنا سی. مونږ د درازی بحث له ویری د زمان سیب خبری ندی نقل کړی. د بحث محور دا دی چه په اسلام کی اسلامی حکومت نسته چه هغه باندی اعتراض کړی او د امریکایی اسلام په نامه مو

22.09.2020 طاهر ثابت

د افغانستان اساسی قانون د بیګانه پرستی او آزادی ترمینځ

د افغانستان اساسی قانون د بیګانه پرستی او آزادی ترمینځ   که خپلواکي د خلکو حق وي، دوی ته باید د خپل کلتور، تاریخ او باورونو پراساس د قانون د سیستمونو غوره کولو آزادي ورکړل شي. بدبختانه، په داسی وخت کې چې خلک د بهرني حکمونو څخه آزادی غواړي، بهرني اجنټان، مبلغین، او ساده خوشبینه ډلې په داسې شعارونو ټینګار کوي چې په یو اسلامي، اودودیز افغانستان کې لږ معنی لري. خلک باید په هغه اصطلاحاتو چې په زړه پوري ښکاری مګر په حقیقت کی فریب ورکونکي دي باید ټینګار ونه کړی. د افغانستان خلک باید

16.09.2020 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more